Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1د مصر څخه د اسراییلو د قوم د وتلو څخه وروسته په څلورسوه اتیاوم کال کې، په اسراییلو باندې د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال، د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت ده، هغه د خدای د کور په جوړولو پیل وکړ.
2هغه کور چې سلیمان د څښتن دپاره جوړ کړی ؤ د هغه اوږدوالی اووه ویشت متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې دیارلس نیم متره ؤ.
3د خدای د کور مخې ته دالان ؤ چې اوږدوالی یې مساوي ؤ په سور د خدای د کور یعنې نهه متره او سور یې څلورنیم متره ؤ.
4هغه د خدای د کور په دېوالونو کې لوړې تنګې کړکۍ ګانې جوړې کړې.
5د خدای د کور په اړخونو او شاته بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ یې یوه درې منزله ودانۍ جوړه کړه.
6په لاندیني منزل کې هرې کوټې دوه متره او شل سانتي سور، په منځني منزل کې دوه متره او اویا سانتي سور او په پورتني منزل کې درې متره او لس سانتي سور درلود. د خدای د کور دېوال په هر منزل کې نسبت ښکتني منزل ته نری ؤ، ترڅو بې له دې چې په هغه کې تیرونه جوړ شي، کوټې په دېوال باندې ټینګې شي.
7د کومو تیږو نه چې د څښتن کور جوړ شوی ؤ هغه په کان کې تیارې شوې وې. کله چې د څښتن کور جوړېده، نو د څټکونو، تېشو، یا د اوسپنې د نورو سامانونو اواز هلته نه اورېدل کېده.
8د ودانۍ د لاندیني منزل د ننوتلو دروازه د خدای د کور په جنوبي اړخ کې وه، چې د زینو په وسیله یې دوهم او دریم منزل ته لاره درلودله.
9نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ. بام یې د صبر د ونو د تیرانو او تختو څخه جوړ کړ.
10هغه درې منزله ودانۍ چې هر منزل یې دوه متره او شل سانتي لوړوالی درلود، د خدای د کور بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ وه. ودانۍ د دېوالونو سره د صبر د ونو تیرانو په وسیله نښلول شوې وه.
11څښتن سلیمان ته وویل:
13او زه به د اسراییلو د قوم په منځ کې په هغه کور چې تا جوړ کړی دی اوسېږم او هغوی به هیڅکله یوازې پرېنږدم!>
14نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ.
15داخلي دېوالونه د غولي څخه تر چته پورې د صبر د ونو په تختو باندې پوښل شوي وو او د خدای د کور غولی د ناجو په لرګیو باندې پوښل شوی ؤ.
16داخلي کوټه چې د ډېر مقدس ځای په نوم یادېدله د خدای د کور شاته برخه کې جوړه شوې وه. هغه نهه متره اوږده وه او د صبر د ونو د تختو په وسیله چې د غولي څخه تر چته پورې رسېدلې د اصلي سالون څخه جلا شوې وه.
17اصلي سالون چې ډېر مقدس ځای ته مخامخ ؤ، اتلس متره اوږدوالی یې درلود.
18د صبر د ونې تختې د کدوانو او ګلانو په نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې. ټوله داخلي برخه د صبر په لرګیو باندې پوښل شوې وه، ترڅو چې د دېوالونو تیږې ونه لیدل شي.
19ډېر مقدس ځای تیار شو چې د څښتن د لوظ صندوق په کې کېږدي.
20د دې کوټې اوږدوالی نهه متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې نهه متره ؤ. داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه. په همدې ډول د قربانۍ ځای چې د صبر د تختو څخه جوړ شوی ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.
21د خدای د کور داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه او د ډېر مقدس ځای د دروازې مخامخ ته د سرو زرو ځنځیرونه ځای په ځای شوي وو چې هغه ځای هم په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.
22د خدای د کور ټوله داخلي برخه په سرو زرو باندې پوښل شوې وه، همدارنګه د قربانۍ ځای هم چې ډېر مقدس ځای په څنګ کې ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.
23سلیمان دوه کروبیان د زیتون د لرګیو څخه جوړ کړل او په ډېر مقدس ځای کې یې کېښودل. هر یو څلورنیم متره لوړوالی درلود.
24-
26دواړه په یوه اندازه او په یو شکل وو او هر یو دوه دوه وزرونه درلودل. د هر یو وزر اوږدوالی دوه متره او شل سانتي ؤ، نو د یو وزر د سر نه د بل وزر تر سره پورې فاصله څلورنیم متره وه.
27هغه یې په ډېر مقدس ځای کې یو تر بله څنګ په څنګ داسې کېښودل، ترڅو د هغوی دوه غوړېدلي وزرونه د کوټې په منځ کې یو د بله سره ولګیږي او دوه نور وزرونه د دېوالونو سره ولګیږي.
28دواړه کروبیان په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.
29د اصلي سالون او د ډېر مقدس ځای دېوالونه چارچاپېره د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلي کړای شوي وو.
30د دنننیو او بیرونیو کوټو غولي هم په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.
31سلیمان د ډېر مقدس ځای د ننوتلو په دروازه کې یوه دوه پله یي دروازه چې د زیتون د لرګیو څخه جوړه شوې وه کېښودله، چې پنځه اړخیزه بازوګان او سرطاق یې درلودل.
32دوه پله یي دروازه د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وه. هغه دروازه، کروبیان او د خرما ونې په ټکول شویو سرو زرو باندې پوښل شوي وو.
33په هماغه ډول اصلي سالون ته د ننوتلو د دروازې چوکاټ د زیتون د لرګیو څخه په شکل د مستطیل جوړ شوی ؤ.
34همدارنګه دوه دروازې وې چې د ناجو د لرګیو څخه جوړې شوې وې. هرې دروازې دوه داسې برخې درلودلې چې چپراسونه یې درلودل.
35دا دروازې د کروبیانو، د خرما د ونو او د ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې چې یو برابر په سرو زرو باندې پوښل شوې وې.
36د عبادت ځای داخلي انګړ ګردچاپېره یو دېوال ؤ. هغه دېوال د درې طبقو توږل شویو تیږو او د یوې طبقې د صبر د تیرانو څخه جوړ شوی ؤ.
37د خدای د کور تهداب د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت وه کېښودل شو.
38د سلیمان د پادشاهۍ په یوولسم کال د بول په میاشت کې چې د کال اتمه میاشت وه، د خدای د کور د جوړېدلو کار کټ مټ د پلان په مطابق په بشپړه توګه سرته ورسېده. سلیمان اووه کاله د هغه په جوړولو باندې ولګول.