Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1یو نبي چې ایلیا نومېده او د جلعاد د تشبي څخه ؤ، اخاب پادشاه ته وویل:
2بیا څښتن ایلیا ته وویل:
4د خوړ څخه به اوبه څښې او کارغانو ته مې امر کړی دی چې هلته به ډوډۍ درته راوړي.>
5ایلیا د څښتن حکم قبول کړ، لاړ او د اردن په ختیځ کې د کریت د خوړ په غاړه کې اوسېده.
6هغه به د خوړ اوبه څښلې او کارغانو به ورته هر سهار او هر ماښام ډوډۍ او غوښه راوړله.
7څه موده وروسته خوړ وچ شو، ځکه چې په هېواد کې باران نه ؤ.
8هغه وخت څښتن ایلیا ته وویل:
10نو ایلیا زرفت ته لاړ او څنګه چې هغه د ښارګوټي دروازې ته ورسېد، یوه کونډه ښځه یې ولیدله چې د سوزولو لرګي یې راټولول. هغې ته یې غږ وکړ او ورته ویې ویل:
11څنګه چې هغه روانه شوه چې اوبه راوړي ایلیا ورباندې غږ وکړ:
12هغې ځواب ورکړ:
13ایلیا هغې ته وویل:
14ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: تر هغې ورځې پورې چې زه څښتن باران ونه وروم، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل به دې خلاص نه شي.>
15کونډه ښځه لاړه او څنګه چې ایلیا ورته ویلي وو هماغسې یې وکړل او هغوی درې واړو د ډېرو ورځو دپاره پوره خواړه درلودل.
16لکه څنګه چې څښتن د ایلیا نبي په وسیله وعده کړې وه، د منګي اوړه او د کوزړۍ تېل خلاص نه شول.
17څه موده وروسته د کور د خاوندې، یعنې د کونډې زوی ناروغ شو. د هغه حال د بدو څخه بدتر شو او آخر هغه مړ شو.
18هغې ایلیا ته وویل:
19ایلیا ځواب ورکړ: ایلیا هغه د مور د غېږې څخه واخیست، هغه یې هغې بالا خانې ته یووړ چې هغه په کې اوسېده او په خپله بستره باندې یې څملاوه.
20وروسته بیا هغه څښتن ته فریاد وکړ:
21بیا ایلیا درې ځلې په هغه هلک باندې ځان وروغزاوه او زارۍ یې وکړه:
22څښتن د ایلیا دعا او زارۍ قبوله کړه، په هلک کې ساه راپیدا شوه او هغه بېرته راژوندی شو.
23ایلیا هغه ماشوم راپورته کړ او لاندې یې راکوز کړ. هغه یې خپلې مور ته ورکړ او ویې ویل:
24هغې په ځواب کې وویل: