Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1یوه ورځ د نبیانو د ډلې څخه د یو نبي کونډه الیشع ته راغله او ویې ویل:
2الیشع وویل: ښځې ځواب ورکړ:
3الیشع هغې ته وویل:
4خپل کور ته لاړه شه او د خپل ځان او خپلو زامنو پسې دې دروازه بنده کړه. بیا لوښي د تېلو څخه ډک کړه او هر یو چې ډکېده هغه یوې خواته ږده.>
5هغه ښځه لاړه. وروسته کله چې هغه د خپلو زامنو سره خپل کور ته ننوتله او دروازه یې بنده کړه، زامنو ورته لوښي راوړل او هغې ډکول.
6کله چې ټول لوښي ډک شول، هغې خپل یو زوی ته وویل: هغه ځواب ورکړ: په دې وخت کې د هغه کوچني بوتل څخه نور تېل توی نه شول.
7وروسته له دې چې هغې الیشع د خدای نبي ته د دې پېښې په اړه خبر ورکړ، الیشع وویل:
8یوه ورځ الیشع د شونیم ښارګوټي ته لاړ، هلته یوه شتمنه ښځه اوسېدله. هغې الیشع خپل کور ته د ډوډۍ دپاره راوباله. له هغې وروسته، کله چې الیشع به په شونیم کې ؤ نو د هغې ښځې او د هغې د مېړه سره به یې د هغې په کور کې ډوډۍ خوړله.
9هغې ښځې خپل مېړه ته وویل:
10راځئ چې د هغه دپاره د خپل کور په بام باندې یوه کوچنۍ کوټه جوړه کړو. په هغې کې به یو کټ، مېز، چوکۍ او د تېلو څراغ کېږدو. نو کله چې هغه زمونږ کور ته راځي، د دې کوټې او شیانو څخه به استفاده کوي.>
11یوه ورځ الیشع په شونیم کې د هغوی کور ته راغی او خپلې کوټې ته وخوت چې هلته آرام وکړي.
12هغه خپل خدمتګار جیحزي ته وویل: نو هغه راغله او د الیشع په مخکې ودرېدله.
13الیشع جیحزي ته وویل: هغې ښځې ځواب ورکړ:
14الیشع د جیحزي څخه پوښتنه وکړه: جیحزي په ځواب کې وویل:
15الیشع خپل خدمتګار ته وویل: هغه راغله او د الیشع د کوټې په دروازه کې ودرېدله.
16الیشع هغې ته وویل: ښځې ځواب ورکړ:
17مګر لکه څنګه چې الیشع ویلي وو په راتلونکي کال په همدې وخت یې زوی پیدا شو.
18کله چې هغه هلک لوی شو، یوه ورځ د خپل پلار د لیدلو دپاره پټي ته لاړ چېرته چې لوګرو فصلونه رېبل.
19هغه خپل پلار ته شکایت وکړ: د هغه پلار خپل نوکر ته وویل:
20نوکر هغه هلک راپورته کړ او خپلې مور ته یې راوړ. هلک تر غرمې پورې د مور په زنګنونو باندې ناست ؤ او د غرمې په وخت کې مړ شو.
21هغې هلک د الیشع کوټې ته وخېژاوه او د هغه په کټ کې یې واچاوه. بیا هغې دروازه بنده کړه او لاړه.
22هغې خپل مېړه راوغوښت او ورته ویې ویل:
23د هغې مېړه پوښتنه وکړه: هغې ځواب ورکړ:
24هغې په خره باندې کته واچوله او خپل نوکر ته یې وویل:
25بیا هغه روانه شوه او د کرمل غره ته لاړه چېرته چې الیشع موجود ؤ.کله چې هغه یې ولیدله، خپل خدمتګار جیحزي ته یې وویل:
26منډه کړه، د هغې مخې ته ورشه او پوښتنه وکړه چې هغه او د هغې مېړه او زوی ښه دي او که نه.>هغې جیحزي ته ځواب ورکړ:
27مګر څنګه چې هغه غره ته ورسېدله، الیشع ته ورغله او د هغه پښې یې ونیولې. جیحزي د هغې خواته ورروان شو چې هغه لیرې ټېل وهي، مګر الیشع وویل:
28هغې ښځې وویل:
29الیشع وویل:
30مګر د هلک مور الیشع ته وویل: نو الیشع راپاڅېده او د هغې سره لاړ.
31جیحزي د هغوی څخه مخکې لاړ او د هلک په مخ باندې یې امسا کېښوده، مګر هلک ونه خوځېده او هېڅ غږ یې ونه کړ. جیحزي بېرته الیشع ته ورغی او هغه ته یې وویل:
32الیشع د هغې ښځې کور ته ورسېده، خپلې کوټې ته ورغی او ویې لیدل چې د هلک مړی د هغه په کټ کې پروت دی.
33هغه کوټې ته ورننوت، دروازه یې بنده کړه او څښتن ته یې دعا وکړه.
34بیا هغه کټ ته ورغی او په مړي باندې پرېوت. خپله خوله یې د هلک په خوله کېښوده، سترګې یې د هلک په سترګو او خپل لاسونه یې د هغه په لاسونو باندې کېښودل. څنګه چې هغه په هلک باندې خپل ځان وغزاوه د هلک وجود تود شو.
35الیشع راپاڅېده او په کوټه کې یوه خوا او بله خوا ګرځېده، بیا هغه بېرته لاړ او د هلک په مړي باندې یې خپل ځان وغزاوه. په دې وخت هلک اووه ځلې وپرنجېده او خپلې سترګې یې وغړولې.
36الیشع جیحزي ته غږ وکړ او ورته ویې ویل: جیحزي هماغسې وکړل او کله چې هغه راغله الیشع ورته وویل:
37هغه الیشع ته ټیټه شوه او پښو ته یې پرېوته، بیا یې خپل زوی واخیست او ووته.
38کوم وخت چې الیشع جلجال ته راستون شو، په هغه ځای کې قحطي وه.کله چې د نبیانو یوه ډله د هغه په وړاندې ناسته وه، الیشع خپل خدمتګار ته وویل:
39د هغو څخه یو تن ځنګل ته لاړ چې یو څه بوټي راټول کړي. هغه یو د کدو ځنګلي بوټی پیدا کړ او دومره کدوان یې ورڅخه راوشکول چې هغه وړلی شول. مګر هغه نه پوهېده چې دا څه شی دی. کله چې هغه بېرته راستون شو، نو هغه کدوان یې ټوټې ټوټې کړل او په قورمه کې یې واچول.
40کله یې چې قورمه نبیانو ته واچوله چې ویې خوري او هغوی په خوړلو پیل وکړ، ناڅاپه هغو چیغې کړې او ویې ویل: نو هغوی دا قورمه ونه شوه خوړلی.
41الیشع وویل: الیشع هغه اوړه په قورمه کې واچول او ویې ویل: نو په خوړو کې زهر نه وو.
42یو سړی د بعل شلیشه څخه راغی او الیشع ته یې یو څه تازه غلې دانې او د اولنیو رېبل شویو اوربشو شل ډوډۍ راوړې. الیشع وویل:
43د هغه خدمتګار وویل: الیشع ځواب ورکړ:
44نو خدمتګار د هغوی په مخ کې ډوډۍ کېښوده او لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو هغوی ټول ماړه شول او یو څه ورڅخه پاتې هم شول.