Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1سموئیل شائول ته وویل:
2مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم، کوم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. ځکه په هغه وخت کې چې اسراییلیان د مصر څخه راوتل د هغوی لاره یې نیولې وه.
3اوس لاړ شه په عمالیقیانو باندې حمله وکړه او هرڅه چې د دوی سره دي هغه ټول په بشپړه توګه له منځه یوسه، په هغوی باندې زړه ونه سوزوې. یو شی هم ژوندی مه پرېږده. سړي، ښځې، ماشومان او تي رودونکي ماشومان، غوایان، پسونه، اوښان او خره یې ووژنه.>
4شائول خپل ځواکونه سره راغونډ کړل او په طلایم کې یې د هغوی څخه لیدنه وکړه. په هغو کې د اسراییلو څخه دوه لکه او د یهودا څخه لس زره پیاده عسکر وو.
5بیا هغه د خپلو عسکرو سره د عمالیق ښار ته ورغی او په یو وچ خوړ کې یې کمین ونیوه.
6بیا شائول قینیانو ته اخطار ورکړ: نو قینیان له عمالیقیانو څخه لېرې شول.
7شائول د حویله څخه تر شور پورې چې د مصر په ختیځ کې دی جنګ وکړ او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه.
8هغه د عمالیق پادشاه اجاج ژوندی ونیوه او ټول خلک یې ووژل.
9مګر شائول او د هغه نفرو د اجاج ژوند وژغوره. هغوی ښه پسونه، غوایان، ښه خوسي، وري یا نور هغه څه چې ښه وو هغه یې ونه وژل. دوی یوازې هغه څاروي ووژل چې کمزوري یا بې ارزښته وو.
10څښتن سموئیل ته داسې وفرمایل:
11سموئیل په قهر شو او ټوله شپه یې څښتن ته زاري وکړه.
12سموئیل سهار وختي راپاڅېد او لاړ چې د شائول سره ملاقات وکړي. مګر هغه خبر شو چې شائول د کرمل ښار ته تللی دی، د خپل ځان د عزت په خاطر یې یو یادګاري څلی جوړ کړی دی او جلجال ته تللی دی.
13کله چې سموئیل شائول پیدا کړ، شائول هغه ته وویل:
14سموئیل پوښتنه وکړه:
15شائول ځواب ورکړ:
16سموئیل شائول ته وویل: شائول ځواب ورکړ:
17سموئیل وویل:
18او ته یې د یوې وظیفې دپاره ولېږلې ویې ویل: دا ګناهکاره قوم عمالیقیان په بشپړه توګه له منځه یوسه، د هغوی سره جنګ وکړه تر هغې پورې چې دوی ټول ووژل شي.
19نو بیا ولې تا د څښتن خبره ونه منله؟ ولې دې په غنیمت باندې حمله وکړه؟ ولې هغه څه چې د څښتن په نظر کې بد وو هغه دې وکړل؟>
20شائول وویل:
21عسکرو د غنیمت څخه پسونه او غوایان واخیستل، یعنې ترټولو ښه حیوانات چې خدای ته وقف شوي وو ترڅو هغه په جلجال کې ستا څښتن خدای ته قرباني کړي.>
22سموئیل وویل:
23ځکه د هغه په مقابل کې یاغي توب لکه د فال کتلو په شان بد عمل دی او غرور د بت پرستۍ په شان یوه ګناه ده. په دې سبب چې تا د څښتن حکم رد کړی دی نو ته یې د پادشاه په توګه رد کړی یې.>
24شائول ځواب ورکړ:
25مګر اوس تاته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او زما سره بېرته لاړ شه، ترڅو د څښتن عبادت وکړم.>
26سموئیل ځواب ورکړ:
27څنګه چې سموئیل وګرځېده چې لاړ شي، شائول د هغه د چپنې څنډه ونیوله او هغه څیرې شوه.
28سموئیل هغه ته وویل:
29د اسراییلو خدای چې لوی او ابدي دی هغه دروغ نه وایي یا خپله اراده نه بدلوي. هغه انسان نه دی چې خپله اراده بدله کړي.>
30شائول بیا زاري کوله ویل یې:
31نو سموئیل بېرته د شائول سره لاړ او شائول د څښتن عبادت وکړ.
32سموئیل وویل: اجاج په ډاډه زړه هغه ته ورغی، فکر یې کاوه چې په یقین سره د مرګ خطر تېر شوی دی.
33مګر سموئیل وویل: او سموئیل اجاج په جلجال کې د څښتن په مخکې ټوټې ټوټې کړ.
34بیا سموئیل رامې ته لاړ او شائول خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ ورستون شو.
35تر هغې پورې چې سموئیل ژوندی ؤ هغه بیا هیڅکله شائول ونه لیده. مګر سموئیل د شائول دپاره ویر کاوه. څښتن په دې باندې پښېمانه شو چې شائول یې په اسراییلو باندې پادشاه کړی ؤ.