Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1د سوریې پادشاه بنهدد خپلې ټولې لښکرې سره راغونډې کړې او د نورو دوه دېرشو پادشاهانو له خوا چې اسونه او جنګي ګاډۍ ورسره وې د هغه ملاتړ کېده. سامره یې محاصره کړه او په هغې باندې یې برید وکړ.
2بنهدد ښار ته استازي ولېږل چې د اسراییلو پادشاه اخیاب ته ووایي:
4د اسراییلو پادشاه په ځواب کې وویل:
5وروسته بنهدد بیا استازي ورولېږل چې اخاب ته ووایي:
6مګر سبا په همدې وخت به زه خپل درباریان ستا ښار ته درولېږم چې ستا ماڼۍ او ستا د درباریانو کورونه ولټوي. هرڅه چې د هغوی خوښ شي هغه به واخلي او له ځان سره به یې یوسي.>
7اخاب پادشاه د هېواد ټول سپین ږیري راوغوښتل او هغوی ته یې وویل:
8سپین ږیرو او ټولو خلکو ځواب ورکړ:
9نو اخاب د بنهدد استازو ته ځواب ورکړ: هغوی لاړل او بنهدد ته یې بېرته ځواب وروړ.
10بیا بنهدد اخاب ته یو بل پیغام ورولېږه:
11اخاب پادشاه په ځواب کې وویل:
12بنهدد او نورو پادشاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل چې دا پیغام یې تر لاسه کړ. خپلو نفرو ته یې امر وکړ: بیا هغوی د جګړې دپاره خپل سنګرونه ونیول.
13په هماغه وخت کې یو نبي اخاب پادشاه ته راغی او ویې ویل:
14اخاب پوښتنه وکړه: نبي په ځواب کې وویل: هغه پوښتنه وکړه: نبي ځواب ورکړ:
15نو اخاب هغه ځوانان عسکر چې د سیمه ایزو حکمرانانو تر امر لاندې وو او د هغوی شمېر ټول دوه سوه دوه دېرش تنو ته رسېده سره راټول کړل. وروسته بیا هغه د اسراییلو لښکر چې ټول اووه زره تنه وو جګړې ته تیار کړل.
16د غرمې په وخت، په داسې حال کې چې بنهدد او د هغه سره دوه دېرش ملګرو پادشاهانو په خپلو خېمو کې شراب څښل او نېشه کېدل، د اخاب لښکر جنګ ته راووتل.
17لومړی د سیمه ایزو حکمرانانو ځوانان عسکر مخکې شول. هغه ترصدچیان چې بنهدد لېږلي وو، هغه ته یې خبر ورکړ چې د سامرې څخه یوه ډله عسکر راروان دي.
18بنهدد امر وکړ:
19هغو د سیمه ایزو حکمرانانو د ځوانو عسکرو د جګړې مشري کوله او د اسراییلیانو لښکر ورپسې وو.
20هر یو خپل مخالف نفر وواژه. پاتې سوریایي عسکر وتښتېدل او اسراییلیان ورپسې شول. بنهدد په اس باندې سپور شو او د خپلو ځینو سپرو عسکرو سره وتښتېد.
21مګر اخاب او د هغه عسکرو هغوی تعقیب کړل او د هغوی اسونه او جنګي ګاډۍ یې له منځه یوړې. اخاب او اسراییلي لښکرو سوریایانو ته دروند زیان ورورساوه.
22وروسته، هغه نبي اخاب پادشاه ته ورغی او ویې ویل:
23په دې ترڅ کې، د بنهدد درباریانو هغه ته مشوره ورکړه:
24تاسو باید داسې کار وکړئ، هغه دوه دېرش پادشاهان لېرې کړئ او د هغوی په ځای د لښکرو قوماندانان وټاکئ.
25نو هغومره عسکر، اسونه او جنګي ګاډۍ تیارې کړئ ترڅو ستاسو لښکرې د پخوا په شان قوي شي. مونږ به د اسراییلي لښکرو سره په هواره ځمکه باندې جګړه وکړو او هغوی ته به ماتې ورکړو.> بنهدد ومنله او د هغوی په مشورې باندې یې عمل وکړ.
26په راتلونکي پسرلي کې بنهدد خپلې لښکرې راغونډې کړې او د افیق ښار ته روان شو چې له اسراییلو سره جګړه وکړي.
27اسراییلیان د جګړې دپاره راغونډ شول او د جګړې سامانونه یې واخیستل. هغوی روان شول او په دوو ډلو کې یې سوریایانو ته مخامخ خپلې خېمې ودرولې. ټوله سیمه د سوریایانو څخه ډکه وه، مګر اسراییلیان د هغوی په پرتله لکه د وزو د دوه کوچنیو رمو په شان ښکاره کېدل.
28یو نبي د دې پیغام سره د اسراییلو پادشاه اخاب ته ورغی او ورته ویې ویل:
29دواړه لښکرې په خپلو کمپونو کې د اووه ورځو دپاره یو بل ته مخامخ پاتې شوې. په اوومه ورځ جګړه پیل شوه او په هماغه ورځ اسراییلیانو سل زره سوریایي پیاده عسکر ووژل.
30د سوریایي لښکرو پاتې نفر بېرته افیق ته وتښتېدل، مګر په اووه ویشت زرو تنو باندې د ښار دېوال راولوېد.بنهدد هم د افیق ښار ته وتښتېد او د یو کور په دنننۍ کوټه کې پټ شو.
31د هغه درباریانو بنهدد ته وویل:
32هغوی د ویر کالي واغوستل او رسۍ یې په خپلو غاړو کې واچولې، بیا اخاب ته ورغلل او ویې ویل: اخاب پوښتنه وکړه:
33د بنهدد درباریانو دا یو نېک فال وګاڼه او کله چې هغه وویل: هغوی په چالاکۍ سره د هغه د خولې څخه خبره واخیستله: اخاب وویل: کله چې بنهدد بیرون راووت، اخاب هغه په خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور کړ.
34بنهدد وویل: اخاب ځواب ورکړ: بیا اخاب د هغه سره د سولې تړون وکړ او اخاب بنهدد ته اجازه ورکړه چې لاړ شي.
35په دې وخت کې د څښتن په حکم د نبیانو د ډلې څخه یو نبي خپل ملګري ته وویل: ، مګر هغه د وهلو څخه انکار وکړ.
36نو نبي هغه ته وویل: څنګه چې هغه لاړ، یو زمری راغی او هغه یې وواژه.
37هغه نبي یو بل سړی راپیدا کړ او ویې ویل: ، نو هغه سړي هغه وواهه او ټپي یې کړ.
38نبي لاړ او په خپل مخ باندې یې پټۍ کېښوده چې خپله څېره بدله کړي. بیا هغه لاړ، د سرک په غاړه ودرېد او انتظار یې کاوه چې کله به د اسراییلو پادشاه تېریږي.
39کله چې پادشاه تېرېده، نبي چیغې ووهلې:
40مګر زه په نورو کارونو کې مشغول شوم او هغه بندي وتښتېد.>اخاب ځواب ورکړ:
41هغه سړي په چالاکۍ سره د خپل مخ څخه پټۍ وشلوله او پادشاه هغه وپېژانده چې هغه د نبیانو له جملې څخه دی.
42نبي پادشاه ته وویل:
43اخاب په قهر او خفګان سره بېرته خپل کور سامرې ته ستون شو.