Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1وروسته له دې چې فلسطینیانو د خدای د لوظ صندوق ونیوه، هغه یې د ابن عزر څخه د اشدود ښار ته یووړ.
2هغوی دا صندوق د خپل خدای یعنې د داجون بتخانې ته یووړ او د داجون په خوا کې یې کېښود.
3کله چې د اشدود خلک په راتلونکې ورځ د وخته پاڅېدل ویې لیدل چې د داجون بت د څښتن د لوظ صندوق په مخکې په ځمکې باندې پړمخې پروت ؤ! نو دوی داجون راواخیست او بېرته یې په خپل ځای کې کېښود.
4مګر کله چې دوی په راتلونکي سهار پاڅېدل داجون د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکې باندې بیا پړمخې لوېدلی ؤ! دا ځل د بت سر او لاسونه مات شوي وو او د دروازې په درشل کې پراته وو. یوازې د هغه بدن پاتې ؤ.
5په همدې خاطر د داجون کاهنان او عبادت کوونکي تر نن ورځې پورې په اشدود کې د داجون د بت خانې د دروازې په درشل باندې پښه نه ږدي.
6څښتن د اشدود خلکو ته درنه سزا ورکړه او هغوی یې سخت ووېرول. هغه د اشدود او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د پړسوب په مرض اخته کړل.
7کله چې د اشدود خلکو دا پېښه ولیدله هغوی وویل:
8نو هغوی استازي ولېږل او د فلسطینیانو ټول پادشاهان یې یوځای راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: هغوی ځواب ورکړ: نو هغه یې د فلسطین بل ښار یعنې جت ته یووړ.
9مګر وروسته له دې چې صندوق هلته ورسېد، څښتن هغه ښار ته هم سزا ورکړه او په هغوی باندې یې سخته وېره او وارخطایي راوستله. څښتن د هغه ښار ټول خلک د ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې د پړسوب په مرض اخته کړل.
10نو دوی د خدای د لوظ صندوق د فلسطین یو بل ښار عقرون ته ولېږه، خو کله چې صندوق هلته ورسېده خلکو چیغې ووهلې:
11نو دوی د فلسطینیانو ټول پادشاهان بیا یوځای سره راوغوښتل او ویې ویل: په ټول ښار کې وېره او وارخطایي وه ځکه چې خدای هغوی ته ډېره درنه سزا ورکوله.
12هغه خلک چې مړه نه شول د پړسوب په مرض باندې اخته شول. خلکو د مرستې دپاره خپلو خدایانو ته چیغې ووهلې.