Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1یوه ورځ څښتن سموئیل ته وویل:
2مګر سموئیل پوښتنه وکړه: څښتن ځواب ورکړ:
3یسي ته بلنه ورکړه چې قربانۍ ته راشي، زه به دروښایم چې ته به څه کوې. هغه څوک چې زه یې درته ښایم زما دپاره به یې سر په تېلو غوړ کړې.>
4هغه څه چې څښتن سموئیل ته ویلي وو هغه هماغسې وکړل. کله چې هغه بیت لحم ته ورسېد، د ښار سپین ږیري د وېرې او لړزې سره د هغه ملاقات ته راغلل. هغوی پوښتنه وکړه:
5هغه ځواب ورکړ: هغه د اودس په کولو کې د یسي او د هغه د زامنو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې هم په قربانۍ کې بلنه ورکړه.
6کله چې دوی راغلل، سموئیل د یسي زوی الیاب ولید او د خپل ځان سره یې وویل:
7مګر څښتن هغه ته وویل:
8بیا یسي خپل زوی ابیناداب راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي. مګر سموئیل وویل:
9یسي بیا شمه راوغوښت چې د سموئیل په مخکې تېر شي، مګر هغه وویل:
10په دې ډول د یسي اووه زامن د سموئیل په مخ کې تېر شول، مګر سموئیل هغه ته وویل:
11بیا سموئیل د یسي څخه پوښتنه وکړه: یسي ځواب ورکړ: سموئیل وویل:
12نو یسي هغه راوغوښت. هغه روغ رمټ، ښایسته ځوان ؤ او ښکلې سترګې یې درلودلې. څښتن سموئیل ته وویل:
13سموئیل د زیتون د تېلو ښکر راواخیست او د هغه سر یې د خپلو ورونو په مخ کې غوړ کړ. د څښتن روح ناڅاپه د قدرت سره د هغې ورځې څخه په داود باندې نازل شو. وروسته له هغې سموئیل رامې ته ستون شو.
14د څښتن روح د شائول څخه لېرې شو او د هغه په ځای بده ارواح د هغه د ځورلو دپاره د څښتن له خوا په هغه باندې نازله شوه.
15د شائول خدمتګارانو هغه ته وویل:
16نو باداره! مونږ ته حکم وکړه، مونږ به داسې یو سړی ولټوو چې د رڅپرکی په غږولو باندې ښه پوهیږي. نو کله چې بده ارواح په تا باندې راشي هغه سړی به رڅپرکی وغږوي او ستا حال به بېرته ښه شي.>
17شائول ومنله او ویې ویل:
18یو خدمتګار ځواب ورکړ:
19نو شائول یسي ته استازي واستول چې ورته ووایې:
20یسي داود د یو سېرلي، یو خر چې په ډوډیو باندې بار ؤ او د شرابو څخه ډک ژي سره یوځای شائول ته واستاوه.
21داود شائول ته راغی او د هغه خدمت یې شروع کړ. په شائول باندې هغه ډېر ګران ؤ او هغه یې د خپل وسله وړونکي په توګه غوره کړ.
22نو شائول یسي ته پیغام واستاوه:
23هرکله چې به بده ارواح د خدای له خوا په شائول باندې راتله، داود به رڅپرکی واخیست او غږاوه به یې. نو په شائول باندې به ارام راته، هغه به خپل ځان ښه احساساوه او د هغه څخه به بده ارواح لېرې کېده.