Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
51 verses
1مګر سلیمان د خپلې ماڼۍ په جوړولو باندې دیارلس کاله تېر کړل او هغه یې بشپړه کړه.
2د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل د سالون په نوم یادېده څلورڅلوېښت متره اوږدوالی، دوه ویشت متره سور او دیارلس نیم متره لوړوالی درلود. هغه د صبر د ونو د ستنو څلور قطاره درلودل چې د صبر تیران ورباندې پراته وو.
3د دې سالون د صبر د لرګیو بام د تیرانو دپاسه ؤ، کوم چې په ستنو باندې پراته وو. ټول پنځه څلوېښت تیران او په هر یو قطار کې پنځلس تیران وو.
4د هغې کړکۍ ګانې په درې قطارونو کې یو او بل ته مخامخ ایښودل شوې وې.
5دروازو او کړکیو مستطیل شکله چوکاټونه درلودل او په هر دېوال کې د کړکیو درې قطاره یو او بل ته مخامخ وو.
6بل سالون چې د ستنو د سالون په نوم یادېده، دوه ویشت متره اوږد او دیارلس نیم متره یې سور ؤ. د هغه مخې ته یو دالان ؤ چې بام یې درلود او په ستنو باندې ټینګ شوی ؤ.
7د پادشاه د تخت کوټه چې د قضاوت د سالون په نوم هم یادېدله، یعنې هغه ځای چې سلیمان به په کې دعوې فیصله کولې، د غولي څخه تر چته پورې یې د صبر د لرګیو تختې درلودلې.
8د سلیمان خپل کور په بل انګړ کې د قضاوت د سالون شاته ؤ چې د نورو ودانیو په شان جوړ شوی ؤ. همدارنګه سلیمان د فرعون د لور دپاره چې هغه ورسره واده کړی ؤ د دې کور په شان یو کور جوړ کړ.
9دا ټولې ودانۍ د بیرون څخه تر لوی انګړه پورې او د تهداب څخه تر بامه پورې د ډېرو ښو تیږو د تختو څخه چې په ټاکلو اندازو غوڅې شوې وې او بیروني او دننني مخونه یې په آره باندې غوڅ شوي وو، جوړې شوې وې.
10تهدابونه یې په ډېرو ښو لویو تیږو باندې چې ځینې یې څلورنیم متره او ځینې یې درې نیم متره اوږدوالی درلود ایښودل شوي وو.
11د هغو دپاسه په ټاکلو اندازو غوڅې شوې ډېرې ښې تیږې او د صبر د لرګیو تیران وو.
12د ماڼۍ د لوی انګړ دېوال چې د انګړ څخه چاپېره شوی ؤ، د څښتن د کور د داخلي انګړ او د هغه د دالان په شان درې طبقې توږل شوې تیږې او یوه طبقه د صبر د لرګیو تیران یې درلودل.د حورام کار
13سلیمان پادشاه یو سړی راوغوښت چې حورام نومېده او د صور په ښار کې اوسېده.
14هغه د نفتالي د قبیلې څخه د یوې کونډې زوی ؤ او د هغه پلار د صور څخه ؤ او د برنجو کسبګر ؤ. حورام ډېر ماهر او پوه سړی ؤ او د برنجو په هر ډول کار کې یې تجربه درلودله. هغه سلیمان پادشاه ته راغی او ټول هغه کارونه چې ورته سپارل شوي وو سرته یې ورسول.
15حورام دوه برنجي ستنې په قالب کې جوړې کړې چې د هرې یوې لوړوالی اته متره او ګردچاپېر یې پنځه متره او دېرش سانتي ؤ.
16همدارنګه هغه د قالب شویو برنجو څخه دوه تاجونه جوړ کړل او د ستنو په سر باندې یې کېښودل. هر تاج دوه متره او شل سانتي لوړ ؤ.
17د اوبدل شویو ځنځیرونو یو جال ؤ چې د ستنو په سر باندې یې تاجونه سینګار کړي وو. د هر تاج دپاره اووه دانې ځنځیرونه وو.
18هغه په دوه قطارونو کې برنجي انار جوړ کړل چې د هر جال څخه راتاو شي او هغه تاجونه چې د ستنو په سر باندې دي، ښکلي کړي.
19هغه تاجونه چې په دالان کې د ستنو په سر باندې وو، د سوسن د ګلونو په شکل وو او یو متر او اتیا سانتي لوړوالي یې درلودل.
20د دواړو ستنو په تاجونو باندې د کاسه شکله برخې دپاسه چې د جال په څنګ کې وه په چارچاپېره قطارونو کې دوه سوه برنجي اناره وو.
21حورام د خدای د کور د دروازې په مخکې دا دوه برنجي ستنې ودرولې. د جنوبي خوا ستن یې د یاکین په نوم او د شمالي خوا ستن یې د بوعز په نوم یاده کړه.
22د ستنو په سر باندې د سوسن د ګلونو په شکل برنجي تاجونه وو. په دې توګه د ستنو کار سرته ورسېده.
23حورام د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ جوړه کړه، چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ.
24د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره د برنجي کدوانو دوه قطارونه وو، چې د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو.
25ټانکۍ د دولسو برنجي غوایانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه بیرون خواته وو.
26د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه، لکه د سوسن د غوړېدلي ګل په شان. په دې ټانکۍ کې د څلوېښت زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځائېدلې.
