Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
52 verses
1یوه ورځ یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل: مګر خپل پلار شائول یې خبر نه کړ.
2شائول په مغرون کې د انار د ونې لاندې چې د جبعې څخه دومره لېرې نه وه خېمه درولې وه. نژدې شپږسوه نفره د هغه سره وو.
3(د هغوی په منځ کې اخیا کاهن هم ؤ، چې مقدس پېشبند یې اغوستی ؤ. هغه د ایخابود د ورور اخیطوب زوی ؤ. اخیطوب د فینحاس زوی او د عیلي لمسی ؤ، هغه عیلي چې په شیلوه کې د څښتن کاهن ؤ.) خلک خبر نه وو چې یوناتان تللی دی.
4د غاښي په هره خوا باندې چې یوناتان غوښتل د هغې لارې څخه د فلسطینیانو پوستې ته ور تېر شي دوه لوړ او ښویه ګټونه وو چې یو یې د بوصیص او بل یې د سنه په نوم یادېده.
5یوه د غاښي شمال خواته وه چې مخماس ته نژدې وه او بله یې د جنوب خواته وه چې جبع ته نژدې وه.
6یوناتان هغه ځوان عسکر ته چې د هغه وسلې یې انتقالولې وویل:
7د هغه وسله وړونکي وویل:
8یوناتان وویل:
9که چېرې دوی مونږ ته ووایي: ودرېږئ ترڅو مونږ درشو، نو مونږ به په خپل ځای باندې ودرېږو او هغوی ته به نه ورځو.
10خو که چېرې دوی ووایي چې پورته زمونږ خواته راشئ نو مونږ به وروخېژو. ځکه چې دا به زمونږ دپاره یوه نښه وي چې څښتن هغوی مونږ ته راتسلیم کړي دي.>
11نو دوی دواړو خپل ځانونه د فلسطینیانو پوستې ته ورښکاره کړل. فلسطینیانو وویل:
12بیا هغوی یوناتان او هغه ځوان ته نارې کړې او ویې ویل: یوناتان هغه ځوان ته چې وسلې یې وړلې وویل:
13یوناتان په خاپوړو باندې د غاښي څخه وروخوت او د ده وسله وړونکی ورپسې ؤ. یوناتان په فلسطینیانو باندې حمله وکړه او د هغه وسله وړونکي هغوی ووژل.
14په دې اولنۍ حمله کې یوناتان او د هغه وسله وړونکي شل نفره په نژدې یو جریب ځمکه کې ووژل.
15نو په ټول لښکر کې چې په کمپ، میدان، پوستو او یا د حمله کوونکو په منځ کې وو وېره راپیدا شوه او ځمکه ولړزېدله. هلته یوه لویه وارخطایي وه.
16د شائول پیره دارانو چې د بنیامین د سیمې په جبعه کې وو ولیدل چې فلسطینیان خپاره شول او اخوا او دېخوا یې منډې وهلې.
17نو شائول خپلو نفرو ته وویل: کله چې هغوی دا کار وکړ، نو یوناتان او د هغه وسلې وړونکی ځوان عسکر حاضر نه وو.
18شائول اخیا ته وویل: (په هغه وخت کې هغه صندوق د اسراییلو سره ؤ.)
19په داسې حال کې چې شائول د کاهن سره خبرې کولې د فلسطینیانو په کمپ کې ګډوډي مخ په زیاتېدو شوه، نو شائول هغه ته وویل:
20هغه وخت شائول او د هغه ټول خلک سره راغونډ شول او د فلسطینیانو په ضد د جګړې دپاره روان شول. هغوی ولیدل چې فلسطینیان په وارخطایۍ سره یو او بل وژني.
21یو شمېر عبرانیان چې مخکې د فلسطینیانو سره وو او د هغوی سره کمپ ته تللي وو هم بېرته راستانه شول او د شائول او یوناتان سره یوځای شول.
22نورو چې خپل ځانونه یې د افرایم په غونډیو کې پټ کړي وو، واورېدل چې فلسطینیان د تېښتې په حال کې دي نو هغوی هم په تعقیبولو کې یوځای شول.
23نو جنګ د بیت آون پورې خواته ورسېده. په هغه ورځ څښتن اسراییل وژغورل.
24په هغه ورځ اسراییلیان په مصیبت کې ؤ، ځکه چې شائول قوم ته قسم ورکړ، ویې ویل: نو هیچا ډوډۍ ونه خوړله.
