Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1اد یهودا د پاچا یهوشافاط د پاچاهۍ په اتلسم کال، یورام د اخاب زوی د اسراییلو پاچا شو. یورام په سامره کې دولس کاله پاچاهي وکړه.
2هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه، مګر د خپل مور او پلار په شان ګناهکار نه ؤ. یورام هغه بت راوغورځاوه، چې د هغه پلار د بعل د عبادت دپاره جوړ کړی ؤ.
3مګر هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه کول چې د نباط زوی یروبعام په اسراییلو باندې کړي وو. یورام دا بد کارونه پرېنښودل.
4د موآب پاچا میشع پسونه ساتل، نو هغه به هر کال د باج په توګه د اسراییلو پاچا ته سل زره وري او د سلو زرو پسونو وړۍ ورکولې.
5مګر کله چې اخاب مړ شو، میشع د اسراییلو په مقابل کې یاغي شو.
6په دې خاطر یورام د سامرې څخه روان شو او د اسراییلو ټول لښکر یې سره راغونډ کړ.
7هغه د یهودا پاچا یهوشافاط ته دا پیغام ورولېږه: یهوشافاط په ځواب کې وویل:
8مګر په کومه لاره به لاړ شو؟>یورام ځواب ورکړ:
9نو د اسراییلو، یهودا او ادوم پاچاهان د خپلو لښکرو سره روان شول. مګر وروسته له اوو ورځو د غیر مستقیمې لارې څخه د هغوی او د هغو د څارویو دپاره د څښلو اوبه پاتې نه شوې.
10یورام پاچا پوښتنه وکړه:
11یهوشافاط پوښتنه وکړه: د یورام د منصبدارانو څخه یو تن ځواب ورکړ:
12یهوشافاط ځواب ورکړ: درې واړه پاچاهان الیشع ته ورغلل.
13الیشع د اسراییلو له پاچا یورام څخه پوښتنه وکړه: یورام ځواب ورکړ:
14الیشع هغه ته وویل:
15بیا الیشع وویل: رڅپرکی غږوونکي په رڅپرکی غږولو باندې پیل وکړ. د څښتن قدرت په الیشع باندې نازل شو
16او هغه وویل:
17که څه هم تاسو به نه باد ووینئ او نه باران، مګر دا وچ خوړ به د اوبو څخه ډک شي او ستاسو او ستاسو د څارویو دپاره به دلته اوبه پرېمانه وي.
18د څښتن دپاره دا یو ساده کار دی، هغه به ستاسو سره دا مرسته هم وکړي چې د موآب لښکرو ته ماتې ورکړئ.
19تاسو به د هغوی دېوال لرونکي ښارونه او مهم ښارګوټي ونیسئ. تاسو به د هغوی ښې ونې ووهئ او د اوبو ټولې چینې به یې بندې کړئ، د هغوی حاصلخېزې ځمکې به له تیږو څخه ډکې کړئ او هغه به له حاصله وغورځوئ.>
20په بله ورځ د سهارنۍ قربانۍ د وړاندې کولو په وخت کې، یوناڅاپه د ادوم له خوا څخه اوبه راوبهیدلې او ځمکه د اوبو څخه ډکه شوه.
21د موآب خلکو واورېدل چې درې پاچاهان د هغوی خواته راروان دي چې په دوی باندې برید وکړي. نو هغوی خپل ټول هغه کسان چې جګړه کولای شي د ځوانه څخه نیولې تر زاړه پورې سره راغونډ کړل او د هغوی لښکرې د هېواد په پوله کې د جګړې دپاره تیارې شوې.
22کله چې موآبیان سهار راپاڅېدل په اوبو باندې لمر لګېده او اوبه ورته لکه د وینو په شان سرې ښکاره کېدلې.
23هغوی وویل:
24مګر کله چې هغوی د اسراییلو کمپ ته ورسېدل، اسراییلي عسکر راووتل او په هغوی باندې یې تر هغه وخته پورې برید وکړ ترڅو چې هغوی په شا شول او وتښتېدل. د اسراییلو لښکرو هغوی بېرته تر موآبه پورې تعقیب کړل او په تللو تللو کې یې له منځه یوړل.
25اسراییلیانو د موآبیانو ښارونه وران کړل. کله چې هر اسراییلی د حاصلخېزه پټي څخه تېرېده په هغه باندې به یې تیږه غورځوله ترڅو ټول پټي په تیږو باندې پټ شول. همدارنګه یې ښې ونې ووهلې او د اوبو چینې یې بندې کړې.په پای کې یواځې د هغوی پایتخت د قیر حارست ښار جوړ پاتې شو، مګر هغو عسکرو چې مچنوغزې ورسره وې نوموړی ښار کلابند کړ او برید یې ورباندې وکړ.
26کله چې د موآب پاچا میشع ولیدل چې ماتې خوري، نو اووه سوه عسکر یې چې تورې ورسره وې د ځانه سره یوړل او هڅه یې وکړه چې د جګړې هغه کرښه ماته کړي چې ادومي لښکرې پکې ځای په ځای شوې وې، مګر هغه ناکام شو.
27نو هغه خپل مشر زوی چې د هغه څخه وروسته باید پاچا شوی وای ونیوه او هغه یې د ښار په دېوال باندې د نذرانې په توګه قرباني کړ. د اسراییلي لښکرو زړونه د دې کار په لیدلو سره دومره د نفرت څخه ډک شول چې ښار یې پرېښود او بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.