27همدارنګه حورام لس برنجي ګاډۍ جوړې کړې چې هرې یوې یو متر او اتیا سانتي اوږدوالی، یو متر او اتیا سانتي سور او یو متر او دېرش سانتي لوړوالی درلود.
28د ګاډیو نقشه په دې ډول وه: د ګاډۍ په چوکاټونو کې څلور کنجه تختې ایښودل شوې وې.
29په څلور کنجه تختو باندې د زمریانو، غوایانو او کروبیانو نقشونه وو. په چوکاټونو باندې د زمریانو او غوایانو د نقشونو دپاسه او لاندې د ګلانو د غنچو نقشونه وو، چې د ټکول شوي فلز څخه جوړ شوي وو.
30هرې ګاډۍ د برنجي اکسلونو سره څلور برنجي عرابې درلودلې. د تشت دپاره په څلورو کنجونو کې برنجي کومکي میلې وې. د هغو په هر اړخ کې د ګلانو د غنچو نقشونه وو.
31د تشت دپاره د ګاډۍ په سر باندې یو ګرد چوکاټ ؤ. هغه د ګاډۍ د سر څخه پنځه څلوېښت سانتي متره پورته خواته او اووه شپېته سانتي متره لاندې دننه خواته غزېدلی ؤ. د خولې چارچاپېره یې چې ګرده وه نقشونه ایستل شوي وو. د ګاډیو تختې ګردې نه وې، بلکه څلور کنجه وې.
32څلور عرابې د تختو لاندې وې او د عرابو اکسلونه د ګاډیو پورې نښتي وو. د هرې عرابې قطر اووه شپېته سانتي ؤ.
33نوموړې عرابې د جنګي ګاډیو د عرابو په شان جوړې شوې وې. د هغوی اکسلونه، ژۍ ګانې، پرې او د عرابو منځنۍ برخې ټول په قالب کې د برنجو څخه جوړ شوي وو.
34د هرې ګاډۍ په لاندینیو څلورو کنجونو کې څلور کومکي ستنې وې چې د ګاډۍ سره نښتې وې.
35د ګاډۍ په سر باندې یوه ګرده کړۍ وه چې دوه ویشت سانتي لوړوالی یې درلود. کومکي ستنې او تختې د ګاډۍ د سر پورې نښتې وې.
36هغه په کومکي ستنو او تختو باندې په هر خالي ځای کې د کروبیانو، زمریانو او د خرما د ونو نقشونه جوړ کړل او د هغو سره چارچاپېره د ګلانو د غنچو نقشونه وو.
37په دې ډول هغه لس ګاډۍ جوړې کړې، چې ټولې په یو قالب کې جوړې شوې وې او د اندازې او شکل له مخې یو شان وې.
38همدارنګه حورام لس برنجي تشتونه جوړ کړل چې د هرې ګاډۍ دپاره یو تشت ؤ. د هر تشت قطر یو متر او اتیا سانتي ؤ او شاوخوا اته سوه لیتره اوبه په کې ځائېدل.
39هغه پنځه ګاډۍ د خدای د کور په جنوب کې او پنځه یې په شمال کې ځای په ځای کړې. د خدای د کور په جنوب ختیځ کنج کې یې ټانکۍ کېښوده.
40حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.نو حورام هغه ټول کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پادشاه دپاره یې د څښتن د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:
41دوه ستنېد ستنو په سر باندې دوه کاسه شکله تاجونهد جالونو دوه سېټونه د ستنو په سر باندې د دوه کاسه شکله تاجونو د سینګارولو دپاره
42د دوو سېټونو د جالونو دپاره څلورسوه برنجي انار. (د هر جال دپاره د برنجي انارو دوه قطارونه چې د ستنو په سر باندې د کاسه شکله تاجونو د ښکلا دپاره وو.)
43لس ګاډۍ د هغو د لسو تشتونو سره
44ټانکۍ او د هغې لاندې دولس برنجي غوایان
45لوښي، بېلچې او د وینو د شیندلو دپاره کاسې.د څښتن د کور دا ټول لوازم چې حورام د سلیمان پادشاه دپاره جوړ کړي وو، د صیقل شویو برنجو څخه وو.
46دا شیان پادشاه د اردن په دره کې د سوکوت او زرتان ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو.
47سلیمان دا شیان ونه تلل، ځکه چې هغه ډېر زیات وو او د برنجو وزن معلوم نه شو.
48همدارنګه سلیمان د څښتن د کور دپاره ټول لوازم جوړ کړل:د قربانۍ ځای د سرو زرو څخه.د سرو زرو مېز چې هغه سپېڅلې ډوډۍ به ورباندې ایښودل کېده چې خدای ته به نذرانه کېدله.
49څراغدانونه چې د سوچه سرو زرو څخه وو (ډېر مقدس ځای ته مخامخ، پنځه ښي خواته او پنځه چپ خواته).د سرو زرو د ګلانو نقشونه، څراغونه او انبورونه.
50د سوچه سرو زرو تشتونه، د پلتې پاکوونکي، د وینو د شیندلو کاسې، د خوشبويۍ پشقابونه او د اور لوښي.د ډېر مقدس ځای د دروازو دپاره او همدارنګه د خدای د کور د اصلي سالون د دروازو دپاره د سرو زرو چپراسونه.
51کله چې سلیمان پادشاه د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور لوازم چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړي وو، هغه یې د څښتن د کور په تحویلخانو کې کېښودل.