Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1شائول دېرش کلن ؤ چې پادشاه شو او دوه څلوېښت کاله یې په اسراییلو پادشاهي وکړه.
2شائول د اسراییلو څخه درې زره نفره غوره کړل چې دوه زره نفره د هغه سره په مخماس او د بیت ئیل په غرنۍ سیمه کې وو او زر نفره د هغه د زوی یوناتان سره په جبعه کې وو کومه چې د بنیامین په سیمه کې ده. پاتې نفر یې بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.
3یوناتان په جبع کې د فلسطینیانو په پوسته باندې حمله وکړه او له منځه یې یووړه. فلسطینیانو دا خبره واورېدله. بیا شائول استازي ولېږل چې په ټول هېواد کې د سرني په غږولو سره عبرانیان جنګ ته راوغواړي.
4ټول اسراییلیان خبر شول چې شائول د فلسطینیانو پوسته له منځه یووړه او فلسطینیانو د اسراییلو څخه کرکه وکړه. په دې خاطر د اسراییلو قوم راوغوښتل شو چې په جلجال کې د شائول سره یوځای شي.
5فلسطینیان سره راغونډ شول چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. د هغوی سره دېرش زره جنګي ګاډۍ، شپږ زره د اس سپاره او د دریاب د غاړې د شګو په شان زیات پیاده عسکر وو. هغوی روان شول او په مخماس کې یې چې د بیت آون په ختیځ کې پروت دی خېمې ودرولې.
6د اسراییلو عسکر پوه شول چې زمونږ شمېر ډېر کم دی او په دې خاطر به جنګ وبایلو. ځینې اسراییلیان په سمڅو، ونو بوټو، د ګټونو په منځ کې، په کندو او یا په څاه ګانو کې پټ شول.
7نور د اردن د سیند څخه د جاد او جلعاد سیمو ته پورې وتل.شائول په جلجال کې پاتې ؤ او هغه خلک چې د هغه سره وو له وېرې څخه لړزېدل.
8شائول اووه ورځې د سموئیل انتظار وکړ، لکه څنګه چې سموئیل ورته ویلي وو. مګر سموئیل جلجال ته رانغی او خلک د شائول څخه هرې خواته خپاره کېدل.
9په دې خاطر شائول وویل: او شائول سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړه.
10څنګه چې هغه د سوزېدونکې نذرانې د وړاندې کولو څخه وزګار شو، سموئیل راورسېد او شائول د هغه د هرکلي دپاره لاړ.
11سموئیل پوښتنه وکړه: شائول په ځواب کې وویل:
12نو ځکه ما فکر وکړ چې اوس به فلسطینیان دلته په جلجال کې پر ما حمله وکړي. څنګه چې ما د څښتن څخه مرسته ونه غوښتله، نو ما خپل ځان مجبور وګاڼه چې سوزېدونکې نذرانه وړاندې کړم.>
13سموئیل ځواب ورکړ:
14مګر اوس به ستا پادشاهي دوام ونه کړي. په دې خاطر چې تا د هغه د حکم څخه سرغړونه کړې ده، څښتن د خپلې خوښې یو سړی پیدا کړی دی چې د هغه په قوم باندې پادشاه شي.>
15سموئیل جلجال پرېښود او په خپله لاره لاړ. شائول لاړ چې د خپلو عسکرو سره یوځای شي نو پاتې خلک د هغه پسې لاړل. هغوی د جلجال څخه جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې ده لاړل. شائول خپل لښکر وشماره، د هغو شمېر شپږسوه تنه وو.
16شائول، د هغه زوی یوناتان او هغه خلک چې د دوی سره وو په جبع کې چې د بنیامین په سیمه کې ده پاتې شول. په دې وخت کې فلسطینیانو په مخماس کې خېمې ودرولې وې.
17یرغل کوونکي د فلسطینیانو د خېمو څخه په دریو ډلو کې راووتل، یوه ډله د عفرې خواته چې د شوعال په سیمه کې ده لاړه.
18دوهمه ډله د بیت حورون خواته او درېمه ډله د هغې غونډیو سلسلې ته لاړه چې ورڅخه د صبوئیم دره او دښته ښکاره کیږي.
19په هغو ورځو کې په اسراییلو کې آهنګر نه ؤ، ځکه چې فلسطینیانو دا پرېکړه کړې وه چې عبرانیان د تورو او نېزو د جوړولو څخه منع کړي.
20(ټول اسراییلیان به فلسطیني آهنګرانو ته تلل چې خپلې یوې، تبرونه او رمبي تیرې کړي.
21د ښاخۍ، تبر او د چوکې د څوکې د تېره کولو اجوره د یو مثقال دوه په دریو برخو وه او د یوې او رمبي د تېره کولو اجوره دوه برابره وه.)
22په دې خاطر د جنګ په ورځ پرته د شائول او د هغه زوی یوناتان څخه هیڅ اسراییلي عسکر توره یا نېزه نه درلودله.
23فلسطینیانو د خپلو عسکرو یوه ډله واستوله چې د مخماس د غاښي څخه دفاع وکړي.