Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1ه هغه وخت کې د یروبعام پادشاه زوی ابیاه ناروغ شو.
2یروبعام خپلې ښځې ته وویل:
3لس ډوډۍ، یو څه کیکونه او یو منګوټی شات هغه ته یوسه. هغه به تاته ووایي چې زمونږ په زوی باندې به څه پېښیږي.>
4نو هغه په شیلوه کې د اخیا کور ته لاړه. د ډېر عمر په وجه اخیا ړوند شوی ؤ.
5څښتن اخیا ته ویلي وو: همدارنګه څښتن اخیا ته ویلي وو چې هغې ته څه ووایي. څښتن زیاته کړه:
6نو کله چې اخیا د کور په دروازه کې د هغې د پښو د قدمونو اواز واورېد، هغه وویل:
7لاړه شه او یروبعام ته ووایه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ته مې د خلکو له منځ څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې.
8د داود د کورنۍ څخه مې پادشاهي واخیستله او تاته مې درکړه. مګر ته زما د خدمتګار داود په شان نه وې، هغه ماته پوره وفادار ؤ، زما د حکمونو څخه یې اطاعت کاوه او یوازې هغه کارونه یې کول چې زما په نظر کې صحیح وو.
9تا د هغو ټولو پادشاهانو په پرتله چې ستا څخه مخکې وو ډېر ناوړه کارونه وکړل. د خپل ځان دپاره دې نور خدایان یعنې فلزي بتان جوړ کړل. زما قهر دې راوپاراوه او ماته دې شا کړه.
10له دې کبله به ستا په شاهي کورنۍ باندې بدبختي راولم. زه به ستا ټوله نارینه اولاده که هغه غلامان وي یا ازاد، یو شان ووژنم. زه به ستا کورنۍ وسوزوم لکه څنګه چې څوک خوشایي سوزوي، ترڅو ټول له منځه لاړ شي.
11ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په سارا کې مړ شي مرغان به یې وخوري، زه چې څښتن یم دا خبره کوم.>
12وروسته بیا هغه زیاته کړه:
13د اسراییلو ټول قوم به د هغه دپاره ویر وکړي او هغه به ښخ کړي. هغه به د یروبعام د کورنۍ یوازینی غړی وي چې ښخ به شي. ځکه چې هغه د یروبعام په کورنۍ کې هغه څوک دی چې د اسراییلو څښتن خدای په هغه کې یو څه ښه والی ویني.
14څښتن به د خپل ځان دپاره په اسراییلو باندې داسې یو پادشاه وټاکي چې هغه به د یروبعام کورنۍ له منځه یوسي، حتیٰ همدا اوس.
15څښتن به اسراییلو ته سزا ورکړي او هغوی به داسې ورپیږي لکه لوخه چې په اوبو کې رپیږي. هغه به د اسراییلو د قوم ریښه له دې ښې ځمکې څخه چې د هغوی نیکونو ته یې ورکړې وه له بېخه وباسي او هغوی به د فرات د سیند پورې خواته خپاره کړي، ځکه چې هغوی د اشیره د بتانو په جوړولو د هغه قهر راپارولی دی.
16څښتن به د اسراییلو څخه ځکه لاس واخلي چې یروبعام ګناه کړې ده او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی دی.>
17وروسته بیا د یروبعام ښځه ترزې ته ستنه شوه. څنګه چې هغې د کور په دروازې باندې پښه کېښوده، زوی یې مړ شو.
18لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې ښخ کړ او ټولو اسراییلو د هغه دپاره ویر وکړ.
19د یروبعام د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې یعنې د هغه جنګونه او دا چې هغه څنګه پادشاهي وکړه، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
20هغه دوه ویشت کاله پادشاهي وکړه او وروسته مړ او ښخ شو. د هغه زوی ناداب د هغه په ځای پادشاه شو.
21د سلیمان زوی رحبعام یوڅلوېښت کلن ؤ چې د یهودا پادشاه شو او هغه اوولس کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.
22د یهودا خلکو داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ډېر خراب وو او د خپلو نیکونو په پرتله یې ډېر ګناهونه وکړل چې د څښتن غیرت راوپاروي.
23همدارنګه هغوی د خپلو ځانونو دپاره د بتانو عبادت ځایونه جوړ کړل او په غونډیو باندې او د سیوري لرونکو ونو لاندې یې د عبادت دپاره د تیږو ستنې او د اشیره بتان کېښودل.
24ترټولو ډېره بده خبره دا وه چې د عبادت په ځایونو کې لواطت کاران او فاحشې وې. د یهودا خلکو هغه ټول شرمناکه کارونه وکړل چې هغو قومونو به کول چې څښتن د اسراییلیانو د وړاندې تګ په وخت کې له هغې خاورې څخه وشړل.
25د رحبعام د پادشاهۍ په پنځم کال د مصر پادشاه شیشق په اورشلیم باندې حمله وکړه.
26هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یوړې. پرته له دې هغه ټول سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یوړل.
27نو رحبعام پادشاه د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله.
28هرکله به چې پادشاه د څښتن کور ته ورته، نو د ساتونکو ګارډ به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو خونې ته راوړل.
29د رحبعام د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
30په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه.
31رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. (د هغه د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه.) د رحبعام زوی ابیاه د هغه په ځای پادشاه شو.