Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1د نباط د زوی یروبعام د پادشاهۍ په اتلسم کال، ابیاه د یهودا پادشاه شو
2او هغه درې کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.
3ابیاه د خپل پلار په شان هماغسې ګناهونه وکړل او هغه د خپل غور نیکه داود معکوس خپل څښتن خدای ته په بشپړه توګه وفادار نه ؤ.
4مګر د داود په خاطر د هغه څښتن خدای ابیاه ته زوی ورکړ چې د هغه څخه وروسته په اورشلیم کې پادشاهي وکړي او اورشلیم خوندي وساتي - د داسې څراغ په شان چې نه مړ کیږي، د هغه شاهي کورنۍ به پای ته ونه رسیږي.
5څښتن ځکه داسې وکړل چې داود به هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده او هیڅکله یې د هغه د حکمونو څخه سرغړونه نه وه کړې، پرته د اوریا حیتي له پېښې څخه.
6هغه جګړه چې د رحبعام او یروبعام ترمنځ پیل شوې وه د ابیاه د ژوند تر پایه پورې یې دوام وکړ.
7د ابیاه د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. د ابیاه او یروبعام ترمنځ تل جګړه وه.
8ابیاه مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو او د هغه زوی آسا د هغه په ځای پادشاه شو.
9د اسراییلو د پادشاه یروبعام د پادشاهۍ په شلم کال، آسا د یهودا پادشاه شو.
10هغه یوڅلوېښت کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د نیا نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.
11آسا به د خپل غور نیکه داود په شان هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده.
12هغه د خپل هېواد څخه هغه ټول لواطت کاران او فاحشې چې د عبادت په ځایونو کې یې خدمت کاوه وشړلې او هغه ټول بتان چې د هغه نیکونو جوړ کړي وو لېرې کړل.
13هغه خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې یو کرغېړن د اشیره بت جوړ کړی ؤ. آسا هغه بت رانسکور کړ او د قدرون په خوړ کې یې وسوزاوه.
14که څه هم آسا ټولې بتخانې له منځه یو نه وړلې، مګر هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو.
15آسا سره زر، سپین زر او هغه ټول شیان چې د هغه پلار او هغه په خپله خدای ته وقف کړي وو، د خدای په کور کې کېښودل.
16د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.
17بعشا په یهودا باندې یرغل وکړ او د رامې د ښار په قوي کولو یې پیل وکړ په دې خاطر چې د یهودا د ټولو خلکو تګ او راتګ مخه ونیسي.
18نو آسا پادشاه هغه ټول سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې پاتې شوي وو واخیستل. هغه یې خپلو درباریانو ته وسپارل او هغه یې دمشق ته د سوریې پادشاه بنهدد د طبرمون زوی ته، چې د حزیون لمسی ؤ، د دې پیغام سره ولېږل:
20بنهدد پادشاه د آسا وړاندیز قبول کړ او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل بیت معکه، د جلیل جهیل او د نفتالي ټوله سیمه ونیوله.
21کله چې بعشا پادشاه واورېدل چې څه وشول، هغه د رامه د قوي کولو کار ودراوه او د ترزې ښار ته لاړ.
22وروسته بیا آسا پادشاه ټول یهودا ته حکم جاري کړ چې ټول خلک پرته له استثنا ��خه هغه ټولې تیږې او لرګي چې بعشا غوښتل د رامې ښار پرې قوي کړي، راوړي. آسا په دې موادو باندې مصفه او د بنیامین په سیمه کې د جبع ښار قوي کړ.
23نور ټول هغه کارونه چې آسا پادشاه د خپلې پادشاهۍ په دوران کې کړي دي، یعنې د هغه د زورورتوب کارونه او هغه ښارونه چې هغه جوړ کړي دي هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. مګر په زوړوالي کې هغه د پښو په ناروغۍ باندې اخته شو.
24وروسته آسا مړ شو او د خپل پلار داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یهوشافاط د هغه په ځای پادشاه شو.
25د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دوهم کال، د یروبعام پادشاه زوی ناداب د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه.
26لکه څنګه چې د هغه پلار د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.
27بعشا د اخیا زوی چې د یساکار د قبیلې څخه ؤ، د ناداب په ضد یې دسیسه جوړه کړه او کله چې ناداب او ټولو اسراییلي لښکرو د جبتون ښار چې په فلسطین کې ؤ محاصره کاوه، بعشا ناداب وواژه.
28دا پېښه د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال وشوه. نو بعشا د ناداب په ځای د اسراییلو پادشاه شو.
29څنګه چې هغه پادشاه شو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي یې ووژل. څرنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ ویلي وو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي ووژل شول او یو هم ژوندی پاتې نه شو.
30دا پېښه ځکه وشوه چې یروبعام ګناه وکړه، د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېده او په دې ډول یې د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
31د ناداب د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
32د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.
33د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال، د اخیا زوی بعشا د ټولو اسراییلو پادشاه شو او هغه څلورویشت کاله په ترزې کې پادشاهي وکړه.
34لکه څنګه چې یروبعام د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.