Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1الیشع ځواب ورکړ:
2د پاچا هغه منصبدار چې شخصي خدمتګار یې ؤ الیشع د خدای نبي ته وویل: الیشع ځواب ورکړ:
3په همدې وخت کې څلور نفره چې په جذام باندې اخته وو د سامرې د دروازې څخه بیرون وو. هغوی یو او بل ته وویل:
4ښار ته ننوتل ګټه نه لري، ځکه چې مونږ به هلته له لوږې څخه مړه شو، مګر که دلته پاتې شو، هم مړه کېږو. نو راځئ چې د سوریې کمپ ته ورشو، که هغوی زمونږ سره ډېر بد هم وکړي نو مونږ به ووژني، خو کېدای شي چې هغوی مونږ ژوندي پرېږدي.>
5نو څنګه چې تیاره کېدله، هغوی د سوریې کمپ ته ورغلل، مګر کله چې هغوی هلته ورسېدل، هلته هېڅوک نه ؤ.
6څښتن په سوریایانو باندې داسې آواز واوروه لکه چې یو لوی لښکر د آسونو او جنګي ګاډیو سره راروان وي. سوریایانو داسې فکر کاوه چې د اسراییلو پاچا د حیتیانو او مصریانو پاچاهان اجیران نیولي دي او د هغوی لښکرې به ورباندې برید وکړي.
7نو په هماغه ماښام سوریایان د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېدل. خپلې خېمې، آسونه او خره یې پرېښودل او کمپ یې لکه څنګه چې ؤ هماغسې پرېښود.
8کله چې هغه څلور جذامیان د کمپ یوې ګوښې ته ورسېدل، هغوی یوې خېمې ته ورننوتل. هغوی وخوړل او ویې څښل او سپین زر، سره زر او کالي چې یې پیدا کړل هغه یې د ځان سره یوړل او پټ یې کړل. بیا د دویم ځل دپاره راغلل، بلې خېمې ته ورننوتل او هرڅه یې چې لاس ته راوړل هغه یې د ځان سره یوړل او هغه یې هم پټ کړل.
9بیا هغوی یو او بل ته وویل:
10نو هغوی بېرته سامرې ته لاړل، د ښار د دروازې ساتونکو ته یې غږ وکړ او هغوی ته یې وویل:
11ساتونکو د دې خبر اعلان وکړ او بیا وروسته د پاچا ماڼۍ ته دا خبر ورسېد.
12لا شپه وه، چې پاچا له خپلې بسترې څخه راپاڅېد او خپلو درباریانو ته یې وویل:
13د هغه د درباریانو څخه یو تن وویل:
14هغوی یو څو نفره غوره کړل او پاچا هغوی په دوه جنګي ګاډیو کې ولېږل او امر یې ورته وکړ چې لاړ شي او دا خبره معلومه کړي چې د سوریې په لښکرو باندې څه شوي دي.
15هغه نفر د اردن د سیند پورې لاړل او هغوی په ټوله لاره کې ولیدل چې سوریایانو د تېښتې په وخت کې کالي او سامانونه غورځولي دي. بیا هغوی بېرته راستانه شول او پاچا ته یې راپور ورکړ.
16د سامرې خلک بیرون ووتل او د سوریایانو کمپ یې لوټ کړ. لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، یو من د غنمو اوړه یا دوه منه اوربشې په یو مثقال سپینو زرو باندې خرڅېدلې.
17د اسراییلو پاچا هغه منصبدار چې ځانګړي خدمتګار یې ؤ، د ښار د دروازې د مسؤول په توګه وټاکه. لکه څنګه چې الیشع په هغه وخت کې چې پاچا د هغه د لیدلو دپاره ورغلی ؤ، وړاندوینه کړې وه، نوموړی منصبدار د خلکو تر پښو لاندې شو او مړ شو.
18الیشع پاچا ته ویلي وو:
19هغه منصبدار په ځواب کې ویلي وو: او الیشع ځواب ورکړی ؤ:
20او د الیشع وړاندوینه ترسره شوه - هغه منصبدار د ښار په دروازه کې د خلکو د پښو لاندې مړ شو.