Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
58 verses
1فلسطینیانو خپلې لښکرې د جنګ دپاره د یهودا په سوکوه کې راټولې کړې. د سوکوه او عزیقې ترمنځ یې په افس دمیم کې خېمې ودرولې.
2شائول او اسراییلیان سره راغونډ شول، د ایله په دره کې یې خېمې ودرولې او د فلسطینیانو په مقابل کې یې خپلې جنګي کرښې جوړې کړې.
3په یوه غونډۍ باندې فلسطینیان او په بله غونډۍ باندې اسراییلیان ودرېدل او د هغوی په منځ کې دره وه.
4د جت د ښار څخه یو اتل چې جلیات نومېده د فلسطینانو د کمپ څخه د اسراییلیانو د مقابلې دپاره راووت. د هغه قد نژدې درې متره ؤ.
5هغه برنجي زغرې اغوستې وې چې اووه پنځوس کیلوګرامه وزن یې درلود او برنجي خولۍ یې په سر وه.
6د هغه پښې هم د برنجي زغرو په وسیله خوندي وې او د ولو په منځ یې برنجي توره ځوړنده وه.
7د هغه نېزه د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان پنډه وه او د هغې څوکه چې د اوسپنې وه اووه کیلوګرامه وزن درلود. یو عسکر د ده په مخکې روان ؤ او د هغه سپر یې یووړ.
8جلیات ودرېد او په اسراییلو باندې یې غږ وکړ ویې ویل:
9که چېرې هغه وکولی شي چې زما سره وجنګیږي او ما ووژني، نو مونږ به ستاسو غلامان شو. مګر که چېرې زه په هغه باندې غالب شوم او هغه ووژنم نو تاسو به زمونږ غلامان شئ او زمونږ خدمت به کوئ.
10نن زه اسراییلیان جګړې ته رابولم، زه تاسو دې ته هڅوم چې یو نفر غوره کړئ چې زما سره جګړه وکړي!>
11کله چې شائول او د اسراییلو لښکر د جلیات دا خبرې واورېدلې هغوی بې زړه شول او ډېر ووېرېدل.
12داود د یهودا د بیت لحم د افراتي یسي زوی ؤ. یسي اته زامن درلودل او هغه د شائول د پادشاهۍ په وخت کې ډېر زوړ شوی ؤ.
13د هغه درې مشران زامن د شائول سره جنګ ته تللي وو، مشر یې الیاب، بل یې ابیناداب او دریم یې شمه ؤ.
14داود د یسي په زامنو کې تر ټولو کشر زوی ؤ. درې مشران ورونه یې د شائول سره پاتې کېدل.
15خو کله کله به داود د شائول څخه بیت لحم ته ستنېده چې د خپل پلار پسونه وڅروي.
16تر څلوېښت ورځو پورې به جلیات هر سهار او ماښام مخکې کېده او خپله بلنه به یې ورکوله.
17یوه ورځ یسي داود ته وویل:
18لس کلچې پنیر د هغوی قوماندان ته یوسه، وګوره چې ستا ورونه څنګه دي او بېرته د هغوی څخه یوه نښه راوړه.>
19شائول د خپلو ټولو عسکرو سره او هم د داود ورونه د ایله په دره کې وو او د فلسطینیانو سره جنګېدل.
20داود سهار وختي پاڅېد او یو نفر یې د پسونو د ساتنې دپاره د مسئول په توګه پرېښود. داود ډوډۍ واخیسته او څنګه چې یسي هغه ته ویلي وو هغه لاړ. دی هغه وخت قرارګاه ته ورسېد چې اسراییل خپلې جنګي کرښې ته وتل او د جګړې نارې یې وهلې.
21د اسراییلیانو او فلسطینیانو لښکرې د جګړې دپاره یو بل ته مخامخ ځای په ځای شوې.
22داود خپل شیان د لوازمو ساتونکي ته پرېښودل، د جګړې کرښې ته یې ورمنډه کړه او د خ��لو ورونو د احوال پوښتنه یې وکړه.
23په داسې حال کې چې داود د هغوی سره خبرې کولې، فلسطینی اتل جلیات چې د جت څخه ؤ د خپلو کرښو څخه راووت. د مخکې په شان یې جګړې ته د رابللو چیغې ووهلې او داود هغه واورېدلې.
24کله چې اسراییلیانو جلیات ولید، هغوی ټول له ډېرې وېرې د هغه څخه وتښتېدل.
25اسراییلو به ویل:
26داود د هغو نفرو څخه پوښتنه وکړه چې د ده سره نژدې ولاړ وو:
27دوی تکرار کړل چې شائول د هغه چا دپاره چې جلیات ووژني څنګه انعام ایښی دی.
