Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1اکله چې سلیمان د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ جوړونه پای ته ورسوله او هغه څه چې هغه د جوړولو پلان درلود ترسره یې کړل،
2څښتن د دوهم ځل دپاره هغه ته ورښکاره شو، لکه څنګه چې په جبعون کې ورته ښکاره شوی ؤ.
3څښتن هغه ته وویل:
4که چېرې ته د خپل پلار داود په شان، په صداقت او پاکۍ سره زما خدمت وکړې او که ته زما د قوانینو څخه اطاعت وکړې او هر هغه څه چې ما درته د هغه حکم کړی دی سرته ورسوې،
5زه به هغه وعده پوره کړم چې ستا د پلار داود سره مې کړې وه او ویلي مې وو چې د هغه اولاده به تل تر تله په اسراییلو باندې پادشاهي وکړي.
6مګر که چېرې تاسو یا ستاسو اولاده زما څخه پیروي کول پرېږدئ او د هغو قوانینو او حکمونو څخه سرغړونه وکړئ چې تاسو ته مې درکړي دي او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ،
7نو زه به خپل قوم اسراییل د هغه هېواد څخه وباسم چې هغوی ته مې ورکړی دی. همدارنګه به دا کور چې ما سپېڅلی کړی ؤ چې زما عبادت به په کې کیږي، پرېږدم. په هر ځای کې به خلک په اسراییلو باندې ملنډې ووهي او د هغوی سره به سپکه رویه وکړي.
8دا د خدای کور به په یوې کنډوالې باندې بدل شي او هرڅوک چې د هغې په خوا کې تېریږي هغه به هک پک او حیران شي. هغوی به پوښتنه کوي: څښتن ولې دې هېواد او دې کور سره داسې عمل کړی دی؟
9خلک به په ځواب کې وایي: دا ځکه چې هغوی خپل څښتن خدای چې د هغوی نیکونه یې د مصر څخه راویستلي وو پرې ایښی دی. هغوی نور خدایان غوره کړي دي او د هغوی خدمت او عبادت کوي. په دې خاطر څښتن په هغوی باندې دا ناوړین راوستی دی.>
10د شلو کالو په آخر کې چې سلیمان په کې د څښتن کور او شاهي ماڼۍ جوړه کړه،
11هغه د صور پادشاه حیرام ته د جلیل شل ښارګوټي ورکړل، ځکه چې حیرام هغه ته د صبر او ناجو هغه ټول لرګي او همدارنګه ټول سره زر چې هغه ورڅخه غوښتي وو، تیار کړي وو.
12مګر کله چې حیرام د صور څخه د هغو ښارګوټو د لیدلو دپاره ورغی چې سلیمان ورته ورکړي وو، هغه یې خوښ نه شول.
13هغه پوښتنه وکړه: له همدې کبله نوموړي ښارګوټي تر ننه پورې د بې ارزښته ښارګوټو په نوم یادیږي.
14حیرام سلیمان ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر لېږلي وو.
15سلیمان پادشاه د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ د جوړولو، د اورشلیم د ختیځې خوا د ځمکې د ډکولو او د ښار د دېوال د جوړولو دپاره، همدارنګه د حاصور، مجدو او جازر د ښارونو په بیا ودانولو کې د بېګارۍ څخه کار واخیست.
16(د مصر پادشاه فرعون په جازر باندې حمله کړې وه، هغه یې نیولی ؤ او هغه ته یې اور اچولی ؤ. په هغه کې اوسېدونکي کنعانیان یې وژلي وو او هغه یې بیا د واده د سوغات په توګه خپلې لور، یعنې د سلیمان ښځې ته ورکړی ؤ.
17نو سلیمان جازر بیا ودان کړ.) همدارنګه هغه ښکتنی بیت حورون بېرته جوړ کړ،
18بعلت او تامار چې د یهودا په صحرا کې وو هغه یې هم بیا ودان کړل.
19سلیمان هغه ښارونه چې هغه زېرمې په کې ساتلې او هغه ښارونه چې د خپلو اسونو او جنګي ګاډیو دپاره وو، جوړ کړل. همدارنګه هغه هرڅه چې غوښتل په اورشلیم، لبنان او په هغې ټولې سیمې کې چې هغه ورباندې پادشاهي کوله، جوړ کړل.
20-
21سلیمان د بېګارۍ دپاره د کنعان د خلکو د اولادې څخه مزدوران ونیول، کوم چې د اسراییلو قوم ونه شو کولی چې د هغوی د هېواد د نیولو په وخت کې هغوی له منځه یوسي. په دې کې اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان شامل وو، چې د هغوی اولاده تر اوسه پورې غلامان دي.
22مګر سلیمان د اسراییلیانو څخه یو هم بېګارۍ ته ونه نیوه، بلکه هغوی د هغه عسکر، درباریان، عسکري منصبداران، قوماندانان او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانان او ګاډي وانان وو.
23همدارنګه هغوی د سلیمان د ودانۍ د جوړولو د پروژو آمران وو. پنځه سوه او پنځوسو نفرو به د هغو خلکو څارنه کوله چې کار به یې کاوه.
24د سلیمان ښځې چې د فرعون لور وه، د داود د ښار څخه خپلې نوې ماڼۍ ته چې سلیمان د هغې دپاره جوړه کړې وه، کډه وکړه. وروسته بیا سلیمان هغه ځمکه راډکه کړه چې د اورشلیم ختیځ خواته پرته وه.
25سلیمان به په کال کې درې ځله د قربانۍ په هغه ځای کې چې د څښتن دپاره یې جوړ کړی ؤ، سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کولې او ورسره به یې د څښتن په حضور کې خوشبویي سوزوله.په دې توګه سلیمان د خدای د کور کار پای ته ورساوه.
26همدارنګه سلیمان پادشاه په عصیون جابر کې چې د ادوم په سیمه کې ایلت ته نژدې د سرې بحیرې په غاړه ؤ، کشتۍ ګانې جوړې کړې.
27حیرام خپل خلک یعنې هغه کشتۍ چلوونکي چې د دریاب سره بلد وو واستول چې په کشتۍ ګانو کې د سلیمان د نفرو سره کار وکړي.
28هغوی په کشتیو کې اوفیر ته سفر وکړ او د څوارلسو ټنو څخه زیات سره زر یې راوړل او هغه یې سلیمان ته وسپارل.