Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1د صور پادشاه حیرام تل د داود ملګری ؤ او کله چې هغه واورېدل چې سلیمان د خپل پلار داود په ځای پادشاه شوی دی، هغه ته یې خپل استازي واستول.
2سلیمان بېرته حیرام ته دغه پیغام ورواستاوه:
4مګر اوس زما څښتن خدای ماته زما په ټولو سرحدونو کې ارامي راکړې ده. زه هیڅ دښمن نه لرم او د حملې هیڅ خطر نشته.
5لکه څنګه چې څښتن زما د پلار داود سره وعده کړې وه او ویلي یې وو: ستا زوی چې زه به یې ستا په ځای په تخت باندې کښېنوم هغه به زما دپاره کور جوړ کړي. نو له دې کبله ما نیت کړی دی چې د خپل څښتن خدای د عبادت دپاره کور جوړ کړم.>
6سلیمان زیاته کړه:
7کله چې حیرام د سلیمان پیغام واورېد، هغه ډېر خوشاله شو او ویې ویل:
8نو حیرام سلیمان ته دا پیغام واستاوه:
9زما نفر به هغه لرګي د لبنان څخه بحیرې ته راښکته کړي، هغه به د تختې په شان د یو بل سره وتړي او د بحیرې په غاړه به یې هغه ځای ته چې تاسو یې ټاکئ درلاهو کړي. هلته به زما نفر هغه راخلاص کړي. تاسو کولای شئ چې هغه یوسئ. او تاسو به زما دا غوښتنه ومنئ چې زما د شاهي ماڼۍ خلکو ته خوراک تیار کړئ.>
10نو حیرام سلیمان ته د صبر او ناجو د ونو هغه ټول لرګي چې هغه غوښتي وو، ور ورسول.
11او سلیمان حیرام ته د هغه د شاهي ماڼۍ د خلکو د خوراک دپاره دوه زره ټنه غنم او څلور لکه لیتره د زیتونو سوچه تېل ورکړل. سلیمان به دغه کار هر کال کاوه.
12نو لکه څنګه چې څښتن وعده کړې وه هغه سلیمان ته حکمت ورکړ. او د سلیمان او حیرام ترمنځ سوله ایزې اړیکې وې او د هغو د ټینګښت دپاره یې یو تړون لاسلیک کړ.
13سلیمان پادشاه د ټولو اسراییلو څخه دېرش زره نفر د بېګار دپاره راجلب کړل.
14د هغوی څخه به یې لس زره تنه په وار سره میاشت په میاشت لبنان ته لېږل، نو هغوی به یوه میاشت په لبنان کې تېروله او دوه میاشتې به په خپل کور کې وو. ادونیرام د بېګارۍ کارونو مشر ؤ.
15همدارنګه سلیمان په غرنۍ سیمه کې اتیا زره د تیږو پرېکوونکي او اویا زره تنه د تیږو د وړلو دپاره درلودل.
16همدارنګه هغه درې زره او درې سوه تنه د کارګرانو مشران درلودل چې د پروژې څارنه به یې کوله او کارګرانو ته به یې لارښودنه کوله.
17هغوی د سلیمان پادشاه په حکم د تیږو د کان څخه د ډېرو ښو تیږو تختې راایستلې چې د خدای د کور دپاره د توږل شویو تیږو څخه تهداب تیار کړي.
18د سلیمان او حیرام کارګرانو او د جبل سړیو تیږې او لرګي تیار کړل چې د خدای کور جوړ شي.