Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1په دې دوران کې الیشع د نبیانو د ډلې څخه یو نبي راوغوښت او ورته ویې ویل:
2کله چې هلته ورسېدلې، د یهوشافاط زوی او د نمشي لمسی ییهو راپیدا کړه. هغه یو داسې کوټې ته بوځه چې د خپلو ملګرو څخه جلا وي،
3بیا د هغه په سر باندې د زیتونو تېل واچوه. هغه ته داسې ووایه: څښتن فرمایي چې ته مې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړی یې. کله چې دا کار سرته ورسېد، پرته له ځنده دروازه خلاصه کړه او د هغه ځای څخه وتښته!>
4بیا هغه نبي راموت ته لاړ.
5کله چې هغه هلته ورسېد، د لښکرو منصبدارانو غونډه درلودله. هغه وویل: ییهو پوښتنه وکړه: نبي ځواب ورکړ:
6نو ییهو راپاڅېده او دننه لاړ. نبي د ییهو په سر باندې د زیتونو تېل واچول او هغه ته یې وویل:
7څښتن زیاتوي: زه غواړم چې ته د خپل بادار یعنې د اخاب کورنۍ له منځه یوسې، نو ایزابل ته به د نبیانو او زما د نورو خدمتګارانو د وژلو په خاطر سزا ورکړل شي.
8د اخاب ټوله کورنۍ او اولاده به مړه شي، زه به د هغه په کورنۍ کې هر یو نارینه له منځه یوسم که هغه غلام وي او که آزاد.
9زه به د اخاب کورنۍ د اسراییلو د پاچاهانو د نباط زوی یروبعام او د اخیا زوی بعشا د کورنۍ په برخلیک اخته کړم.
10د ایزابل د جسد غوښې به د یزرعیل په سیمه کې سپي وخوري او څوک به هغه ښخه نه کړي.> نبي دا وویل، دروازه یې خلاصه کړه او وتښتېد.
11ییهو بېرته خپلو منصبدارانو ته ورغی او هغوی ورڅخه پوښتنه وکړه: ییهو په ځواب کې وویل:
12هغوی پوښتنه وکړه: ییهو ځواب ورکړ:
13هغوی په چالاکۍ سره خپلې چپنې راواخیستلې او په هغو پوړو باندې یې وغوړولې چېرته چې ییهو ولاړ ؤ. یو نفر سرنی وواهه او هر یو دا چیغې وهلې:
14-
15نو ییهو د یورام پاچا په مقابل کې چې په یزرعیل کې ؤ یوه دسیسه جوړه کړه. یورام هلته د دې دپاره تللی و چې د هغو ټپونو څخه روغ شي چې په راموت کې د سوریې د پاچا حزاییل سره په جګړه کې ورته پیدا شوي وو. نو ییهو خپلو ملګرو منصبدارانو ته وویل:
16نو ییهو خپلې جنګي ګاډۍ کې سپور او یزرعیل ته روان شو. یورام لا روغ شوی نه ؤ او په همدې وخت کې د یهودا پاچا اخزیا د هغه د لیدلو دپاره راغلی ؤ.
17کله چې د یزرعیل د څارنې د برج پهره دار ولیدل چې ییهو او د هغه نفر راروان دي، هغه پاچا ته غږ وکړ: یورام حکم وکړ:
18یو په آس باندې سپور استازی ورووت او ییهو ته یې وویل: ییهو ځواب ورکړ: په همدې وخت کې د څارنې د برج ساتونکي وویل:
19نو یورام یو بل سپور استازی ولېږه، هغه ییهو ته ورغی او ویې ویل: ییهو ځواب ورکړ:
20د څارنې د برج ساتونکي وویل:
21یورام حکم وکړ: او ګاډۍ تیاره شوه. بیا هغه او اخزیا په خپلو ګاډیو کې سپاره شول او د ییهو د لیدلو دپاره ورووتل. هغوی د نابوت یزرعیلي په ځمکه کې د هغه سره لیدنه وکړه.
22یورام پوښتنه وکړه: ییهو ځواب ورکړ:
23یورام غږ وکړ: د دې له ویلو سره یورام خپله ګاډۍ راوګرځوله او وتښتېد.
24ییهو په خپل ټول قوت سره لینده راکش کړه او یو غشی یې ګوزار کړ. غشی د یورام د اوږو په منځ کې ولګېده او بیا د هغه په زړه کې ورننوت. هغه په خپلې ګاډۍ کې راولوېد او مړ شو.
25ییهو خپل مرستیال بیدکار ته وویل:
26ما د نابوت او د هغه د زامنو قتل پرون ولیده. نو ځکه زه ژمنه کوم چې تاته به هم په همدې ځمکه کې سزا درکړم.> بیا ییهو خپل مرستیال ته امر وکړ:
27اخزیا پاچا دا پېښه ولیدله او هڅه یې وکړه چې د بیت هګان ښارګوټي ته وتښتي، مګر ییهو ورورسېد او امر یې وکړ: نو څه وخت چې اخزیا یبلعام ته نژدې د جور کلي ته چې په لوړه کې ؤ روان ؤ، د ییهو لښکرو هغه په غشي باندې وویشت. هغه تر مجدو پورې لاړ او هلته مړ شو.
28د اخزیا منصبدارانو د هغه مړی په جنګي ګاډۍ کې واچاوه، بېرته یې اورشلیم ته یووړ او هغه یې د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ کړ.
29اخزیا د اخاب د زوی یورام د پاچاهۍ په یوولسم کال د یهودا پاچا شوی ؤ.
30ییهو د یزرعیل خواته روان شو او کله چې ایزابل واورېدل چې ییهو راروان دی، رانجه یې په سترګو باندې ووهل او خپل ویښتان یې ږمنځ کړل. بیا په کړکۍ کې ودرېدله او بیرون یې کتل.
31څنګه چې ییهو د ښار د دروازې څخه تېر شو، هغې ورته نارې کړې:
32هغه پورته کړکۍ ته وکتل او پوښتنه یې وکړه: د ماڼۍ دوه درې خصي شويو سړیو خپل سرونه له کړکۍ څخه راوویستل
33او ییهو هغوی ته وویل: درباریانو ایزابل لاندې راوغورځوله او د هغې وینه په دېوال او آسونو باندې وشیندل شوه. بیا آسونو د هغې مړی تر پښو لاندې کړ.
34ییهو دننه ماڼۍ ته ننوت چې یو څه وخوري او وڅښي. بیا هغه وویل:
35مګر کله چې هغوی د هغې د مړي د ښخولو دپاره ووتل، هغوی یواځې د هغې کوپړۍ، لاسونه او پښې راپیدا کړې.
36کله چې هغوی ییهو ته خبر ورکړ هغه وویل:
37د هغې مړی به لکه خوشایي داسې خورې ورې شي چې هېڅوک یې ونه شي پېژندلی.>