Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1نو سموئیل د زیتونو د تېلو بوتل راواخیست او د شائول په سر یې تېل توی کړل، هغه یې ښکل کړ او ویې ویل:
2نن کله چې ته لاړ شې نو د بنیامین په سیمه یعنې په صلصح کې به د راحیل د قبر تر څنګه د دوه سړیو سره مخامخ شې. هغوی به تاته ووایي: هغه خرې چې ته د هغو د لټولو دپاره تللی وې پیدا شوې دي، اوس ستا پلار د خرو خبره پریښې ده او ستاسو دپاره اندېښنه کوي. هغه وایي: د خپل زوی په باره کې څه وکړم؟
3بیا به له هغه ځایه لاړ شې ترڅو هغه غټې د څېړۍ ونې ته چې په تابور کې دی ورسېږې. هلته به د دریو سړیو سره مخامخ شې چې خدای ته د عبادت کولو دپاره بیت ئیل ته روان دي. د یو سره به درې سېرلي، د بل سره درې ډوډۍ او د دریم سره به د شرابو ژی وي.
4هغوی به تاته سلام ووایي او تاته به دوه ډوډۍ درکړي، ته باید هغه قبولې کړې.
5وروسته له هغې به په جبعه کې د خدای د عبادت غونډۍ ته لاړ شې چې هلته د فلسطینیانو پوځي پوسته ده. د ښار په دروازه کې به ته د نبیانو له یوې ډلې سره مخامخ شې چې د غونډۍ څخه راکوزیږي. نبیان به په جذبه کې نبوت کوي او نور خلک به د هغوی په وړاندې رڅپرکی، چمبه او شپېلۍ غږوي.
6د څښتن روح به ناڅاپه په تا باندې نازل شي او ته به په ګډه د نبیانو سره نبوت کوې. ته به هغه شان نه یې لکه څنګه چې مخکښې وې.
7هرکله چې دې دغه نښې ولیدلې هرڅه چې ته یې ښه ګڼې هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره دی.
8زما څخه مخکې جلجال ته لاړ شه. زه به درشم چې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړم. مګر ته باید اووه ورځې هلته انتظار وباسې ترڅو زه راشم او تاته ووایم چې څه وکړې.>
9څنګه چې شائول د سموئیل څخه رخصت شو، خدای د شائول شخصیت بدل کړ. هغه ټولې نښې په هماغه ورځ پوره شوې.
10کله چې شائول او د هغه نوکر جبعې ته ورسېدل، شائول د نبیانو د یوې ډلې سره مخامخ شو. د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او د هغوی سره یې یوځای په نبوت پیل وکړ.
11هغو خلکو چې هغه یې له پخوا څخه پېژانده ویې لیدل چې هغه نبوت کوي. یو د بل څخه یې پوښتنه وکړه:
12د هغه ځای یو اوسېدونکي پوښتنه وکړه: نو دا یو متل شو:
13وروسته له دې چې شائول نبوت پای ته ورساوه هغه د عبادت ځای ته وخوت.
14څه موده وروسته چې د شائول کاکا هغه او د هغه نوکر ولیدل د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: شائول ځواب ورکړ:
15د شائول کاکا پوښتنه وکړه:
16شائول ځواب ورکړ: مګر شائول هغه څه چې سموئیل د ده د پادشاه کېدو په اړه ویلي وو خپل کاکا ته څه ونه ویل.
17سموئیل د اسراییلو قوم په مصفې کې د څښتن حضور ته راغونډ کړ
18او ورته ویې ویل:
19مګر تاسو نن خپل خدای چې تاسو یې د ټولو مصیبتونو او سختیو څخه ژغورلي یاست، ردوئ او ورته وایئ چې مونږ ته پادشاه راکړه چې په مونږ باندې حکومت وکړي. ډېر ښه، نو اوس د خپلو قبیلو او خېلونو سره د څښتن په مخکې حاضر شئ.>
20کله چې سموئیل د اسراییلو ټولې قبیلې د څښتن حضور ته راټولې کړې، د بنیامین قبیله یې د پچې په ذریعه غوره کړه.
21بیا هغه د بنیامین قبیله د هغې د خېلونو سره وړاندې راوستله او د مطري خېل وټاکل شو. په پای کې د قیس زوی شائول غوره کړای شو، خو کله چې هغوی شائول ولټاوه هغه پیدا نه شو.
22هغوی د څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن وویل:
23نو دوی په منډه لاړل، هغه یې راوست او څنګه چې هغه د خلکو په منځ کې ودرېد نو قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.
24سموئیل ټول قوم ته وویل: خلکو چیغې کړې:
25سموئیل قوم ته د پادشاهۍ حقوق او فرایض بیان کړل. هغه یې په سند کې ولیکل او سند یې د عبادت په ځای کې کېښود. وروسته یې هر یو خپل کور ته رخصت کړ.
26شائول هم خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ لاړ او د هغه سره ځینې زړور سړي چې خدای د هغوی زړونه بدل کړي وو لاړل.
27مګر ځینو بېکاره خلکو وویل: هغوی شائول ته په سپکه سترګه وکتل او هغه ته یې سوغاتونه رانه وړل، مګر شائول غلی پاتې شو.