25ټول عسکر ځنګلي سیمې ته راورسېدل او وې لیدل چې په ځمکه باندې شات پراته دي.
26کله چې هغوی ځنګل ته ننوتل، ویې لیدل چې شات څڅیږي مګر هیچا لاس خپلې خولې ته ورنه وړ، ځکه چې هغوی ټول د شائول له لعنت څخه وېرېدل.
27مګر یوناتان اورېدلي نه وو چې د هغه پلار خلکو ته قسم ورکړی ؤ، نو د خپلې امسا څوکه یې چې د ده په لاس کې وه اوږده کړه او د شاتو په ګبین کې یې غوټه کړه. هغه لږ څه شات وخوړل او په سترګو یې رڼایي شوه.
28د عسکرو څخه یو تن هغه ته وویل:
29یوناتان ځواب ورکړ:
30څومره به ښه وای، که چېرې نن ورځ هغه څه چې خلکو د دښمنانو څخه لوټ کړي دي خوړلي وای. فکر وکړئ چې څومره نور فلسطینیان به هغوی وژلي وای!>
31په هغه ورځ اسراییلو د مخماس څخه تر ایالون پورې فلسطینیان ووژل او هغوی ډېر ستړي شول.
32هغوی د غنیمت په مال باندې حمله وکړه. پسونه، غوایان او خوسي چې یې نیول، په هماغه ځای باندې یې حلالول او هغه یې د وینو سره خوړل.
33چا شائول ته خبر ورکړ: هغه ځواب ورکړ:
34په دې وخت کې هغه وویل: نو په هغه شپه هر یو خپل څاروی راوست او هلته یې حلال کړ.
35شائول د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ، دا اول ځل ؤ چې هغه دا کار وکړ.
36شائول خپلو خلکو ته وویل: هغوی ځواب ورکړ: مګر کاهن وویل:
37نو شائول د خدای څخه پوښتنه وکړه: مګر په هغه ورځ خدای ځواب ورنه کړ.
38له دې کبله شائول د قوم مشرانو ته وویل:
39زه د ژوندي څښتن په نامه چې اسراییل ژغوري قسم خورم چې ګناهکار به ووژلی شي که هغه زما زوی یوناتان هم وي.> مګر هیچا څه ونه ویل.
40بیا شائول هغوی ته وویل: هغوی ځواب ورکړ:
41شائول د اسراییلو څښتن خدای ته دعا وکړه وویل: په ځواب کې یوناتان او شائول ته اشاره وشوه او قوم بې ګناه ؤ.
42نو شائول وویل: پچه د یوناتان په نامه وختله.
43بیا شائول یوناتان ته وویل: نو یوناتان هغه ته ځواب ورکړ:
44شائول هغه ته وویل:
45مګر خلکو شائول ته وویل: نو قوم یوناتان د مرګ څخه خلاص کړ.
46له هغې وروسته شائول د فلسطینیانو تعقیبول بس کړل او فلسطینیان بېرته خپلې سیمې ته لاړل.
47وروسته له دې چې شائول د اسراییلو پادشاهي ټینګه کړه، هغه د خپلو شاوخوا دښمنانو یعنې د موآبیانو، عمونیانو، ادومیانو، فلسطینیانو او د صوبه د پادشاهانو سره جنګ وکړ. په هر ځای کې یې چې جنګ کاوه هغه به بریالی ؤ.
48هغه په مېړانه جنګ کاوه او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه او اسراییلیان یې د هغو خلکو د لاسونو څخه ازاد کړل چا چې هغوی لوټ کړي وو.
49د شائول زامن یوناتان، یشوي او ملکیشوع وو. د هغه د مشرې لور نوم میراب او د کشرې نوم یې میکال ؤ.
50د شائول د ښځې نوم اخینوعم ؤ چې د اخیمعص لور وه. د شائول د لښکرو د قوماندان نوم ابنیر ؤ چې د نیر زوی ؤ. نیر د شائول تره ؤ.
51د شائول پلار قیس او د ابنیر پلار نیر د ابي ئیل زامن وو.
52تر هغې پورې چې شائول ژوندی ؤ هغه د فلسطینیانو په ضد سخته جګړه کوله. نو کله به چې هغه یو قوي یا زړور سړی ولیده هغه به یې د خپلو لښکرو په لست کې نیوه.