Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1یو سړی چې نابوت نومېده، په یزرعیل کې د اخاب پادشاه د ماڼۍ تر څنګ د انګورو باغ درلود.
2یوه ورځ اخاب وویل:
3نابوت ځواب ورکړ:
4نو اخاب د هغه څه له کبله چې نابوت ورته وویل په قهر او خفګان سره خپل کور ته لاړ. په خپله بستره کې پرېوت، دېوال ته یې مخ واړاوه او هیڅ شی یې ونه خوړل.
5د هغه ښځه ایزابل ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
6اخاب په ځواب کې وویل:
7ایزابل پوښتنه وکړه:
8بیا ایزابل یو څو لیکونه د اخاب له خوا ولیکل، د هغه مهر یې ورباندې ولګاوه او د هغه ښار سپین ږیرو او مشرانو ته یې واستول چېرته چې نابوت اوسېده.
9په لیکونو کې لیکلي شوي وو:
10دوه بدماشان هغه ته مخامخ کښېنوئ چې تور ورباندې ولګوي چې هغه د خدای او پادشاه سپکاوی کړی دی. بیا هغه د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار یې کړئ چې مړ شي.>
11کله چې هغوی د ایزابل لیکونه تر لاسه کړل، څه چې هغې غوښتي وو هغوی هماغسې وکړل.
12هغوی اعلان وکړ چې نن روژه ونیسئ. خلک راغونډ شول او نابوت یې د غونډې په سر کې کښېناوه.
13په دې وخت کې دوه بدماشان راننوتل او نابوت ته مخامخ کښېناستل. بیا هغوی په نابوت باندې تور ولګاوه چې هغه خدای او پادشاه ته سپکاوی کړی دی، نو خلکو نابوت بیرون وویست او هغه یې سنګسار کړ او مړ شو.
14د یزرعیل مشرانو بېرته ایزابل ته پیغام ولېږه ویې ویل چې
15څنګه چې ایزابل د هغوی پیغام تر لاسه کړ، هغې اخاب ته وویل:
16هغه وخت چې اخاب واورېدل چې نابوت مړ شوی دی، سمدلاسه روان شو چې د هغه باغ لاس ته راوړي.
17څښتن ایلیا تشبي نبي ته وویل:
19لاړ شه او هغه ته ووایه چې زه داسې وایم: ای اخابه، تا نابوت په قتل ورساوه او د هغه جایداد دې ونیوه. په هماغه ځای کې چې سپیو د نابوت وینه وڅټله، ستا وینه به هم وڅټي.>
20کله چې اخاب، ایلیا ولید، هغه وویل: ایلیا ځواب ورکړ:
21نو څښتن تاته وایي: اوس به زه په تا باندې یوه بلا راولم. زه به تا او ستا د کورنۍ هر یو نارینه که هغه غلام وي یا ازاد، له منځه یوسم.
22ستا کورنۍ به د نباط زوی یروبعام پادشاه او د اخیا د زوی بعشا پادشاه د کورنیو په شان شي. ته د اسراییلیان�� د ګناهکارۍ سبب ګرځېدلی یې، نو ځکه دې زما قهر راپارولی دی.
23همدارنګه د ایزابل په باره کې څښتن داسې وایي: د هغې بدن به په یزرعیل کې سپي وخوري.
24ستا د هغو متعلقینو بدنونه چې په ښار کې مړه کیږي هغه به سپي وخوري او په صحرا کې چې مړه کیږي هغه به مرغان وخوري.>
25(هیچا د څښتن د امر څخه په سرغړونه کې د اخاب په اندازه داسې ټینګه اراده نه درلوده - او ایزابل هغه تشویقاوه.
26تر ټولو بده خبره دا وه چې هغه د بتانو عبادت کاوه، لکه څنګه چې مخکې به اموریانو کاوه. څښتن هغوی له هغه هېواد څخه شړلي وو او دا هېواد یې اسراییلو ته ورکړی ؤ.)
27کله چې اخاب دا خبرې واورېدې، هغه خپل کالي وشلول او شپه او ورځ به یې د ویر کالي اغوستي وو. هغه خفه ؤ او روژه یې نیوله.
28څه موده وروسته، څښتن ایلیا نبي ته وویل: