Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1سموئیل ټولو اسراییلو ته وویل:
2تاسو اوس د خپل مشر په توګه یو پادشاه لرئ. زه زوړ او سپین ږیری شوی یم او دا دی زما زامن ستاسو سره دي. زه د خپلې ځوانۍ څخه تر نن ورځې پورې ستاسو مشر وم.
3زه حاضر یم، که چېرې ما کوم غلط کار کړی وي ماته د څښتن او د هغه غوره شوي پادشاه په مخ کې دا حقیقت ووایئ. آیا ما د چا څخه غویی یا خر اخیستی دی؟ آیا ما له چا سره ټګي کړې ده یا په چا باندې مې ظلم کړی دی؟ آیا ما د چا څخه رشوت اخیستی دی؟ که چېرې ما داسې کوم کار کړی وي، نو څه چې ما اخیستي وي هغه به بېرته ورکړم.>
4قوم ځواب ورکړ:
5سموئیل ځواب ورکړ: هغوی ځواب ورکړ:
6سموئیل زیاته کړه:
7اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. زه غواړم چې تاسو د خدای په وړاندې د شواهدو سره حاضر کړم او تاسو ته هغه ښېګڼې در په یاد کړم چې خدای د ستاسو او ستاسو د نیکونو د ژغورلو دپاره کړې دي.
8کله چې یعقوب او د هغه کورنۍ مصر ته لاړل او مصریانو په هغو باندې ظلم کاوه، ستاسو نیکونو د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ. نو هغه موسیٰ او هارون ورواستول او ستاسو نیکونه یې له مصر څخه راوویستل او هغوی یې په دې خاوره کې ځای په ځای کړل.
9مګر خلکو خپل څښتن خدای هېر کړ. نو هغه دوی فلسطینیانو، د موآب پادشاه او د حاصور د ښار د لښکر قوماندان سیسرا ته په لاس ورکړل او هغوی ورسره جنګ وکړ.
10نو هغوی د مرستې دپاره څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: مونږ ګناه کړې ده ځکه چې ای څښتنه، ستا څخه مونږ مخ اړولی دی او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت مو کړی دی. مونږ د خپلو دښمنانو څخه وژغوره نو مونږ به ستا عبادت وکړو!
11بیا څښتن جدعون، باراق، یفتاح او په آخره کې یې زه راواستولم. تاسو یې د خپلو شاوخوا دښمنانو له لاسه وژغورلئ ترڅو په امن کې واوسېږئ.
12خو کله چې تاسو ولیدل چې د عمون پادشاه ناحاش په تاسو باندې حمله کوي، تاسو ماته وویل: مونږ پادشاه غواړو چې په مونږ باندې حکومت وکړي. که څه هم څښتن ستاسو پادشاه ؤ خو هغه مو رد کړ.
13اوس دا دی هغه پادشاه چې تاسو غوره کړی دی او غوښتی مو دی. وګورئ، څښتن تاسو ته پادشاه ټاکلی دی ترڅو په تاسو باندې حکومت وکړي.
14که چېرې د خپل څښتن خدای درناوی وکړئ، د هغه خدمت وکړئ، هغه ته غوږ ونیسئ او د هغه حکمونو ته غاړه کېږدئ او که چېرې تاسو او ستاسو پادشاه د هغه پیروي وکړئ نو ستاسو هرڅه به ښه وي.
15مګر که تاسو څښتن ته غوږ ونه نیسئ او د هغه د حکمونو څخه سرغړونه وکړئ هغه به ستاسو او ستاسو د پادشاه په ضد شي.
16نو اوس په خپل ځای باندې ودرېږئ. تاسو به د څښتن هغه لوی کار ووینئ چې ستاسو په مخ کې به یې وکړي.
17تاسو پوهېږئ چې د دې موسم په دوران کې چې د غنمو د لو وخت دی باران نه وریږي. زه به دعا وکړم چې څښتن تندر او باران راولېږي. څه وخت چې داسې وشي تاسو به پوه شئ چ�� د پادشاه په غوښتلو سره مو د څښتن په وړاندې لویه ګناه کړې ده.>
18بیا سموئیل دعا وکړه او په هماغه ورځ څښتن تندر او باران راولیږه. نو ټول قوم د څښتن او سموئیل څخه ډېر ووېرېد
19او هغوی سموئیل ته وویل:
20سموئیل ځواب ورکړ:
21په خوشې بتانو پسې مه ګرځئ هغه تاسو ته ګټه نه رسوي او تاسو ژغورلی نه شي، ځکه چې هغه بې فایدې دي.
22څښتن به د خپل لوی نوم په خاطر خپل قوم پرېنږدي، ځکه چې د هغه رضا وه چې ستاسو څخه خپل خاص قوم جوړ کړي.
23باقي پاتې شوه زما خبره، څښتن دې داسې ونه کړي چې زه د هغه په وړاندې ګناه وکړم او ستاسو دپاره نوره دعا ونه کړم بلکه زه به تاسو ته سمه او ښه لاره دروښایم.
24یوازې د څښتن څخه ووېرېږئ او په وفادارۍ سره د زړه له کومي د هغه خدمت وکړئ. د هغو لویو کارونو په باره کې فکر وکړئ چې ستاسو دپاره یې کړي دي.
25مګر که چېرې تاسو خپلو بدو کارونو ته دوام ورکړئ تاسو به د خپل پادشاه سره له منځه لاړ شئ.>