Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د اخاب له مړینې څخه وروسته موآبیان د اسراییلیانو په وړاندې یاغي شول.
2یوه ورځ اخزیا پاچا په سامره کې د خپلې ماڼۍ د دوېم پوړ د خونې د کړکۍ د جالۍ څخه راولوېد او سخت ټپي شو. نو د عقرون ښار ته یې استازي ولېږل چې د هغو د خدای یعنې بعل زبوب څخه پوښتنه وکړي چې هغه به روغ شي او که نه.
3په همدې وخت کې د څښتن فرښتې، ایلیا نبي چې د تشبې څخه ؤ د پاچا استازو ته ولېږه چې د هغوی سره وګوري او داسې ووایي:
4اخزیا ته داسې ووایئ: په دې خاطر چې داسې کار دې کړی دی نو ته به د ناروغۍ د بسترې جګ نه شې او هرومرو به مړ شې!> څنګه چې ایلیا ته ویل شوي وو هماغسې یې وکړل.
5کله چې استازي بېرته پاچا ته راستانه شول هغه ورڅخه پوښتنه وکړه:
6هغوی ځواب ورکړ:
7اخزیا پوښتنه وکړه:
8هغوی ځواب ورکړ: اخزیا په ځواب کې وویل:
9نو هغه یو عسکري منصبدار د پنځوسو عسکرو سره ولېږه چې ایلیا راولي. په دې وخت کې ایلیا د غونډۍ دپاسه ناست ؤ. عسکري منصبدار هغه ته ورغی او ورته ویې ویل:
10ایلیا ځواب ورکړ: ناڅاپه د اسمان څخه اور نازل شو او هغه عسکري منصبدار او د هغه نفر یې وسوځول.
11اخزیا یو بل منصبدار او نور پنځوس عسکر ایلیا ته ورولېږل. هغه منصبدار وویل:
12ایلیا ځواب ورکړ: او خدای له اسمان څخه په هغه او د هغه په نفرو باندې اور نازل کړ.
13اخزیا د درېم ځل دپاره یو عسکري منصبدار د نورو پنځوسو عسکرو سره ولېږه. هغه منصبدار غونډۍ ته وروخوت، ایلیا ته په ګونډو شو او زارۍ یې ورته وکړې:
14هغه دوه نور منصبداران او د هغوی عسکر چې مخکې ستاسو حضور ته راغلي وو هغه اور چې د اسمان څخه رانازل شوی ؤ هغوی یې له منځه یوړل، مګر په ما باندې رحم وکړئ!>
15د څښتن فرښتې ایلیا ته وویل: نو ایلیا پاڅېد او د هغه منصبدار سره پاچا ته روان شو.
16کله چې ایلیا ورورسېده، اخزیا ته یې وویل:
17لکه څنګه چې څښتن د ایلیا په وسیله فرمایلي وو، اخزیا مړ شو. مګر په دې خاطر چې اخزیا زوی نه درلود، نو د هغه ورور یورام د هغه په ځای پاچا شو. دا پېښه د یهودا د پاچا یهوشافاط د زوی یهورام د پاچاهۍ په دویم کال کې وشوه.
18د اخزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.