Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1نو بیا اخاب خپلې ښځې ایزابل ته دا ټولې خبرې وکړې چې ایلیا څه کړي وو او څنګه یې د بعل نبیان ووژل.
2هغې ایلیا ته یو استازی واستاوه چې هغه ته داسې ووایي:
3ایلیا ووېرېده او د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېد. کله چې هغه بئرشبع ته چې په یهودا کې ده راغی، خپل نوکر یې هلته پرېښود.
4هغه په خپله یوه ورځ په دښته کې سفر وکړ. د جارو بوټي ته ورسېده، د هغه لاندې کښېناست او دعا یې وکړه چې مړ شي. هغه وویل:
5وروسته بیا هغه د بوټي لاندې پرېوت او ویده شو.ناڅاپه یوې فرښتې هغه لمس کړ او ورته ویې ویل:
6هغه شاوخوا ته وکتل او ویې لیدل چې سرته یې یوه ډوډۍ چې په تودو سکرو باندې پخه شوې وه او د اوبو منګی ایښی ؤ. هغه ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې او بېرته څملاست.
7د څښتن فرښته د دوهم ځل دپاره راغله، هغه یې لمس کړ او ورته ویې ویل:
8نو هغه پاڅېد، ډوډۍ یې وخوړله او اوبه یې وڅښلې. د هغو خواړو په وسیله هغه قوت وموند او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې یې سفر وکړ ترڅو سینا یعنې د خدای غره ته ورسېد.
9هلته یوې څمڅې ته ورننوت او شپه یې په کې تېره کړه.ناڅاپه څښتن د ایلیا سره خبرې وکړې:
10هغه ځواب ورکړ:
11څښتن هغه ته وویل: څښتن په هغه ځای باندې تېر شو او یو سخت او قوي باد راوالوت چې غونډۍ یې سره جلا کړې او تیږې یې میده میده کړې، مګر څښتن خپله په هغه باد کې نه ؤ. باد ودرېد او وروسته بیا زلزله وشوه، مګر څښتن په خپله په زلزله کې نه ؤ.
12د زلزلې څخه وروسته اور راغی، مګر څښتن خپله په اور کې نه ؤ. له اور څخه وروسته یو نرم اواز راغی.
13کله چې ایلیا دا اواز واورېد، خپل مخ یې په چپنه باندې پټ کړ، بیرون ووت او د څمڅې په خوله کې ودرېد.په اواز کې ورته وویل شول:
14هغه ځواب ورکړ:
15څښتن هغه ته وویل:
16همدارنګه د نمشي زوی ییهو د اسراییلو د پادشاه په توګه وټاکه او د شافاط زوی الیشع چې د آبل محوله څخه دی هم وټاکه چې ستا په ځای نبي شي.
17هرڅوک چې د حزائیل له لاسه د وژل کېدو څخه وژغورل شي هغه به د ییهو په لاس ووژل شي او هرڅوک چې د ییهو څخه وتښتي د الیشع په لاس به ووژل شي.
18خو بیا به هم زه اووه زره نفره په اسراییلو کې ژوندي پرېږدم - یعنې هغه ټول چې ماته وفادار دي، بعل ته یې سجده نه ده کړې او نه یې د هغه بت ښکل کړی دی.>
19ایلیا لاړ او الیشع یې وموند چې په یوه جوړه غوایانو باندې یې قلبه کوله. یوولس جوړه غوایان د هغه څخه مخکې وو او په دولسمې جوړې باندې هغه خپله قلبه کوله. ایلیا خپله چپنه وایستله او الیشع ته یې ورواغوستله.
20الیشع خپل غوایان پرېښودل، د ایلیا پسې یې منډه کړه او ورته ویې ویل: ایلیا ځواب ورکړ:
21نو الیشع هغه پرېښود، خپل غوایان یې واخیستل او هغه یې حلال کړل. هغه د قلبې سامان وسوزاوه او غوښه یې ورباندې پخه کړه. هغه یې خلکو ته ورکړه او هغوی وخوړله. وروسته بیا هغه د ایلیا پسې روان شو او د هغه خدمتګار شو.