Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1یو نبي د څښتن په امر د یهودا څخه بیت ئیل ته لاړ او کله چې هلته ورسېده، یروبعام د قربانۍ وړاندې کولو په خاطر د قربانۍ په ځای کې ولاړ ؤ.
2هغه نبي د څښتن په حکم د قربانۍ د ځای په ضد وینا وکړه:
3وروسته نبي یوه نښه وړاندې کړه، ویې ویل:
4کله چې یروبعام پادشاه دا واورېدل، هغه خپل لاس د قربانۍ د ځای څخه د نبي خواته وراوږد کړ او ویې ویل: مګر هغه لاس چې یې د نبي خواته اوږد کړی ؤ شل شو، داسې چې هغه ونه شو کولی هغه بېرته خپل ځان ته راکش کړي.
5نو د هغې نښې په مطابق چې د نبي له خوا د څښتن په نامه وړاندې شوې وه، د قربانۍ ځای راولوېده، دوه ټوټې شو او ایرې یې بیرون توی شوې.
6یروبعام پادشاه نبي ته وویل: نبي څښتن ته دعا وکړه او د پادشاه لاس روغ شو او بېرته هماغسې شو لکه څنګه چې پخوا ؤ.
7پادشاه نبي ته وویل:
8مګر نبي پادشاه ته په ځواب کې وویل:
9څښتن ماته امر کړی دی چې نه به څه شی خورم، نه به څه شی څښم او په هغې لار چې راغلی یم په هغې به بېرته خپل کور ته نه ستنېږم.>
10نو په هغې لارې چې هغه بیت ئیل ته راغلی ؤ بېرته په هغې لاړ نه شو، بلکه په بله لار لاړ.
11په هغه وخت کې په بیت ئیل کې یو زوړ نبي اوسېده. د هغه زامن راغلل او هغه څه چې د یهودا نبي په هغه ورځ په بیت ئیل کې کړي وو او هغه څه چې هغه یروبعام پادشاه ته ویلي وو خپل پلار ته بیان کړل.
12زوړ نبي د خپلو زامنو څخه پوښتنه وکړه: نو هغوی ورته هغه لاره وښودله.
13بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: هغوی همداسې وکړل او هغه ورباندې سپور شو
14او د نبي پسې لاړ. ویې لیدل چې هغه د څېړۍ د ونې لاندې ناست دی، نو پوښتنه یې ورڅخه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
15زوړ نبي هغه ته وویل:
16د یهودا نبي ځواب ورکړ:
17ځکه چې څښتن ماته امر کړی دی چې دلته به نه څه شی خورم، نه به څه څښم او په هغې لارې چې راغلی یم بېرته به په هماغې لارې خپل کور ته نه ستنېږم.>
18وروسته بیا هغه زوړ نبي چې د بیت ئیل څخه ؤ هغه ته وویل: مګر زوړ نبي هغه ته دروغ وویل.
19نو د یهودا نبي د هغه سره ستون شو او د هغه په کور کې یې ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې.
20په هغه وخت کې چې هغوی په دسترخوان باندې ناست وو، هغه زوړ نبي د څښتن پیغام تر ��اسه کړ.
21هغه د یهودا په نبي باندې غږ وکړ:
22ته بېرته ستون شوې او په هغه ځای کې چې ته منع شوې وې تا ډوډۍ وخوړله او اوبو دې وڅښلې. له دې کبله به ستا مړی ستا د نیکونو په هدیره کې ښخ نه شي.>
23کله چې هغه د خوړلو او څښلو څخه وزګار شو، نو زوړ نبي د یهودا د نبي دپاره په خره باندې کته واچوله
24او د یهودا نبي لاړ. په لاره کې زمری ورسره مخامخ شو او هغه یې وواژه. د هغه مړی په لاره کې پروت ؤ، خر او زمری د هغه په څنګ کې ولاړ وو.
25ځینې خلک په لاره تېرېدل او په لاره کې یې مړی ولید چې زمری یې په څنګ کې ولاړ ؤ. هغوی بیت ئیل ته ورغلل او څه چې دوی لیدلي وو خلکو ته یې وویل.
26کله چې زوړ نبي دا خبره واورېدله هغه وویل:
27وروسته بیا هغه خپلو زامنو ته وویل: هغوی همداسې وکړل.
28هغه روان شو او ویې لیدل چې د نبي مړی په لاره کې پروت دی او زمری او خر لا تر اوسه هم د هغه په څنګ کې ولاړ دي. زمري نه مړی خوړلی او نه یې خر داړلی ؤ.
29زوړ نبي هغه مړی راپورته کړ، هغه یې په خره باندې بار کړ او بېرته یې خپل ښار ته راوړ چې په هغه باندې ویر وکړي او ښخ یې کړي.
30زوړ نبي هغه په خپله هدیره کې ښخ کړ او هغه او د هغه زامنو ورباندې ویر کاوه ویل یې:
31د هغه د ښخولو څخه وروسته نبي خپلو زامنو ته وویل:
32ځکه هغه پیغام چې د څښتن په حکم یې د بیت ئیل د قربانۍ د ځای په ضد او د هغو عبادت ځایونو په ضد چې د سامره په ښارګوټو کې دي ویلی ؤ، هغه به په یقین سره رښتیا شي.>
33حتیٰ له دې وروسته هم، د اسراییلو پادشاه یروبعام د خپلو بدو لارو څخه ونه ګرځېده، بلکه یو ځل بیا یې د مختلفو عبادت ځایونو دپاره د هر قسم خلکو څخه کاهنان وټاکل. هرچا چې غوښتل کاهن شي هغه به یې وقف کاوه.
34د دې ګناه په وجه د یروبعام پادشاهي پای ته ورسېدله او هغه او د هغه کورنۍ د ځمکې د مخ څخه ورکه شوه.