Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1هغه وخت چې د څښتن د لوظ صندوق اووه میاشتې د فلسطین په سیمه کې ؤ،
2خلکو کاهنان او فال کتونکي راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه:
3هغوی ځواب ورکړ:
4خلکو پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ:
5تاسو باید د پړسوب او د هغو موږکانو نمونې جوړې کړئ چې هېواد ورانوي او د اسراییلو خدای ته عزت ورکړئ. ښایي چې هغه تاسو، ستاسو خدایانو او ستاسو خاورې ته سزا ورکول بس کړي.
6تاسو ولې د مصریانو او فرعون په شان خپل زړونه سخت کړي دي؟ دا مه هېروئ چې څنګه خدای هغوی مسخره کړل ترڅو چې هغوی اسراییلو ته اجازه ورکړه چې د مصر څخه لاړ شي.
7اوس یوه نوې ګاډۍ تیاره کړئ او دوه غواګانې چې خوسکي یې زېږولي وي او هیڅکله د هغو په غاړو باندې جغ نه وي ایښودل شوی، په ګاډۍ پورې وتړئ او د هغوی خوسکي بېرته غوجل ته بوځئ.
8د څښتن د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کې یې کېږدئ او هغه د سرو زرو شیان چې تاسې یې د خپلې ګناه په بدل کې هغه ته ورلېږئ په یوې صندوقچې کې د هغه په خوا کې کېږدئ، بیا یې ولېږئ چې په خپله لاړ شي.
9نو بیا هغې ته وګورئ، که چېرې هغه خپلې سیمې ته یعنې د بیت شمس په لور لاړ، دا د دې معنیٰ لري چې دا د اسراییلو خدای دی چې په مونږ یې دغه لوی آفت راوستی دی، خو که چېرې لاړ نه شو نو بیا به پوه شو چې دا بلا هغه نه ده رالېږلې او دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه.>
10نو فلسطینیانو همداسې وکړل. دوه لنګې غواګانې یې واخیستلې، ګاډۍ پورې یې وتړلې او د هغو خوسکي یې په غوجل کې بند کړل.
11هغوی د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د موږکانو او د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې وې په ګاډۍ کې کېښودلې.
12نو غواګانې نېغې د بیت شمس په لورې لاړې. په ټوله لاره باندې یې رمباړې وهلې او چپ یا ښي خواته نه ګرځېدلې. د فلسطینیانو پادشاهان د بیت شمس تر پولې پورې په هغوی پسې لاړل.
13د بیت شمس خلکو په دره کې خپل غنم لو کول او کله چې هغوی خپلې سترګې پورته کړې او د لوظ صندوق یې ولیده، په لیدلو سره یې خوشاله شول.
14ګاډۍ د یو سړي پټي ته چې یوشع نومېده او په بیت شمس کې اوسېده راغله او هلته د یو لوی ګټ په خوا کې ودرېدله. خلکو د ګاډۍ لرګي مات کړل او غواګانې یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړې.
15لاویانو د څښتن د لوظ صندوق او هغه صندوقچه چې په هغې کې د سرو زرو شیان وو راکوز کړل او په هغه لوی ګټ باندې یې کېښودل. په هغه ورځ د بیت شمس خلکو سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ څښتن ته وړاندې کړې.
16د فلسطینیانو پنځو پادشاهانو دا ټول ولیدل او په هماغه ورځ عقرون ته ستانه شول.
17فلسطینیانو هغه د پړسوب د مرض د سرو زرو نمونې چې د خپلو ګناهونو په بدل کې یې څښتن ته لېږلې وې یعنې د اشدود، غزه، اشقلون، جت او عقرون د هر ښار دپاره یې یوه، یوه نمونه ولېږله.
18همدارنګه هغوی د سرو زرو موږکانو څخه یو، یو هر یو ښار دپاره ولېږه چې په هغو کې قلعه لرونکي او بې دېواله کلي شامل وو او پنځو فلسطیني پادشاهانو ورباندې حکمراني کوله. هغه لوی ګټ چې د څښتن د لوظ صندوق یې په هغې باندې کېښود تر نن ورځې پورې د بیت شمسي یوشع په پټي کې دی، دا د هغه شاهد دی چې هلته څه پېښ شوي وو.
19څښتن د بیت شمس د خلکو څخه اویا سړي ووژل، ځکه چې هغوی د لوظ د صندوق دننه وکتل. خلکو ویر کاوه ځکه چې څښتن په هغوی کې ډېره لویه وژنه وکړه.
20نو د بیت شمس خلکو پوښتنه وکړه:
21نو دوی د قریه یعاریم د ښار خلکو ته استازي واستول ویې ویل: