Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1الیشع هغې ښځې ته چې د هغې زوی یې بېرته راژوندی کړی ؤ وویل:
2لکه څنګه چې د خدای نبي الیشع ویلي وو هغې ښځې کټ مټ هماغسې وکړل او هغه لاړه چې د فلسطینیانو په هېواد کې واوسیږي. هغه د خپلې کورنۍ سره اووه کاله په هغه ځای کې واوسېدله.
3د اوو کالو په پای کې، هغه اسراییلو ته راستنه شوه، پاچا ته لاړه او ورته زارۍ یې وکړې چې کور او جایداد یې بېرته ورکړل شي.
4په دې وخت کې، پاچا د الیشع د خدمتګار جیحزي سره خبرې کولې. د هغه څخه یې وغوښتل چې د الیشع د ټولو حیرانوونکو کارونو په هکله معلومات ورکړي.
5په داسې حال کې چې جیحزي هغه ته د هغه مړ هلک په هکله چې الیشع بېرته راژوندی کړی ؤ خبرې کولې، هغه ښځه د خپل زوی سره راورسېدله چې پاچا ته عرض وکړي. جیحزي وویل:
6پاچا هغې ښځې ته وویل چې خپله کیسه بیان کړي او هرڅه چې پېښ شوي وو هغې ورته بیان کړل. بیا پاچا د خپلو درباریانو څخه یو تن ته وویل:
7الیشع هغه وخت دمشق ته لاړ چې د سوریې پاچا بنهدد ناروغ ؤ. کله چې پاچا ته یې خبر ورکړ چې الیشع دلته راغلی دی،
8هغه حزاییل ته وویل:
9بیا حزاییل د څلوېښتو اوښانو سره چې د دمشق ډېر ښه تولیدات ورباندې بار وو روان شو او الیشع ته یې د سوغات په توګه یوړل. هغه نبي راپیدا کړ او ورته ویې ویل:
10الیشع حزاییل ته وویل:
11الیشع حزاییل ته داسې په ځیر کتل تر هغې چې هغه وشرمېده، بیا الیشع وژړل.
12حزاییل پوښتنه وکړه: الیشع ځواب ورکړ:
13حزاییل ځواب ورکړ: الیشع ورته وویل:
14حزاییل بېرته بنهدد ته ورغی. بنهدد ورڅخه پوښتنه وکړه: حزاییل ځواب ورکړ:
15مګر په راتلونکې ورځ، حزاییل یوه کمپله راواخیسته، په اوبو کې یې خیشته کړه او د پاچا په مخ باندې یې کېښوده تر هغې پورې چې د هغه ساه بنده شوه او هغه مړ شو. بیا حزاییل د هغه په ځای پاچا شو.
16په اسراییلو کې د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په پنځم کال، د یهوشافاط زوی یهورام د یهودا پاچا شو.
17یهورام د دوه دېرشو کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او اته کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه.
18یهورام لکه د اخاب د کورنۍ په شان د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. د اخاب لور د یهورام ښځه وه او هغه د څښتن په وړاندې ګناه وکړه،
19مګر څښتن نه غوښتل چې یهودا له منځه یوسي، ځکه چې هغه د خپل خدمتګار داود سره ژمنه کړې وه چې د هغه اولاده به تل په یهودا باندې پاچاهي کوي.
20د یهورام په پاچاهۍ کې، د ادوم خلک یاغي شول او د ځان دپاره یې خپل پاچا وټاکه.
21نو یهورام د خپلو ټولو جنګي ګاډیو سره صعیر ته روان شو، چې هلته ادومي لښکر هغوی کلابند کړل. د شپې هغه او د هغه د جنګي ګاډیو قوماندانانو کلابندي ماته کړه او د یهورام عسکر خپلو کورونو ته وتښتېدل.
22یهودا هېڅکله ونه شو کولی چې په ادوم باندې خپله واکمني بېرته تر لاسه کړي. حتی د لبنه ښاریان هم په هغه وخت کې یاغي شول.
23د یهورام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
24یهورام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو او د هغه زوی اخزیا د هغه په ځای پاچا شو.
25په اسراییلو کې د یورام د پاچاهۍ په دولسم کال، د یهورام زوی اخزیا د یهودا پاچا شو.
26اخزیا د دوه ویشت کالو په عمر ؤ چې پاچا شو او یو کال یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور عتلیا وه چې د اسراییلو د پاچا عمري لمسۍ وه.
27څرنګه چې اخزیا د اخاب د کورنۍ سره د خېښۍ اړیکې درلودلې، نو هغه هم د هغوی په شان د څښتن په وړاندې ګناه وکړه.
28اخزیا د اسراییلو د پاچا یورام سره لاړ چې د جلعاد په راموت کې په حزاییل پاچا او د سوریې په لښکرو باندې برید وکړي. په دې جګړه کې سوریایانو یورام ټپي کړ.
29نو هغه د یزرعیل ښار ته راستون شو چې ټپ یې روغ شي. اخزیا د هغه د لیدلو دپاره هلته ورغی.