Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
53 verses
1اتر درې کالو پورې د اسراییلو او سوریې ترمنځ سوله وه.
2په دریم کال د یهودا پادشاه یهوشافاط د اسراییلو د پادشاه اخاب د لیدلو دپاره ورغی.
3اخاب د خپلو درباریانو څخه پوښتنه وکړه:
4بیا هغه د یهوشافاط څخه پوښتنه وکړه: یهوشافاط ځواب ورکړ:
5مګر پرېږده چې اول د څښتن څخه پوښتنه وکړو.>
6اخاب نبیان راوغوښتل چې شاوخوا څلورسوه تنه وو او د هغو څخه یې پوښتنه وکړه: نبیانو ځواب ورکړ:
7مګر یهوشافاط پوښتنه وکړه:
8اخاب ځواب ورکړ: یهوشافاط ځواب ورکړ:
9بیا د اسراییلو پادشاه یو درباری راوغوښت او ورته ویې ویل:
10اخاب او یهوشافاط دواړو خپل شاهانه کالي اغوستي وو او د سامرې د دروازې تر څنګ په درمند ځای کې په خپلو تختونو باندې ناست وو. ټولو نبیانو د هغوی په حضور کې وړاندوینې کولې.
11د کنعنه زوی صدقیا چې د نبیانو له جملې څخه ؤ، د خپل ځان دپاره د اوسپنې څخه ښکرونه جوړ کړي وو او ویې ویل:
12ټولو نبیانو له دې سره موافقه وکړه چې اخاب دې په راموت کې په سوریایانو باندې حمله وکړي او دا یې هم وویل چې څښتن به د هغه سره مرسته کوي چې هغوی ته ماتې ورکړي.
13په دې ترڅ کې هغه استازی چې د میکایا پسې تللی ؤ هغه ته یې وویل:
14مګر میکایا ځواب ورکړ:
15بیا میکایا اخاب ته ورغی او اخاب ورڅخه پوښتنه وکړه: میکایا ځواب ورکړ:
16مګر پادشاه، میکایا ته وویل:
17میکایا ځواب ورکړ:
18اخاب، یهوشافاط ته وویل:
19میکایا په ځواب کې وویل:
20څښتن پوښتنه وکړه: څوک کولی شي چې اخاب وغولوي چې هغه راموت ته لاړ شي او هلته ووژل شي؟یو څو فرښتو یوه خبره ��و نورو بله خبره کوله
21نو په پای کې یوه ارواح رامخکې شوه، د څښتن په وړاندې ودرېدله او هغه ته یې وویل: زه کولی شم چې اخاب وغولوم.
22څښتن ورڅخه پوښتنه وکړه: څنګه؟ارواح ځواب ورکړ: زه به د اخاب په ټولو نبیانو باندې دروغ ووایم.څښتن ځواب ورکړ: ښه ده. اوس لاړه شه او هغه وغولاوه. ته به بریالۍ شې.
23ای اخابه! کټ مټ هماغسې وشول. څښتن ستا ټول نبیان دې ته مجبور کړل چې تاته دروغ ووایي، ځکه د څښتن اراده دا ده چې ستا په سر باندې بلا راشي.>
24بیا صدقیا، میکایا ته نژدې شو، په څپېړه یې وواهه او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
25میکایا ځواب ورکړ:
26اخاب حکم وکړ:
27هغوی ته ووایئ چې میکایا په زندان کې واچوئ او ترڅو پورې چې زه بېرته په خیر سره راستنېږم هغه ته یوازې ډوډۍ او اوبه ورکوئ.>
28میکایا وویل: بیا یې ټولو خلکو ته وویل:
29نو د اسراییلو پادشاه اخاب او د یهودا پادشاه یهوشافاط د خپلو لښکرو سره د جلعاد راموت ته روان شول.
30مخکې له دې چې هغوی جنګ ته لاړ شي، اخاب وویل: نو اخاب خپله څېره بدله کړه او جګړې ته لاړ.
