Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1کله چې سموئیل زوړ شو خپل زامن یې د قاضیانو په توګه د اسراییلو دپاره وټاکل.
2د هغه د مشر زوی نوم یوئیل او د کشر زوی نوم ابیاه ؤ. هغوی په بئرشبع کې قاضیان وو.
3خو هغوی د خپل پلار په لار روان نه وو. د هغوی شوق صرف پیسې پیدا کول ؤ، نو رشوت به یې اخیست او انصاف به یې تر پښو لاندې کاوه.
4نو د اسراییلو ټول سپین ږیري سره راغونډ شول او رامې ته لاړل، ترڅو د سموئیل سره وګوري.
5سموئیل ته یې وویل:
6سموئیل د هغوی په دې غوښتنه خوشاله نه ؤ. نو هغه څښتن ته دعا وکړه.
7څښتن هغه ته وویل:
8د هغه وخت څخه چې ما دوی د مصر څخه راوویستل، زه یې پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت یې وکړ. هغوی اوس ستا سره هغه کار کوي کوم چې هغوی تل زما سره کړی دی.
9نو بیا څه چې هغوی در نه غواړي هماغسې وکړه، مګر هغوی ته په کلکه خبرداری ورکړه او ورته وښایه چې پادشاهان به د دوی سره څنګه رویه کوي.>
10سموئیل د څښتن ټولې خبرې هغه خلکو ته بیان کړې چې د هغه څخه یې د پادشاه غوښتنه کړې وه.
11سموئیل څرګنده کړه:
12ځینې به د زر کسیزه ډلې او ځینې به د پنځوس کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي. ستاسو زامن به د پادشاه ځمکه قلبه کوي، د هغه حاصلات به راغونډوي او د وسلې او د جنګي ګاډیو دپاره به سامان جوړوي.
13هغه به ستاسو لورګانې بوځي او هغه ته به عطر جوړوي، پخلی به ورته کوي او ډوډۍ به ورته پخوي.
14هغه به ستاسو څخه ډېر ښه پټي او د انګورو او زیتونو باغونه واخلي او خپلو افسرانو ته به یې ورکړي.
15هغه به ستاسو د غلو دانو او انګورو لسمه برخه واخلي او خپلو درباریانو او افسرانو ته به یې ورکړي.
16هغه به ستاسو څخه غلامان، وینځې او ستاسو ډېرې ښې پادې او خره د خپل کار دپاره واخلي.
17هغه به ستاسو د رمو څخه لسمه برخه اخلي او تاسو په خپله به د هغه غلامان شئ.
18هغه ورځ به راشي کله چې تاسو د خپل پادشاه له لاسه چې د خپل ځان دپاره مو غوره کړی دی سخت شکایتونه وکړئ. خو څښتن به ستاسو شکایتونو ته غوږ ونه نیسي.>
19مګر قوم د سموئیل د خبرو د اورېدلو څخه انکار وکړ او ویې ویل:
20مونږ هیله لرو چې د نورو ټولو قومونو په شان شو. پادشاه به په مونږ باندې حکومت وکړي او په جګړې کې به زمونږ لارښوونه کوي.>
21سموئیل د هغوی خبرې واورېدلې، بیا یې دا هرڅه څښتن ته وړاندې کړل.
22څښتن ځواب ورکړ: بیا سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل: