Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1هغه وخت راورسېده چې څښتن ایلیا په یوې زوروره سیلۍ کې اسمان ته پورته کړي. کله چې ایلیا او الیشع د جلجال څخه وتل
2ایلیا الیشع ته وویل: الیشع ځواب ورکړ: او هغه د ایلیا سره بیت ییل ته لاړ.
3د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: الیشع ځواب ورکړ:
4بیا ایلیا وویل: الیشع ځواب ورکړ: او هغه د ایلیا سره اریحا ته لاړ.
5د نبیانو یوه ډله چې هلته اوسېدله الیشع ته ورغله او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: الیشع ځواب ورکړ:
6بیا ایلیا الیشع ته وویل: الیشع ځواب ورکړ: نو دواړه یوځای سره روان شول.
7د نبیانو یوه پنځوس کسیزه ډله د اریحا څخه د هغوی پسې روانه شوله. ایلیا او الیشع د سیند په غاړه ودرېدل او هغه ډله لږ لیرې هغوی ته مخامخ ودرېدله.
8ایلیا خپله چپنه وویستله، بیا یې هغه راتاوه کړه او اوبه یې ووهلې. په سیند کې لاره خلاصه شوه او دواړه په وچې پورې وتل.
9وروسته له دې چې هغوی د سیند بلې خواته تېر شول، ایلیا وویل: الیشع ځواب ورکړ:
10ایلیا ځواب ورکړ:
11ایلیا او الیشع له یو بل سره خبرې کولې او روان وو، چې یوناڅاپه د هغوی په منځ کې لمبه لرونکې جنګي ګاډۍ د اور لرونکو آسونو سره راښکاره شوه. سمدستي یوې سیلۍ ایلیا اسمان ته پورته کړ.
12الیشع دغه صحنه ولیدله او په چیغو یې ایلیا ته وویل: هغه یې نور ونه لید، بیا نو الیشع له غمه خپل کالي وشلول.
13بیا هغه د ایلیا چپنه چې ورڅخه لوېدلې وه راپورته کړه، بېرته لاړ او د اردن د سیند په غاړه ودرېد.
14هغه اوبه په چپنې باندې ووهلې او ویې ویل: کله چې الیشع دا کار وکړ په اوبو کې یوه وچه لاره خلاصه شوه او هغه پکې تېر شو.
15کله چې د اریحا نبیانو دا پېښه ولیدله، هغوی یو بل ته وویل: هغوی الیشع ته ورغلل او د درناوي په خاطر ورته ټیټ شول
16او ویې ویل: الیشع ځواب ورکړ:
17هغوی دومره زارۍ وکړې ترڅو چې الیشع مجب��ر شو چې هغوی ته اجازه ورکړي چې هغه ولټوي. هغوی درې ورځې ایلیا ولټاوه مګر هغه یې پیدا نه کړ.
18هغوی بېرته اریحا ته راستانه شول او الیشع ورته وویل:
19یوه ورځ د اریحا خلکو وویل:
20هغه ځواب ورکړ: هغوی الیشع ته کاسه د مالګې سره راوړله
21او هغه د ښار چینې ته لاړ، مالګه یې په اوبو کې واچوله او ویې ویل:
22لکه څنګه چې الیشع ویلي وو تر نن ورځې پورې اوبه پاکې دي.
23الیشع د اریحا څخه بیت ییل ته روان شو. په لاره کې څو هلکانو په هغه باندې ملنډې وهل پیل کړل او چیغې یې وهلې:
24الیشع مخ راواړاوه او هلکانو ته یې په ځیر سره وکتل. بیا یې په هغوی باندې د څښتن په نامه لعنت ووایه. نو د ځنګل څخه دوه ایږې راووتلې او د هلکانو څخه یې دوه څلوېښت تنه ټوټې ټوټې کړل.
25الیشع د کرمل غره ته لاړ او وروسته بیا سامرې ته ستون شو.