Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1ارحبعام شکیم ته لاړ، ځکه چې ټول اسراییلیان هلته راغونډ شوي وو چې هغه پادشاه کړي.
2کله چې د نباط زوی یروبعام چې د سلیمان له لاسه مصر ته تښتېدلی ؤ، دا خبر واورېد، هغه په مصر کې نور هم پاتې شو.
3خو هغوی یروبعام راوغوښت او هغه او د اسراییلو ټول خلک رحبعام ته ورغلل او هغه ته یې وویل:
5رحبعام په ځواب کې وویل: نو هغوی لاړل.
6وروسته بیا رحبعام د هغو سپین ږیرو سره مشوره وکړه چې د هغه د پلار سلیمان په ژوندانه کې یې د هغه خدمت کاوه. هغه پوښتنه وکړه:
7هغوی ځواب ورکړ:
8مګر رحبعام هغه مشوره چې سپین ږیرو ورته ورکړې وه د هغې پروا یې ونه ساتله او د هغو ځوانانو سره یې مشوره وکړه چې د هغه سره لوی شوي وو او د هغه خدمت یې کاوه.
9د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه:
10هغو ځوانانو په ځواب کې وویل:
11زما پلار په تاسو باندې دروند بار ایښی ؤ، زه به هغه نور هم دروند کړم. زما پلار تاسو په قمچینو باندې وهلئ، زه به تاسو په اغزي لرونکو قمچینو باندې ووهم.>
12لکه څنګه چې رحبعام پادشاه ویلي وو درې ورځې وروسته یروبعام او ټول خلک هغه ته بېرته راغلل.
13پادشاه د سپین ږیرو د مشورې پروا ونه ساتله او خلکو ته یې ډېر سخت ځواب ورکړ.
14هغه د هغو ځوانانو مشوره ومنله او ویې ویل:
15نو په دې توګه پادشاه د خلکو خبره ونه منله، ځکه چې په دې کې د څښتن غوښتنه وه، ترڅو هغه خبره سرته ورسیږي چې څښتن د اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ د نباط زوی یروبعام ته کړې وه.
16کله چې ټولو اسراییلیانو ولیدل چې پادشاه د هغوی خبره ونه منله، هغوی چیغې ووهلې: نو اسراییلیان خپلو کورونو ته لاړل.
17رحبعام یوازې په هغو خلکو باندې پادشاهي کوله چې د یهودا په ښارګوټو کې اوسېدل.
18رحبعام پادشاه د بېګارۍ کارونو مسئول ادورام، اسراییلیانو ته واستاوه، مګر ټولو هغه سنګسار کړ او ویې واژه. خو رحبعام په بیړه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور شو او اورشلیم ته وتښتېد.
19نو د اسراییلو شمالي قبیلو د هغې ورځې نه وروسته د داود د شاهي کورنۍ په وړاندې یاغیتوب پیل کړ.
20کله چې د اسراییلو خلکو واورېدل چې یروبعام د مصر څخه راستون شوی دی، هغه ته یې بلنه ورکړه چې د اسراییلو غونډې ته راشي. یروبعام د هغوی بلنه ومنله او هغه یې د خپل پادشاه په توګه غوره کړ. یوازې د یهودا قبیله د داود د کورنۍ سره وفاداره پاتې شوه.
21کله چې رحبعام اورشلیم ته ورسېد، هغه د یهودا او بنیامین د قبیلو څخه یوسلو اتیا زره غوره شوي عسکر راغونډ کړل. هغه پرېکړه وکړه چې په اسراییلو باندې حمله وکړي او د اسراییلو شمالي قبیلې یو ځل بیا تر خپل واک لاندې راولي.
22مګر خدای شمعیه نبي ته وویل:
24د اسراییلو په خلکو باندې چې ستاسو ورونه دي حمله ونه کړئ، ټول خپلو کورونو ته لاړ شئ. هغه څه چې پېښ شوي دي هغه زما رضا ده.> نو هغوی ټولو د څښتن د حکم څخه اطاعت وکړ او بېرته خپلو کورونو ته لاړل.
25د اسراییلو پادشاه یروبعام د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شکیم ښار ښه ودان کړ او هلته په کې واوسېده. وروسته بیا له هغه ځای څخه لاړ او د فنوعیل ښارګوټی یې هم ښه ودان کړ.
26-
27یروبعام په خپل زړه کې وویل:
28د خپلو سلاکارانو څخه د مشورې اخیستلو وروسته پادشاه د سرو زرو دوه سخوندران جوړ کړل. قوم ته یې وویل:
29هغه د سرو زرو یو سخوندر په بیت ئیل کې او بل یې په دان کې کېښود.
30په دې کار سره قوم ګناه وکړه او هغوی به د سخوندرانو د عبادت دپاره حتیٰ تر دان پورې تلل.
31یروبعام په غونډیو باندې د عبادت ځایونه جوړ کړل. هغه د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل، که څه هم هغوی لاویان نه وو.
32هغه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ د هغه اختر په شان چې په یهودا کې لمانځل کېده اختر جوړ کړ. په بیت ئیل کې به یې د قربانۍ په ځای هغو سخوندرانو ته چې ده جوړ کړي وو قربانۍ وړاندې کولې. همدارنګه هغه په بیت ئیل کې د هغو عبادت ځایونو دپاره چې یې جوړ کړي وو کاهنان وټاکل.
33په دې توګه د اتمې میاشتې په پنځلسمه ورځ، یعنې هغه میاشت چې یروبعام په خپله ټاکلې وه، هغه د اسراییلیانو دپاره د اختر دود پیل کړ او د قربانۍ په هغه ځای کې یې چې هغه په بیت ئیل کې جوړ کړی ؤ قربانۍ وړاندې کړې.