Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1د اخاب اویا زامن په سامره کې اوسېدل. نو ییهو د هغه ښار مهمو مامورانو، مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو ته لیک ورولېږه. په لیک کې هغه داسې لیکلي وو:
3تاسو د اخاب د زامنو څخه چې تر ټولو ښه وي د پاچا په توګه وټاکئ او بیا د هغه د دفاع دپاره وجنګېږئ.>
4هغوی دا لیک ولوست او ډېر ووېرېدل. هغوی یو او بل ته وویل:
5د ماڼۍ آمر، د ښار ښاروال، نورو مشرانو او د اخاب د زامنو ساتونکو دغه ځواب ییهو ته ورولېږه:
6بیا ییهو یو بل لیک واستاوه چې په هغه کې ویل شوي وو: د اخاب پاچا زامن اویا تنه وو چې د ښار د ځینو مهمو خلکو سره اوسېدل او د هغوی ښوونه او روزنه یې کوله.
7کله چې د ییهو دویم لیک راورسېد، هغو مهمو خلکو د اخاب ټول زامن ووژل. بیا یې د هغو سرونه په ټوکریو کې کېښودل او هغه یې ییهو ته چې په یزرعیل کې ؤ ولېږل.
8کله چې یو استازي ییهو ته خبر ورکړ چې د اخاب د زامنو سرونه یې راوړي دي، هغه وویل:
9په سهار کې، ییهو بیرون ووت. هغه د ټولو خلکو په مخ کې ودرېد او ویې ویل:
10تاسو باید پوه شئ هرڅه چې څښتن د اخاب د اولادې په اړه ویلي وو، هغه سرته رسیږي. څښتن هغه کار وکړ چې وعده یې د خپل نبي ایلیا په وسیله کړې وه.>
11بیا ییهو د اخاب نور خپلوان چې په یزرعیل کې اوسېدل، د هغه لوړ رتبه درباریان، د هغه کاهنان او د هغه ډېر نژدې دوستان ووژل. په یزرعیل کې د اخاب د کورنۍ څخه هېڅوک ژوندی پاتې نه شو.
12ییهو سامرې ته روان شو او په لاره کې په هغه ځای کې چې شپانه به پکې راټولېدل
13د یهودا د پاچا اخزیا د خپلوانو سره مخامخ شو. هغه پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
14ییهو خپلو سړیو ته وویل: نو هغوی یې ونیول او د شپنو د راغونډېدلو ځای ته نژدې د کندې غاړې ته یې بوتلل او هغه ټول دوه څلوېښت نفره یې ووژل.
15څنګه چې ییهو روان شو، د رکاب زوی یهوناداب یې ولید چې د ده د لیدلو دپاره راروان ؤ. ییهو هغه ته ښه راغلاست ووایه، بیا یې زیاته کړه: هغه ځواب ورکړ: ییهو ځواب ورکړ: او ییهو ورسره مرسته وکړه او په ګاډۍ کې یې سپور کړ.
16او ییهو وویل: هغوی دواړه د ییهو په ګاډۍ کې سپاره شول.
17لکه څنګه چې څښتن د ایلیا سره وعده کړې وه، کله چې هغ��ی سامرې ته ورسېدل، ییهو د اخاب ټول خپلوان ووژل، حتی یو یې هم ژوندی پرېنښود.
18ییهو د سامرې ټول خلک سره راغونډ کړل او ورته ویې ویل:
19زه غواړم چې هغه ته یوه لویه قرباني وړاندې کړم. نو د هغه ټول نبیان، کاهنان او عبادت کوونکي دلته راغونډ کړئ. هرڅوک چې رانغی هغه به ووژل شي.> مګر دا یو چل ؤ، ییهو په رښتیا سره دا پلان درلود چې د بعل عبادت کوونکي ووژني.
20هغه وویل: وروسته له دې چې هغه ورځ اعلان شوه،
21ییهو د اسراییلو ټول هېواد ته دا خبر ولېږه. د بعل ټول عبادت کوونکي راغلل، یو هم پاتې نه شو او د عبادت ځای له یو سر څخه تر بله سره پورې ډک شو.
22ییهو د سپېڅلو چپنو مسؤول ته امر وکړ:
23وروسته ییهو او یهوناداب د عبادت ځای ته ننوتل او ییهو خلکو ته وویل:
24بیا هغوی بعل ته د قربانۍ په وړاندې کولو باندې پیل وکړ.له مخکې څخه ییهو اتیا سړي له دې خبرداري سره بیرون ودرول:
25څنګه چې ییهو د قربانۍ وړاندې کول پای ته ورسول، هغه ساتونکو او منصبدارانو ته وویل: هغوی د خپلو تورو سره ورننوتل، ټول یې ووژل او د هغوی مړي یې بیرون وغورځول. بیا هغوی د عبادت د ځای دنننۍ کوټې ته ننوتل،
26د بعل بت یې وویست او هغه یې وسوځاوه.
27بیا یې هغه ټوټې ټوټې کړ او هغوی د بعل د عبادت ځای بېخي له منځه یووړ. د عبادت ځای یې په تشناب باندې بدل کړ، چې تر نن ورځې پورې پاتې دی.
28په دې ډول ییهو په اسراییلو کې د بعل عبادت له منځه یووړ.
29خو هغه ګناه یې بنده نه کړه چې یروبعام پاچا کړې وه، څوک چې د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. هغوی د سرو زرو سخوندرانو د مجسمو عبادت کاوه، هغه چې یروبعام په بیت ییل او دان کې ایښې وې.
30وروسته څښتن وویل:
31مګر ییهو د اسراییلو د څښتن خدای د حکمونو څخه د زړه له کومي اطاعت ونه کړ. د هغه په ځای هغه داسې د ګناه څخه ډک کارونه وکړل چې یروبعام کړي وو او د اسراییلیانو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.
32په هغو ورځو کې څښتن د اسراییلو د هېواد په کوچني کولو پیل وکړ. حزاییل د سوریې پاچا اسراییلو ته ماتې ورکړه.
33حزاییل د اردن د سیند ختیځې سیمې یعنې د جلعاد او باشان سیمې او د ارنون سیند ته نژدې د عروعیر د ښارګوټي په شمال کې سیمه تر واک لاندې راوستلې. دا هغه سیمې وې چې د جاد، روبین او منسي قبیلې پکې اوسېدلې.
34نور هغه ټول کارونه چې ییهو کړي دي چې په هغو کې د هغه د زړورتوب کارونه هم شامل دي، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.
35ییهو مړ او په سامره کې ښخ شو او د هغه زوی یهواخاز د هغه په ځای پاچا شو.
36ییهو په سامره کې په اسراییلو باندې اته ویشت کاله پاچاهي کړې وه.