Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
46 verses
1ډېره موده وروسته، د وچکالۍ په دریم کال څښتن ایلیا ته وویل:
2نو ایلیا روان شو چې د اخاب سره وګوري.په سامره کې ډېره سخته قحطي وه
3او اخاب د خپلې ماڼۍ مسئول عوبدیا راوغوښت. (عوبدیا د څښتن څخه ډېر وېرېده.
4هغه وخت چې ایزابل هڅه وکړه چې د څښتن نبیان ووژني، عوبدیا سل تنه نبیان بوتلل، پنځوس، پنځوس تنه یې په دوه سمڅو کې پټ کړل او هغوی ته به یې خواړه او اوبه وررسول.)
5اخاب عوبدیا ته وویل:
6نو هغوی موافقه وکړه چې څوک به د ځمکې کومه برخه د واښو دپاره لټوي. اخاب یوازې په یوه خوا لاړ او عوبدیا یوازې بلې خواته.
7کله چې عوبدیا په لاره روان ؤ، ایلیا د هغه سره مخامخ شو. عوبدیا هغه وپېژانده، هغه ته په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل:
8هغه ځواب ورکړ:
9عوبدیا ځواب ورکړ:
10ستاسو د ژوندي څښتن خدای په نامه قسم خورم چې داسې قوم یا پادشاهي نشته چې اخاب ستاسو د لټولو دپاره هغه ځای ته یو نفر نه وي استولی. هرکله به چې هغوی اخاب ته پیغام ورلېږه چې ایلیا دلته نشته، نو اخاب به هغه پادشاه مجبوراوه چې قسم وخوري: ایلیا دلته نشته.
11خو اوس تاسو وایئ چې لاړ شه او ووایه: ایلیا دلته دی.
12که چېرې زه لاړ شم او د څښتن روح تاسو یو نامعلوم ځای ته بوځي بیا به څه کیږي؟ نو که چېرې اخاب ته ووایم چې تاسو دلته یئ او هغه مو پیدا نه کړي، ما به ووژني. دا مه هېروئ چې زه د هلکتوب څخه د څښتن نه ډېر وېرېدم.
13ای زما باداره، آیا تاسو نه دي اورېدلي چې کله ایزابل د څښتن نبیان وژل، ما څه وکړل؟ ما سل تنه نبیان په دوه سمڅو کې، یعنې په هره سمڅه کې پنځوس، پنځوس تنه پټ کړل او هغوی ته مې خواړه او اوبه ورورسول.
14اوس تاسو راته وایئ چې خپل بادار ته ورشه او ورته ووایه چې ایلیا دلته دی. که چېرې زه دا کار وکړم، هغه به ما ووژني!>
15ایلیا په ځواب کې وویل:
16نو عوبدیا، اخاب پادشاه ته ورغی او هغه یې خبر کړ او اخاب د ایلیا د لیدنې او کتنې دپاره ور روان شو.
17کله چې هغه ایلیا ولید ورته ویې ویل:
18ایلیا ځواب ورکړ:
19اوس د اسراییلو ټول قوم راوغواړه چې د کرمل په غره کې زما سره لیدنه او کتنه وکړي. د بعل څلورسوه پنځوس نبیان او د اشیره څلورسوه نبیان چې د ایزابل په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري راوله.>
20نو اخاب ټول اسراییلیان او د بعل نبیان راوغوښتل چې د کرمل په غره باندې سره راغونډ شي.
21ایلیا د قوم مخې ته ورغی او ویې ویل:
22بیا ایلیا هغوی ته وویل:
23دوه غوایان مونږ ته راولئ. د بعل نبیان دې یو غویی د خپل ځان دپاره غوره کړي، هغه دې ټوټې ټوټې کړي او په لرګیو باندې دې کېږدي، خو هغه ته دې اور نه اچوي. زه به د هغه بل غویي سره همداسې وکړم.
