Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
51 verses
1کله چې څښتن داود د شائول او د هغه د نورو دښمنانو څخه خلاص کړ، داود څښتن ته دا سندره وویله.
2هغه وویل:
3زما ساتونکی زما خدای دیزما امن دی هغه کېکړي ساتنه لکه سپر زمازما دفاع کوي ساتي مې خونديدی څښتن زما ژغورونکیکړي دفاع هغه ساتي مې تشدد نه
4مرسته غواړم له څښتنهچې لایق دی د صفتخلاصوي به مې هغهما له خپلو دښمنانو
5د مرګ څپې رانه راتاوې شولېد بربادۍ سیلابو واخیستمه
6پښې مې د ګور رسۍ کې ونښتلېمرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
7په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړکومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړزما اواز یې په خپل کور کې واورېدزما فریاد یې د کومک واورېده
8بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدهشوې په خوځېدو د اسمانو ستنېځکه په قهر ؤ خدای
9شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګیبلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
10ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راکوز شوتورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې
11هغه سپور په کروب شولو او والوتهسپور شو په وزرو د باد ژر راغی
12ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نهد اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده
13د جلال نه د هغه د موجودیتوکړلې لمبې سکروټو وکړلې
14لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانهاواز شو د مطلق قادر څښتن په اورېدو
15وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړلد برېښنا په پړکېدو یې ماتې ورکړه
16دښمنان چې کله ورټل څښتن خپلد هغه د تنفس په انفجارتل د سمندر هم راښکاره شولووو پراته د ځمکې بنسټونه لوڅ
17له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولمله ژورو اوبو ده راوویستلم
18زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاصاو له هغو چې نفرت یې کړ له ما نهدوی وو ډېر قوي له ما نه
19هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کېدوی حمله وکړه په ماخو څښتن زه حمایه کړم
20له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړهځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
21اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکیمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته
22ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دینه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای پاک نه اړولی دی
23ما عمل کړی د هغه په قوانینو ټولونافرماني مې کړې نه ده له حکمونو د ده
24هغه پوهیږي زه بې عیبه یمهبدو کارونو نه مې ځان ساتلی
25نو اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېکهغه پوهیږي بې ګناه یمه زه
26ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادارتل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه
27پاک ته خپل ځان پاک ښایېټګجن ته ځان پېچلی
28ته عاجزانو ته نجات ورکوېخو کبرجن ټیټوې
29ته زما ډېوه یې ای څښتنهچې بدلوې زما تیارې په رڼا
30راکوې قوت چې کړم ناتار په دښمنراکوې قدرت په دېوالو د ختو
31ګوره زما پاک خدای څومره کامل یې عملونه ديڅومره د باور یې ټول لوظونه ديهغه دی ډال هغو تهټول چې یې پناه ده ته راوړې ده
32صرف څښتن دی خدایکړي چې په یوازې ځان دفاع زمونږ
33دی دا خدای پاک زما ځواکمن پناه ځایهغه زما لاره خوندي ساتي
34زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړمسا��ي مې خوندي په تورو غرونو کې
35هغه ما تیاروي د جنګ دپارهترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو
36ډال راکوې ماته د خلاصون خپلزه پیاوړی کړی ستا کومک یمه
37ته پراخوې زما د پښو لارهځکه نه ښوئیږي پښې زما هیڅکله
38دښمنان تعقیبوم او ماتوم یېنه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
39داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شيدي زما د پښو لاندې نسکور پراته
40راکوې ما له ته قوت د جګړېغورزوې ماته دښمنان په پښو کې
41مجبوروې دښمنان زما تېښتې تهزه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځنی
42دوی د کومک دپاره لټه کوينشته څوک چې کړي دوی خلاصوهي چیغې دوی څښتن تههغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
43لکه د دوړې میده کومه یې زهداسې تر پښو لاندې کومه یې زهلکه د خټو د کوڅو په شانتې
44تا زه د خپلو سرکشانو څخه خلاص کړلمهاو د قومونو دې سردار پرېښودماوس مې خدمتونه هغه خلک کويڅوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
45هم بهرنیان زما په مخ کې ټیټوي سرونهچې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
46دوی بایلي خپل همتونهپه لړزه باندې راوزي دوی له خپلو کلاګانو
47څښتن ژوندی دی!ده ستاینه ساتندوی لره زما!د هغه ځواکمن خدای کړئ لویي اعلانچې مې ژغوري چې مې ژغوري
48راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنهراولي زما د ځواک لاندې قومونه
49او ما له خپلو دښمنانو خلاصويراکوې بریا په غلیمانو ای څښتنه تهاو ما ساتې له ظالمو انسانانو
50ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې ستا کوم ستاینهوایمه زه ستا د صفت سندرې
51خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پادشاه تهمینه تل عمري کوي د خپل غوره کړای شوي سرهتل تر تله د داود او د هغه د اولادې سره>