Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1کله چې د سبا ملکې د سلیمان د شهرت په باره کې واورېدل (هغه شهرت چې څښتن سلیمان ته ورکړی ؤ)، نو هغه راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي.
2هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې عطر، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار وو اورشلیم ته راورسېدله. هغه سلیمان ته راغله او د هغو ټولو شیانو په هکله چې د هغې په ذهن کې وو، د هغه سره یې خبرې وکړې.
3سلیمان د هغې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړ، داسې یوه پوښتنه نه وه چې هغه یې ځواب کړې نه وي.
4کله چې د سبا ملکې د سلیمان حکمت او هغه ماڼۍ چې هغه جوړه کړې وه،
5هغه خواړه چې په مېز باندې وو، د هغه د درباریانو د کښېناستو ترتیب، د خدمتګارانو ښه تنظیم او د هغوی کالي، د هغه ساقیان او هغه سوزېدونکې نذرانې چې هغه د څښتن په کور کې وړاندې کولې ولیدلې، ډېره حیرانه شوه.
6هغې پادشاه ته وویل:
7مګر ما تر هغې پورې په دې باندې باور نه کاوه ترڅو چې راغلمه او دا هرڅه مې په خپلو سترګو ولیدل. خو حتیٰ ما د دې په نیمایي هم نه وو اورېدلي، ستا حکمت او شتمني د هغې څخه هم ډېره زیاته ده، څه چې ما اورېدلي وو.
8ستاسو سړي به څومره خوشاله وي! او ستاسو درباریان به څومره خوښ وي چې تل ستاسو په حضور کې ولاړ وي او ستاسو حکمت ویني!
9ستاسو د څښتن خدای ثناه دې وي چې له تاسو څخه زیات خوشاله دی او تاسو یې د اسراییلو په تخت باندې کښېنولي یاست. د اسراییلو سره د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر یې تاسو پادشاه کړي یاست چې عدالت او نېکي ټینګه کړئ.>
10هغې پادشاه ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر، زیاته اندازه عطر او قیمتي تیږې ورکړې. څومره زیات عطر چې د سبا ملکې سلیمان پادشاه ته ورکړل دومره به بیا هیڅکله رانه وړل شي.
11(د حیرام کشتیو د اوفیر څخه پرته له سرو زرو ډېر زیات د صندل لرګي او قیمتي تیږې هم راوړلې.
12پادشاه د دې لرګیو څخه د څښتن د کور او شاهي ماڼۍ دپاره زینې او د ساز غږوونکو دپاره رڅپرکیونه جوړ کړل. د هغې ورځې څخه تر اوسه پورې دومره زیات د صندل لرګي هیڅکله نه وو راوړل شوي او نه هم لیدل شوي وو.)
13سلیمان پادشاه د سبا ملکې ته برسېره په هغو شیانو چې هغې غوښتي وو، د خپل شاهانه سخاوت له مخې نور سوغاتونه هم ورکړل. وروسته بیا ملکه د خپلو خدمتګارانو سره خپل هېواد یعنې سبا ته ستنه شوه.
14سلیمان پادشاه هر کال نژدې درویشت ټنه سره زر لاس ته راوړل.
15په دې کې هغه مالیات چې د سوداګرو له خوا ورکول کېدل، د تجارت ګټې او هغه باج چې د عربو د پادشاهانو او هغه مالیات چې د اسراییلو د حکمرانانو له خوا ورکول کېده شامل نه وو.
16سلیمان پادشاه د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه سوه دانې لوی سپرونه جوړ کړل، په هر سپر کې نژدې اووه کیلوګرامه سره زر استعمال شوي وو.
17همدارنګه هغه د ټکول شویو سرو زرو څخه درې سوه دانې کوچني سپرونه جوړ کړل، چې په هر سپر کې نژدې دوه کیلوګرامه سره زر وو. پادشاه هغه په هغه سالون کې کېښودل چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده.
18پادشاه د فیل د غاښونو څخه یو لوی تخت هم جوړ کړ او هغه ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ.
19تخت ته د ورختلو دپاره شپږ زینې وې او د تخت سر د شا له خوا ګرد ؤ. د تخت دواړو خواو ته بازوګان وو او د هر یو په خوا کې د زمري مجسمه وه.
20په شپږو زینو باندې د دولسو زمریانو مجسمې وې، د هرې زی��ې په اړخونو باندې یوه، یوه مجسمه وه. په بلې هیڅ پادشاهۍ کې داسې تخت نه ؤ جوړ شوی.
21د سلیمان هغه جامونه چې د څښلو دپاره وو ټول د سرو زرو څخه جوړ شوي وو. د سلیمان د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل په نامه یادېده، ټول سامان یې د سوچه سرو زرو څخه وو. سپین زر هیڅ استعمال شوي نه وو، ځکه چې د سلیمان په وخت کې سپین زر بې ارزښته ګڼل کېدل.
22هغه بحري کشتۍ ګانې درلودلې چې د حیرام د کشتۍ ګانو سره یې سفر کاوه. د هغه کشتۍ ګانې به په هرو دریو کالو کې یوځل راستنېدلې او سره زر، سپین زر، د فیل غاښونه، بیزوګانې او د طاووس مرغان به یې راوړل.
23سلیمان پادشاه د نړۍ د نورو ټولو پادشاهانو څخه ډېر شتمن او د حکمت خاوند ؤ
24او ټولې نړۍ غوښتل چې راشي او هغه حکمت وګوري چې خدای سلیمان ته ورکړی ؤ.
25کال په کال به چې هرڅوک راتلل، نو د ځان سره به یې دا سوغاتونه، یعنې د سپینو او سرو زرو سامانونه، چپنې، وسلې، عطر، اسونه او قچرې راوړلې.
26سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه تشکیل شوې وې راغونډې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ښارونو کې ساتلې.
27د هغه د پادشاهۍ په وخت کې سپین زر په اورشلیم کې د تیږو په شان یو معمولي شی ؤ او د صبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د اینځرو د ونو په شان پرېمانه وو.
28د سلیمان اسونه یې د مصر او ترکیې څخه واردول، شاهي سوداګرانو به هغه د ترکیې څخه اخیستل.
29هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو باندې اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او ارامیانو پر پادشاهانو هم خرڅول.