24بیا تاسو خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ او زه به څښتن ته دعا او زارۍ وکړم. هر یوه چې اور راواستاوه، هغه خدای دی.>وروسته بیا ټول قوم وویل:
25نو ایلیا د بعل نبیانو ته وویل:
26بیا هغوی هغه غویی چې هغوی ته ورکړل شوی ؤ واخیست، هغه یې تیار کړ او له سهار څخه تر غرمې پورې یې د بعل په نامه دعا او زارۍ وکړې. هغوی چیغې وهلې: او د هغه قربانۍ ځای ګردچاپېره یې نڅاګانې کولې چې هغوی جوړ کړی ؤ، مګر هیڅ ځواب رانغی.
27د غرمې په وخت ایلیا په هغوی باندې ملنډې وهل شروع کړل او ویې ویل:
28نو هغوی په ډېر لوړ اواز سره چیغې ووهلې او د خپل رواج له مخې یې خپل ځانونه په تورو او نېزو باندې زخمیان کړل تر دې چې د هغوی د بدنونو څخه وینې وبهېدلې.
29غرمه تېره شوه او هغوی د ماسپښینه پورې خپل د لېونتوب نبوت کاوه. مګر نه کوم اواز واورېدل شو، نه چا ځواب ورکړ او نه چا کومه توجه وکړه.
30وروسته بیا ایلیا قوم ته وویل: هغوی ټول ورغلل او ایلیا د څښتن هغه د قربانۍ ځای چې وران کړای شوی ؤ بېرته جوړ کړ.
31ایلیا دولس تیږې واخیستې، د یعقوب د زامنو د دولس قبیلو څخه د هرې قبیلې دپاره یوه یوه تیږه. (یعقوب هغه سړی دی چې څښتن ورته ویلي وو چې .)
32د دې تیږو څخه هغه څښتن ته د عبادت کولو دپاره د قربانۍ ځای ودان کړ. د هغه شاوخوا یې یو لوی لښتی وکینده، دومره لوی چې څوارلس لیتره اوبه په کې ځائېدلې.
33وروسته یې د قربانۍ په ځای باندې لرګي ځای په ځای کړل، غویی یې ټوټې ټوټې کړ او په لرګیو باندې یې کېښود. هغه وویل: هغوی همداسې وکړل
34او هغه وویل: او هغوی همدا کار وکړ. هغه وویل: او هغوی همداسې وکړل.
35د قربانۍ د ځای ګردچاپېره اوبه جاري شوې او لښتی هم ډک شو.
36ماسپښین چې د قربانۍ کولو وخت ؤ، ایلیا نبي د قربانۍ ځای ته رانژدې شو او دعا یې وکړه:
37ای څښتنه! ځواب راکړه، ماته ځواب راکړه، ترڅو خلک په دې باندې پوه شي چې ته څښتن خدای یې او ته یې چې هغوی بېرته خپل ځان ته رااړوې.>
38څښتن اور رانازل کړ او قرباني، لرګي، تیږې او خاوره یې وسوزوله او په لښتي کې یې اوبه وچې کړې.
39کله چې خلکو دا ولیدل، ځانونه یې په ځمکه باندې وغورزول او چیغې یې ووهلې:
40هغه وخت ایلیا هغوی ته حکم وکړ: هغوی یې ونیول او ایلیا هغوی د قیشون خوړ ته کوز کړل او هلته یې ووژل.
41ایلیا اخاب ته وویل:
42کله چې اخاب روان شو چې څه وخوري او وڅښي، ایلیا د کرمل د غره څوکې ته وخوت، ځمکې ته ورټیټ شو او خپل سر یې د زنګنونو په منځ کې کېښود.
43هغه خپل خدمتګار ته وویل: خدمتګار لاړ او بېرته راستون شو، ویې ویل: په دې توګه ایلیا اووه ځلې هغه ولېږه.
44هغه په اووم ځل بېرته راغی او ویې ویل: ایلیا خپل خدمتګار ته امر وکړ:
45په ډېر لږ وخت کې اسمان په تورو ورېځو کې پټ شو، باد راوالوت او سخت باران پیل شو. اخاب خپلې ګاډۍ کې سپور شو او بېرته یزرعیل ته روان شو.
46څښتن ایلیا ته قوت ورکړ، هغه خپل کالي په ملا پورې کلک وتړل او تر یزرعیل پورې په ټوله لاره کې د اخاب په مخکې ځغلېده.