31د سوریې پادشاه د خپلو جنګي ګاډیو دوه دېرشو قوماندانانو ته امر وکړ:
32نو کله چې هغوی یهوشافاط په خپله شاهانه چپنه کې ولید، هغوی فکر وکړ چې هغه اخاب دی، نو هغوی په هغه باندې د حملې کولو دپاره راوګرځېدل. مګر کله چې یهوشافاط هغوی ته چیغې ووهلې،
33هغوی پوه شول چې هغه اخاب نه دی نو د هغه د تعقیبولو څخه یې لاس واخیست.
34خو د جګړې په وخت کې یو سوریایي عسکر تصادفاً یو غشی ګوزار کړ او هغه د اخاب د زغرو د کالیو په درز باندې ولګېده. اخاب د خپلې جنګي ګاډۍ چلوونکي ته وویل:
35جګړه ټوله ورځ تودېدله، اخاب په خپلې جنګي ګاډۍ کې تکیه وهلې وه او د هغه ځای څخه یې د سوریایانو لښکرې لیدلې. د هغه څخه وینه د ګاډۍ په ښکتنۍ برخه باندې توی شوه او د ماښام په وخت هغه سا ورکړه.
36د لمر پرېواته په وخت کې د اسراییلو په لښکرو کې کوم یو نورو ته چیغې ووهلې:
37په دې توګه اخاب پادشاه مړ شو. د هغه مړی سامرې ته یوړل شو او هلته ښخ شو.
38هغوی د هغه جنګي ګاډۍ په سامره کې د یو ډنډ تر څنګ ومینځله، یعنې هغه ځای چې فاحشو به په کې خپل ځانونه مینځل. سپیانو د هغه وینه وڅټله. لکه څنګه چې څښتن ویلي وو هماغسې وشول.
39نور هغه ټول کارونه چې اخاب د خپلې پادشاهۍ په وخت کې کړي وو، چې په هغو کې هغه ماڼۍ چې د فیلانو په غاښونو باندې یې سمبال کړې وه او د ښارونو جوړول شامل دي، دا ټول د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
40اخاب مړ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پادشاه شو.
41د اسراییلو د پادشاه اخاب د پادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوی یهوشافاط د یهودا پادشاه شو.
42یهوشافاط د پنځه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پادشاه شو او هغه په اورشلیم کې پنځه ویشت کاله پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم عزوبه وه چې د شلحي لور وه.
43هغه د خپل پلار آسا په شان، هماغه کارونه وکړل کوم چې د څښتن په وړاندې صحیح وو، خو بتخانې ورانې نه شوې او خلکو هلته نذرانې وړاندې کولې او خوشبویي یې سوزوله.
44یهوشافاط د اسراییلو د پادشاه سره سوله هم وکړه.
45د یهوشافاط د پادشاهۍ نورې ټولې پېښې او د هغه زورورتوب او جګړې، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
46هغه ټول پاتې لواطت کاران او فاحشې چې د ده د پلار په پادشاهۍ کې په بتخانو کې یې خدمت کاوه له منځه یوړل.
47په هغه وخت کې د ادوم په هېواد کې پادشاه نه ؤ، نو د یوې ټیټې رتبې درباري به په هغه هېواد باندې حکومت کاوه.
48یهوشافاط بحري کشتۍ ګانې جوړې کړې چې د سرو زرو د واردولو دپاره اوفیر ته لاړې شي. مګر هغه په عصیون جابر کې ماتې شوې او هیڅکله لاړې نه شوې.
49د اخاب زوی اخزیا یهوشافاط ته داسې وړاندیز وکړ: مګر یهوشافاط د هغه وړاندیز ونه مانه.
50یهوشافاط مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د یهوشافاط زوی یهورام د هغه په ځای پادشاه شو.
51د یهودا د پادشاه یهوشافاط د پادشاهۍ په اوولسم کال، د اخاب زوی اخزیا د اسراییلو پادشاه شو او هغه دوه کاله په سامره کې پادشاهي وکړه.
52اخزیا د خپل پلار اخاب، د خپلې مور ایزابل او همدارنګه د یروبعام پادشاه په شان څوک چې د اسراییلو د خلکو د ګناهکارۍ سبب شو، هغه هم د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.
53اخزیا د بعل خدمت او عبادت کاوه. لکه څنګه چې د هغه پلار کړي وو، د اسراییلو څښتن خدای یې ډېر په قهر کړ.