Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1سلیمان د ډېرو بهرنیو ښځو سره مینه لرله. د فرعون د لور څخه پرته هغه د حیتي، موآب، عمون، ادوم او صیدون د ښځو سره هم ودونه وکړل.
2څښتن امر کړی ؤ چې اسراییلیان دې د دې قومونو سره ودونه نه کوي، ځکه چې هغوی به د اسراییلیانو زړونه د خپلو خدایانو په لور راواړوي. خو بیاهم سلیمان د هغوی په مینه کې ډوب شو او د هغوی سره یې ودونه وکړل.
3سلیمان د اووه سوه شاهزادګیو سره ودونه وکړل او همدارنګه هغه درې سوه وینځې لرلې. هغه خپلو ښځو بې لارې کړ.
4کله چې سلیمان زوړ شو د هغه ښځو هغه د پردیو خدایانو عبادت ته واړاوه. هغه خپل څښتن خدای ته وفادار نه ؤ لکه څنګه چې د هغه پلار داود وفادار ؤ.
5هغه د صیدون د بت عشتاروت او د عمون د کرکې وړ بت مولک عبادت وکړ.
6نو سلیمان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د څښتن څخه په بشپړه توګه پیروي ونه کړه لکه څنګه چې د هغه پلار داود کړې وه.
7سلیمان په هغه غره باندې چې د اورشلیم په ختیځ کې ؤ، د موآب د کرکې وړ بت کموش دپاره او د عمونیانو د کرکې وړ بت مولک دپاره د عبادت ځای جوړ کړ.
8همدارنګه سلیمان هغه عبادت ځایونه هم جوړ کړل چې هلته به د هغه ټولو بهرنیو ښځو خوشبویي سوزولې او خپلو خدایانو ته به یې قربانۍ وړاندې کولې.
9-
10که څه هم څښتن د اسراییلو خدای دوه ځلې سلیمان ته ورښکاره شوی ؤ او هغه ته یې حکم کړی ؤ چې د پردیو خدایانو عبادت دې نه کوي، خو بیاهم سلیمان د څښتن اطاعت ونه کړ او د هغه څخه یې پیروي ونه کړه. نو څښتن سلیمان ته په قهر شو
11او ورته یې وویل:
12خو بیا به هم زه دا کار ستا د پلار داود په خاطر ستا په ژوندانه کې ونه کړم، بلکه ستا د زوی د پادشاهۍ په وخت کې به یې وکړم.
13خو زه به ټوله پادشاهي د هغه څخه وانخلم، بلکه هغه ته به یوه قبیله زما د خدمتګار داود په خاطر او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې غوره کړی دی ورکړم.>
14نو څښتن د سلیمان په ضد یو دښمن راپورته کړ، یعنې ادومي حداد چې د ادوم د شاهي کورنۍ څخه ؤ.
15-
16ډېر پخوا، کله چې داود د ادوم سره جګړه کوله، د هغه د لښکرو قوماندان یوآب د مړو د ښخولو دپاره هغه ځای ته لاړ. هغه د خپلو نفرو سره شپږ میاشتې په ادوم کې پاتې شو او په هغه وخت کې هغوی د ادوم ټول نارینه ووژل،
17پرته له حداد او د هغه د پلار د ځینو ادومي خدمتګارانو څخه، چې مصر ته وتښتېدل. (په هغه وخت کې حداد هلک ؤ.)
18هغوی د مدیان څخه روان شول او فاران ته لاړل. د فاران څخه یې د ځان سره نفر واخیستل او په مصر کې فرعون پادشاه ته ورغلل. هغه حداد ته کور او ځمکه ورکړه او خواړه یې ورته تیارول.
19فرعون د حداد څخه دومره خوشاله ؤ چې هغه ورته د خپلې ښځې خور یعنې د ملکې تحفنیس خور ورکړه.
20هغې حداد ته زوی وزېږاوه چې ګنوبت نومېده او تحفنیس په شاهي ماڼۍ کې د هغه روزنه کوله. ګنوبت هلته د فرعون د زامنو سره اوسېده.
21کله چې په مصر کې حداد ته خبر ورسېد چې داود او د هغه د لښکرو قوماندان یوآب مړه شوي دي، نو حداد فرعون ته وویل:
22فرعون پوښتنه وکړه: حداد ځواب ورکړ:
23خدای د سلیمان په مقابل کې یو بل دښمن هم، یعنې رزون د الیداع زوی راپورته کړ چې هغه د خپل بادار، هدد عزر څخه چې د صوبې پادشاه ؤ، تښتېدلی ؤ.
