Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1یوه ورځ د نبیانو ډلې الیشع ته وویل:
2مونږ ته اجازه راکړئ چې د اردن سیند ته لاړ شو او مونږ هر یو، یوه یوه ونه ووهو ترڅو وکولای شو د اوسېدلو دپاره یو ځای جوړ کړو.>الیشع ځواب ورکړ:
3د نبیانو له ډلې څخه یو تن پوښتنه وکړه: الیشع ځواب ورکړ:
4او هغه ورسره لاړ.کله چې هغوی د اردن سیند ته ورسېدل نو د ونو په وهلو یې پیل وکړ.
5هغه وخت چې یو نبي کار کاوه، د هغه تبر د لاستي څخه ووت او په اوبو کې ولوېد. هغه چیغې ووهلې:
6الیشع د خدای نبي پوښتنه وکړه: سړي هغه ځای ته په ګوته اشاره وکړه او الیشع یو لرګی پرې کړ او په هماغه ځای کې یې په اوبو کې واچاوه. د تبر سر د اوبو سطحې ته راپورته شو او د اوبو دپاسه ګرځېده.
7الیشع هغه ته وویل: سړي لاس وراوږد کړ او هغه یې راونیوه.
8د سوریې پاچا د اسراییلو سره جنګ کاوه. هغه د خپلو عسکري منصبدارانو سره مشوره وکړه او د خېمو د ودرولو دپاره یې یو ځای غوره کړ.
9مګر الیشع د اسراییلو پاچا ته دا خبرداری ورولېږه:
10نو پاچا هغو خلکو ته چې په هغه ځای کې اوسېدل خبرداری ورکړ چې د خپلو ځانونو ساتنه وکړي. دا کار څو ځلې وشو.
11کله چې د سوریې پاچا په دې پوه شو چې څه کیږي هغه ډېر په قهر شو. هغه خپل عسکري منصبدران راوغوښتل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
12د هغوی څخه یو تن ځواب ورکړ:
13پاچا حکم وکړ: هغوی خبر شول چې الیشع د دوتان په ښارګوټي کې دی او پاچا ته یې خبر ورکړ.
14هغه یو لوی لښکر د آسونو او جنګي ګاډیو سره هلته ولېږه. هغوی د شپې له خوا روان شول او هغه ښارګوټی یې کلابند کړ.
15بله ورځ سهار وختي، کله چې د الیشع خدمتګار راپاڅېد او بیرون راووت، ویې لیدل چې د سوریې لښکرو د آسونو او جنګي ګاډیو سره ښارګوټی کلابند کړی دی. هغه الیشع ته راستون شو او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
16الیشع ځواب ورکړ:
17بیا هغه داسې دعا وکړه: او څښتن د هغه خدمتګار ته توان ورکړ چې د الیشع شاوخوا غونډۍ وویني، چې د اور لرونکو آسونو او لمبه لرونکو ګاډیو څخه ډکې دي.
18څنګه چې د سوریې لښکرې ورنژدې شوې، الیشع دعا وکړه: نو د الیشع د دعا په اساس څښتن هغوی ړانده کړل.
19الیشع د دښمن لښکرو ته وویل: الیشع هغوی د سامرې ښار ته بوتلل.
20کله چې ټول عسکر ښار ته ننوتل، الیشع دعا وکړه: نو څښتن د هغوی سترګې وغړولې او هغوی ولیدل چې دننه په سامره کې ��ي.
21کله چې د اسراییلو پاچا هغوی ولیدل، د الیشع څخه یې پوښتنه وکړه:
22الیشع ځواب ورکړ:
23د اسراییلو پاچا هغوی ته یوه لویه مېلمستیا تیاره کړه. کله چې هغوی د خوړلو او څښلو څخه وزګار شول، نو هغوی یې بېرته د سوریې پاچا ته ورولېږل. له هغې وروسته د سوریې لښکرو تر ډېرې مودې پورې د اسراییلو په سیمه باندې برید ونه کړ.
24یو څه موده وروسته، د سوریې پاچا بنهدد خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ، بیا هغوی سامرې ته روان شول او هغه یې کلابنده کړه.
25هغوی خپلې کلابندۍ ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړ ترڅو په ښار کې د خوراک دپاره هېڅ شی پاتې نه شو. په حقیقت کې، د خره یو سر په اتیا مثقاله سپینو زرو او د کوترې دوه سوه ګرامه فاضله مواد په پنځه مثقاله سپینو زرو باندې خرڅېدل.
26یوه ورځ د اسراییلو پاچا د ښار په دېوال باندې قدم واهه، یوې ښځې هغه ته نارې کړې:
27پاچا وویل:
28وروسته هغه د ښځې څخه وپوښتل: هغې ځواب ورکړ:
29نو ما خپل زوی پوخ کړ او هغه مو وخوړ. بله ورځ مې هغې ښځې ته وویل چې خپل زوی راوړه چې ویې خورو، خو هغه یې پټ کړ.>
30کله چې پاچا دا کیسه واورېدله، هغه له غمه خپل کالي وشلول. څرنګه چې هغه د ښار په دېوال باندې ولاړ ؤ، نو خلکو ولیدل چې هغه د خپلو کالیو لاندې د ویر کالي اغوستي وو.
31هغه وویل:
32نو هغه د الیشع پسې یو استازی ولېږه چې هغه راولي.په هغه وخت کې الیشع په خپل کور کې ؤ او د اسراییلو ډېرو مهمو سپین ږیرو د هغه سره غونډه درلوده. مخکې له دې چې د پاچا استازی ورورسیږي، الیشع هغو ته وویل:
33د الیشع خبرې پای ته نه وې رسېدلې، چې پاچا راورسېد. هغه وویل: