Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1څښتن د حناني د زوی ییهو نبي سره خبرې وکړې او هغه ته یې د بعشا دپاره دا پیغام ورکړ:
3نو زه به تا او ستا کورنۍ د یروبعام د کورنۍ په شان له منځه یوسم.
4ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي هغه به سپي وخوري او هغه چې په صحرا کې مړ شي مرغان به یې وخوري.>
5د بعشا د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
6بعشا مړ او په ترزې کې ښخ شو. د هغه زوی ایله د هغه په ځای پادشاه شو.
7دا پیغام د څښتن له خوا د ییهو نبي په وسیله د بعشا او د هغه د کورنۍ په ضد د بعشا د هغې ګناه له کبله ورکړل شو چې د څښتن په مقابل کې یې کړې وه. هغه د څښتن قهر نه یوازې په دې راوپاراوه چې هغه داسې بد کارونه وکړل، لکه څنګه چې د هغه څخه مخکې یروبعام پادشاه کړي وو، بلکه په دې هم چې هغه د یروبعام ټوله کورنۍ ووژله.
8د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په شپږویشتم کال، ایله د بعشا زوی د اسراییلو پادشاه شو او هغه دوه کاله په ترزه کې پادشاهي وکړه.
9زیمري چې د هغه د عسکري منصبدارانو د ډلې څخه ؤ او د نیمو شاهي جنګي ګاډیو مشري یې په غاړه وه د هغه په ضد یې یوه دسیسه جوړه کړه. یوه ورځ ایله په ترزې کې د ارصا په کور کې چې د ماڼۍ مسئول ؤ، نېشه کوله.
10زیمري کور ته ورننوت، ایله یې وواژه او د هغه په ځای پادشاه شو. دا پېښه د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اووه ویشتم کال وشوه.
11څنګه چې زیمري پادشاهي پیل کړه او په تخت کښېناست، هغه د بعشا د کورنۍ ټول غړي ووژل. د هغه هیڅ یو نارینه خپلوان یا دوست یې ژوندی پرېنښود.
12نو د هغه څه په مطابق چې څښتن د ییهو نبي په وسیله د بعشا په ضد ویلي وو، زیمري د بعشا ټوله کورنۍ ووژله.
13د هغوی د بت پرستۍ او ګناهونو له کبله او په دې خاطر چې هغوی د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلي وو، بعشا او د هغه زوی ایله د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
14د ایله د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
15د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اووه ویشتم کال، زیمري اووه ورځې په ترزې کې په اسراییلو باندې پادشاهي وکړه. په دې وخت کې اسراییلي لښکرو د فلسطین د جبتون ښار محاصره کاوه.
16کله چې هغوی واورېدل چې زیمري د پادشاه په ضد دسیسه جوړه کړې ده او هغه یې وژلی دی، په هماغه ورځ هغوی ټولو په کمپ کې خپل قوماندان عمري د اسراییلو د پادشاه په توګه وټاکه.
17عمري د خپلو لښکرو سره د جبتون څخه لاړ او ترزه یې محاصره کړه.
18کله چې زیمري ولیدل چې ښار ونیول شو، هغه د ماڼۍ دنننۍ کلا ته ورننوت، کلا ته یې اور واچاوه او د اور په لمبو کې مړ شو.
19دا پېښه د څښتن په وړاندې د هغه د ګناهونو له کبله وشوه. د یروبعام په شان هغه د خپلې ګناه په وسیله او دا چې د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی ؤ، څښتن خفه کړ.
20نور ټول هغه کارونه چې زیمري کړي دي چې په هغو کې د هغه د دسیسې جوړولو قصه هم شامله ده د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
21په هغه وخت کې د اسراییلو قوم په د��ه ډلو باندې ووېشل شو. نیم قوم د جینت د زوی تبني څخه ملاتړ کاوه چې هغه پادشاه شي او نیم د عمري څخه ملاتړ کاوه.
22مګر په پای کې د عمري پلویان برلاسي شول. نو تبني مړ شو او عمري پادشاه شو.
23د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په یو دېرشم کال، عمري د اسراییلو پادشاه شو او دولس کاله یې پادشاهي وکړه. اولني شپږ کاله یې په ترزه کې پادشاهي وکړه.
24وروسته یې د سامره غونډۍ په اویا کیلوګرامو سپینو زرو د سامر په نوم د یو سړي څخه واخیستله. عمري د هغه غونډۍ څخه پاخه دېوالونه تاو کړل، هلته یې یو ښار جوړ کړ او په هغه یې سامره نوم کېښود، یعنې هغه یې د غونډۍ د پخواني خاوند سامر په نوم یاد کړ.
25عمري د هغو ټولو پادشاهانو په نسبت چې د ده څخه مخکې تېر شوي وو د څښتن په مقابل کې زیاته ګناه وکړه.
26عمري د یروبعام په شان هم ګناه وکړه او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېد. هغوی په خپلې بت پرستۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.
27د عمري د پادشاهۍ نورې پېښې او د هغه د زورورتوب کارونه د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
28عمري مړ شو او په سامره کې ښخ شو. د هغه زوی اخاب د هغه په ځای پادشاه شو.
29د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په اته دېرشم کال، اخاب د عمري زوی د اسراییلو پادشاه شو او دوه ویشت کاله یې په سامره کې پادشاهي وکړه.
30اخاب د هغو ټولو پادشاهانو په پرتله چې د هغه څخه مخکې تېر شوي وو د څښتن په مقابل کې زیاته ګناه وکړه.
31د هغه دپاره دا کافي نه وه چې د یروبعام پادشاه په څېر ګناه وکړي. هغه نور هم مخکې لاړ او د صیدون د پادشاه اتبعل د لور ایزابل سره یې واده وکړ، هم یې د بعل خدمت او هم هغه ته سجده وکړه.
32هغه په سامره کې د بعل دپاره یو عبادت ځای جوړ کړ، د هغه دپاره یې د قربانۍ ځای هم جوړ کړ او هغه یې د عبادت په ځای کې ځای په ځای کړ.
33همدارنګه اخاب د اشیره بت هم جوړ کړ او هغه د اسراییلو د مخکینیو پادشاهانو په پرتله ډېر داسې کارونه وکړل چې د اسراییلو د څښتن خدای قهر یې راوپاراوه.
34د هغه د پادشاهۍ په دوران کې د حي ئیل په نوم یو نفر چې د بیت ئیل څخه ؤ د اریحا ښار یې یو ځل بیا ودان کړ. لکه څنګه چې څښتن د نون د زوی یوشع په وسیله وړاندوینه کړې وه، کله چې حي ئیل د اریحا بنسټ کېښود، خپل مشر زوی ابیرام یې له لاسه ورکړ او چې کله یې د هغې دروازې جوړې کړې، نو خپل کشر زوی سجوب یې له لاسه ورکړ.