24هغه خپل شاوخوا ته یو څو نفره راټول کړل او د یاغیانو د ډلې مشر شو. دا په هغه وخت کې وشو چې داود د صوبې ځواکونه له منځه یوړل. یاغیان دمشق ته لاړل، هلته هغوی ځای په ځای شول او د هغه ځای کنترول یې په لاس کې ونیوه.
25برسېره پر هغې نارامۍ چې د حداد له خوا راپیدا کېدله، رزون هم د سلیمان د ژوند تر پایه د اسراییلو دښمن ؤ. رزون په سوریې باندې پادشاهي کوله او د اسراییلو څخه یې کرکه کوله.
26همدارنګه د نباط زوی یروبعام هم د پادشاه په مقابل کې یاغي شو. هغه د افرایم د صریده او د سلیمان د مامورانو څخه ؤ. د هغه مور صروعه نومېدله او کونډه وه.
27دا هغه قصه ده چې څنګه هغه د پادشاه په مقابل کې یاغي شو.سلیمان د خپل پلار داود د ښار د دېوال سوری جوړاوه او د ختیځې خوا ځمکه یې ډکوله.
28یروبعام یو تکړه ځوان ؤ او کله چې سلیمان متوجه شو چې هغه څومره سخت کار کوي، نو هغه یې د منسي او افرایم د قبیلو د ټولو مزدورانو مسئول وټاکه.
29یوه ورځ چې یروبعام د اورشلیم څخه بیرون روان ؤ، اخیا نبي چې د شیلوه څخه ؤ او نوې چپنه یې اغوستې وه په لاره کې د هغه سره مخامخ شو. هغوی دواړه په سارا کې یوازې وو.
30اخیا خپله نوې چپنه وویستله، هغه یې وشکوله او دولس ټوټې یې کړه.
31بیا یې یروبعام ته وویل:
32مګر د خپل خدمتګار داود او د اورشلیم په خاطر چې هغه مې د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه غوره کړی دی، سلیمان ته به یوه قبیله پرېږدم.
33زه ځکه دا کار کوم چې سلیمان او د اسراییلو خلکو زه پرېښودم او د پردیو خدایانو، یعنې د صیدونیانو د بت عشتاروت، د موآبیانو د بت کموش او د عمونیانو د بت مولک عبادت کوي. هغوی زما د امر سرغړونه کړې ده، هغوی ګناه کړې ده او زما د قوانینو او حکمونو څخه یې پیروي نه ده کړې لکه څنګه چې د سلیمان پلار داود کوله.
34مګر زه به د سلیمان څخه ټوله پادشاهي وانخلم. د خپل خدمتګار داود په خاطر چې ما غوره کړی ؤ او زما حکمونه او قوانین یې عملي کړي وو هغه به پرېږدم چې د خپل مرګ تر وخته پورې پادشاه وي.
35د سلیمان د زوی څخه به پادشاهي واخلم او تاته به لس قبیلې درکړم.
36خو زه به یوه قبیله د هغه زوی ته پرېږدم، ترڅو زما د خدمتګار داود څراغ په اورشلیم کې، په هغه ښار کې چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی تل روښانه پاتې شي.
37ای یروبعامه! زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په هغې ټولې سیمې باندې به پادشاهي وکړې چې ته یې غواړې.
38که چېرې په کامل ډول زما اطاعت وکړې، زما د قوانینو په مطابق ژوند وکړې، زما حکم سرته ورسوې او هغه کار وکړې چې زما په نظر ښه دی لکه څنګه چې زما خدمتګار داود کول، نو زه به تل ستا سره یم. زه به تا د اسراییلو پادشاه کړم او په یقین سره به داسې وکړم لکه څنګه چې ما د داود دپاره وکړل، چې ستا اولاده به ستا څخه وروسته پادشاهي کوي.
39زه به د سلیمان د ګناه له کبله د داود اولادې ته سزا ورکړم، مګر تر ابده پورې نه.>
40په دې خاطر سلیمان هڅه وکړه چې یروبعام ووژني، مګر یروبعام د مصر پادشاه شیشق ته وتښتېد او د سلیمان تر مړینې پورې هلته پاتې شو.
41د سلیمان د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې، دا چې هغه څه کړي دي او هغه حکمت چې هغه ښودلی ؤ، د سلیمان د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
42سلیمان څلوېښت کاله په اورشلیم کې په ټولو اسراییلو باندې پادشاهي وکړه.
43نو وروسته هغه مړ شو او د خپل پلار داود په ښار کې ښخ شو. د سلیمان په ځای د هغه زوی رحبعام پادشاه شو.