Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1نو د قریه یعاریم خلکو د څښتن د لوظ صندوق راواخیست او هغه یې د ابیناداب کور ته چې د یوې غونډۍ د پاسه ؤ یووړ. د هغه زوی العازار یې وقف کړ چې د څښتن د لوظ صندوق وساتي.
2د څښتن د لوظ صندوق د اوږدې مودې دپاره یعنې څه ناڅه شل کاله په قریه یعاریم کې پاتې شو. په دې موده کې ټولو اسراییلو ویر وکړ او د څښتن په لټون کې شول.
3سموئیل د اسراییلو قوم ته وویل:
4نو اسراییلو د بعل او عشتاروت بتان لېرې کړل او یوازې د څښتن عبادت یې کاوه.
5بیا سموئیل ټول اسراییلیان راوغوښتل چې په مصفه کې سره راټول شي، ورته ویې ویل:
6کله چې هغوی په مصفه کې سره راغونډ شول، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او د څښتن په وړاندې یې د نذرانې په توګه توی کړې. هغه ورځ یې روژه ونیوله او هلته یې دا اقرار وکړ: سموئیل د اسراییلو مشر ؤ او خپل کار به یې په مصفه کې کاوه.
7کله چې فلسطینیانو واورېدل چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي دي، د فلسطنیانو پنځه پادشاهان د خپلو نفرو سره روان شول چې په هغوی باندې حمله وکړي. څنګه چې اسراییلو دا واورېدل نو ووېرېدل.
8هغوی سموئیل ته وویل:
9نو سموئیل یو شیدې رودونکی وری واخیست او هغه ټول یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړ. هغه د اسراییلیانو دپاره څښتن ته فریاد وکړ او څښتن د هغه فریاد واورېد.
10په هغه شیبه کې چې سموئیل سوزېدونکې نذرانه قرباني کوله، فلسطینیان د جګړې دپاره اسراییلو ته رانژدې شول، مګر په هغه ورځ څښتن په فلسطینیانو باندې د اسمان څخه تندر راوغورزاوه. هغوی بېخي وارخطا شول او له وېرې وتښتېدل.
11اسراییلیان د مصفې څخه ووتل او تر بیت کار پورې په فلسطینیانو پسې شول او په لاره کې یې هغوی ووژل.
12په هغه وخت کې سموئیل یوه تیږه واخیسته او هغه یې د مصفې او شن ترمنځ ودروله. هغه یې په نوم یاده کړه او ویې ویل:
13نو فلسطینیانو ډېره بده ماته وخوړله، تر ډېر وخته پورې یې بیا په اسراییلو باندې حمله ونه کړه. ترڅو چې سموئیل ژوندی ؤ، د څښتن لاس د هغوی په ضد اوچت ؤ.
14د عقرون څخه تر جت پورې ټول هغه ښارونه چې فلسطنیانو د اسراییلو څخه نیولي وو بېرته اسراییلو ته ورکړل شول. اسراییلو د دغو ښارونو نژدې سیمې هم د فلسطینیانو څخه ازادې کړې. د اسراییلو او اموریانو ترمنځ هم سوله وشوه.
15سموئیل د خپل ژوند تر پایه پورې د اسراییلو مشر ؤ.
16هغه به هر کال په بیت ئیل، جلجال او مصفې باندې ګرځېده او په دې ځایونو کې به یې شخړې حل کولې.
17بیا به هغه بېرته رامه ته ستنېده، ځکه چې هلته د هغه کور ؤ او په دې ځای کې هم هغه د قاضي په توګه خدمت کاوه. په رامه کې یې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ.