Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1د بنیامین د قبیلې څخه یو شتمن او با نفوذه سړی ؤ چې قیس نومېده. هغه د ابي ئیل زوی او د صرور لمسی ؤ. د بکورت په کورنۍ پورې یې اړه درلوده چې د افیح د خېل یوه برخه وه.
2قیس یو زوی درلود چې شائول نومېده، هغه یو ښکلی ځوان ؤ چې په اسراییلو کې له هغه څخه څوک زیات ښکلی نه ؤ او قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.
3د قیس خرې ورکې شوې وې، نو هغه شائول ته وویل:
4هغوی د افرایم په غرنۍ سیمې او د شلیشې په سیمه کې وګرځېدل مګر هغه یې پیدا نه کړې. نو د شعلیم د سیمې څخه تېر شول، مګر خرې هلته نه وې. وروسته بیا د بنیامین په ځمکه کې وګرځېدل خو ویې نه موندلې.
5کله چې هغوی د صوف سیمې ته ورسېدل شائول خپل نوکر ته چې ورسره ؤ وویل:
6مګر نوکر په ځواب کې وویل:
7شائول ورته وویل:
8نوکر هغه ته په ځواب کې وویل:
9(په پخوا زمانه کې چې کله به په اسراییلو کې چا غوښتل چې د خدای څخه سوال وکړي نو داسې به یې ویل: ځکه چې اوسنی نبي به پخوا د غیب ویونکي په نوم یادېده.)
10شائول خپل نوکر ته وویل: نو دوی هغه ښار ته لاړل چې نبي په کې ؤ.
11هغه وخت چې هغوی ښار ته په غونډۍ باندې پورته کېدل ویې لیدل چې یو څو نجونې د اوبو وړلو دپاره راروانې دي. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه:
12هغوی ځواب ورکړ:
13څنګه چې تاسو ښار ته ننوزئ نو مخکې له دې چې هغه د عبادت ځای ته د خوړلو دپاره پورته وخېژي، تاسو به یې پیدا کړئ. ترڅو پورې چې هغه راغلی نه وي خلک به ډوډۍ ونه خوري، ځکه چې هغه باید اول قربانۍ ته برکت ورکړي. وروسته به رابلل شوي خلک ډوډۍ وخوري. اوس پورته وخېژئ نو په همدې وخت کې به یې پیدا کړئ.>
14نو شائول او د هغه نوکر ښار ته روان شول او څنګه چې هغوی ښار ته ورننوتل، سموئیل د دوی خواته راروان ؤ چې د عبادت ځای ته وخېژي.
15د شائول د راتګ څخه یوه ورځ مخکې څښتن سموئیل ته ویلي وو:
17کله چې سموئیل شائول ولید، څښتن هغه ته وویل:
18شائول د دروازې په خوله کې سموئیل ته ورنژدې شو او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
19سموئیل ځواب ورکړ:
20د هغو خرو په باره کې چې درې ورځې مخکې ورکې شوې دي اندېښنه مه کوه هغه پیدا شوې دي. هغه څوک چې د اسراییلو قوم یې زیات غواړي، هغه ته او ستا د پلار کورنۍ ده.>
21شائول په ځواب کې وویل:
22سموئیل شائول او د هغه نوکر لویې کوټې ته دننه راوستل او هغوی ته یې د دسترخوان په سر کې ځای ورکړ چې هلته نژدې دېرش تنه مېلمانه ناست وو.
23سموئیل اشپز ته وویل:
24نو اشپز ورون راوړ او د شائول په مخکې یې کېښود. سموئیل وویل: نو شائول په هغه ورځ د سموئیل سره ډوډۍ وخوړله.
25وروسته له دې چې هغوی د عبادت ځای څخه ښار ته راکوز شول، سموئیل په خپل بام باندې د شائول سره خبرې وکړې.
26هغوی سهار وختي پاڅېدل او سموئیل شائول ته چې په بام باندې ؤ غږ وکړ: کله چې شائول تیار شو، هغه او سموئیل سره یوځای ووتل.
27کله چې دوی د ښار پولې ته راښکته شول، سموئیل شائول ته وویل: نوکر مخکې شو او سموئیل زیاته کړه: