Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1نعمان د سوریې د لښکرو قوماندان ؤ. څښتن د هغه او د هغه لښکرو سره مرسته وکړه چې خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي، نو د سوریې پاچا د نعمان ډېر درناوی کاوه. نعمان ډېر زړور عسکر ؤ مګر د جذام په ناروغۍ باندې اخته ؤ.
2یوه ورځ چې کله د سوریې لښکرو په اسراییلو باندې یرغل وکړ، هغوی یوه وړه اسراییلۍ نجلۍ ونیوله او هغه د نعمان د ښځې وینځه شوه.
3یو څه موده وروسته هغې نجلۍ خپلې بادارې ته وویل:
4کله چې نعمان د هغې نجلۍ خبره پاچا ته وکړه،
5پاچا ځواب ورکړ: نعمان دېرش زره مثقاله سپین زر، شپږ زره مثقاله سره زر او لس جوړه کالي له ځانه سره واخیستل او روان شو.
6همدارنګه هغه د اسراییلو پاچا ته لیک هم یووړ. په هغه کې داسې ویل شوي وو:
7کله چې د اسراییلو پاچا هغه لیک ولوست، هغه له وېرې خپل کالي وشلول او ویې ویل:
8کله چې الیشع د خدای نبي له دې پېښې څخه خبر شو، هغه د اسراییلو پاچا ته دغه پیغام ولېږه:
9بیا نعمان د خپلو آسونو او جنګي ګاډیو سره روان شو او د الیشع د کور په دروازه کې ودرېد.
10الیشع یو نفر بیرون ولېږه چې هغه ته داسې ووایي:
11مګر نعمان ډېر په قهر شو او لاړ، ویې ویل:
12آیا د دمشق سیندونه، ابانه او فرفر د اسراییلو د ټولو سیندونو څخه ښه نه دي؟ زه کولی شم چې په هغو کې خپل ځان ومینځم او روغ شم.>
13د هغه خدمتګاران ورغلل او ورته ویې ویل:
14نو نعمان د اردن سیند ته ورکوز شو او لکه څنګه چې د خدای نبي ورته ویلي وو خپل ځان یې اووه ځلې پکې ومینځه. هغه بېخي جوړ شو او د هغه پوستکی د ماشوم د پوستکي په شان نرم شو.
15نعمان او د هغه ټول سړي بېرته الیشع ته ورغلل. نعمان د هغه په مخ کې ودرېد او ویې ویل:
16الیشع ځواب ورکړ: نعمان زارۍ کولې، مګر الیشع نه منل.
17په آخر کې نعمان وویل:
18مګر کله چې د سوریې پاچا د رمون د عبادت ځای ته ننوځي چې هلته سجده وکړي او هغه زما په مړوند تکیه کوي او پخپله هم سجده کوم، نو څښتن ته زارۍ کوم چې ما وبخښي.>
19الیشع په ځواب کې وویل: وروسته بیا نعمان لاړ.نعمان لا دومره لیرې نه ؤ تللی،
20چې جیحزي د خپل ځان سره وویل:
21نو هغه په چټکۍ سره نعمان پسې ورغی.کله چې نعمان ولیدل چې جیحزي د هغه پسې منډې وهي، هغه د خپلې ګاډۍ څخه راښکته شو چې د هغه سره وویني. نعمان پوښتنه وکړه:
22جیحزي ځواب ورکړ:
23نعمان ځواب ورکړ: هغه جیحزي په دې باندې راضي کړ چې هغه ټول واخلي، بیا یې هغه سپین زر په دوه کڅوړو کې وتړل. هغه دا کڅوړې او کالي خپلو دوو خدمتګارانو ته وسپارل او هغوی دا شیان د جیحزي څخه مخکې یوړل.
24کله چې هغوی هغې غونډۍ ته ورسېدل چې الیشع پکې اوسېده، جیحزي هغه کڅوړې د خدمتګارانو څخه واخیستلې او په کور کې یې کېښودلې. بیا هغه د نعمان خدمتګاران بېرته ولېږل.
25جیحزي بېرته کور ته ننوت او الیشع د هغه څخه پوښتنه وکړه: هغه ځواب ورکړ:
26مګر الیشع وویل:
27په دې سبب چې تا دا کار کړی دی، نو اوس به د نعمان جذام په تا باندې راشي او ته او ستا اولاده به تل په دې ناروغۍ باندې اخته وي!>ناڅاپه د جیحزي پوستکی د جذام له کبله د واورې په شان سپین شو او هغه لاړ.