28کله چې د داود مشر ورور الیاب د هغو خلکو سره د داود خبرې واورېدې، هغه په داود باندې له قهره سور شو او ویې ویل:
29داود وویل:
30بیا هغه بل سړي ته مخ ورواړاوه او د هغه څخه یې هم هماغه پوښتنه وکړه. هر وخت چې هغه پوښتنه کوله نو هماغه ځواب به یې ترلاسه کاوه.
31ځینو خلکو د داود خبرې واورېدې او هغوی شائول خبر کړ او هغه یې راوغوښت.
32داود شائول ته وویل:
33شائول ځواب ورکړ:
34مګر داود شائول ته وویل:
35زه د هغه پسې ورځم، هغه وهم او وری د هغه د خولې څخه خلاصوم. که چېرې هغه وحشي حیوان په ما باندې راوګرځي، هغه له ستوني نیسم او تر مرګه یې وهم.
36ما زمري او ایږې دواړه وژلي دي او د دې کافر فلسطیني سره به چې د ژوندي خدای لښکرې جګړې ته راپاروي هماغه شان عمل وکړم.
37هغه څښتن چې زه یې د زمریو او ایږو د منګلو څخه ژغورلی یم هغه به مې د دې فلسطیني له لاسه هم وژغوري.>شائول ومنله او داود ته یې وویل:
38بیا شائول داود ته خپل جنګي کالي ورواغوستل. خپلې زغرې یې د هغه په تن کړې او برنجي خولۍ یې ورپه سر کړه.
39داود د شائول توره په جنګي کالیو باندې وتړله او د روانېدو کوښښ یې وکړ، خو هغه نه شو تللی، ځکه چې دی د هغو سره عادت نه ؤ. هغه شائول ته وویل: نو ټول یې وویستل.
40بیا هغه خپله امسا په لاس کې واخیسته، د ویالې څخه یې پنځه ښویه تیږې د خپل ځان دپاره غوره کړې او هغه یې د خپل شپونتوب په کڅوړه کې کېښودلې. مچنوغزه یې په لاس کې وه او هغه فلسطیني ته ورنژدې شو.
41په همدې وخت کې هغه فلسطینی چې سپر وړونکی یې ترې مخکې ؤ راروان ؤ. هغه داود ته ورنژدې کېده.
42هغه داود ته په ځیر وکتل او ویې لیدل چې هغه یو ښایسته او روغ رمت ځوان دی نو هغه ورته سپک ښکاره شو.
43هغه داود ته وویل: هغه د خپلو خدایانو په نامه په داود باندې لعنت ووایه.
44هغه داود ته وویل:
45داود جلیات ته ځواب ورکړ:
46دا هغه ورځ ده چې څښتن به تا ماته تسلیم کړي او زه به تا ووژنم او ستا سر به پرې کړم. زه به د فلسطینیانو د عسکرو مړي مرغانو او ځناورو ته واچوم چې ویې خوري. نو ټوله نړۍ به په دې پوه شي چې د اسراییلو خدای شته.
47هرڅوک به دلته وګوري چې څښتن د خپل قوم د ژغورلو دپاره تورو یا نېزو ته اړتیا نه لري. دا د څښتن جنګ دی او هغه به تاسې ټول مونږ ته راتسلیم کړي.>
48یو ځل بیا جلیات د داود خواته ورنژدې کېده او داود د هغه د مقابلې دپاره په چټکۍ سره د جګړې د کرښې په لور ورمنډه کړه.
49داود خپل لاس خپلې کڅوړې ته وراوږد کړ، یوه تیږه یې راوویسته، په مچنوغزې باندې یې ګوزاره کړه او جلیات یې په تندي باندې وویشت. تیږه د هغه په تندي کې ورننوتله او هغه پړمخې په ځمکه باندې پرېوت.
50نو داود بې له تورې جلیات ته ماتې ورکړه او د مچنوغزې او تیږې په وسیله یې هغه وواژه.
51داود منډه کړه او د جلیات سرته ودرېد، د هغه توره یې د هغه د پوښ څخه راوویستله، هغه یې وواژه او سر یې ورڅخه پرې کړ.کله چې فلسطینیانو ولیدل چې د دوی اتل مړ شو دوی وتښتېدل.
52د اسراییلو او یهودا خلکو چیغې وهلې او مخ په وړاندې یې منډې کړې. فلسطینیان یې د جت او د عقرون تر دروازو پورې تعقیب کړل او د هغوی مړي د شعرایم په لاره کې د جت او عقرون پورې پراته وو.
53کله چې اسراییلیان د فلسطینیانو د تعقیبولو څخه راستانه شول، د هغوی قرارګاه یې لوټه کړه.
54داود د جلیات سر راواخیست او اورشلیم ته یې یووړ، مګر د هغه وسلې یې په خپله خېمه کې کېښودلې.
55کله چې شائول ولیدل چې داود د جلیات سره د جنګ دپاره وروزي هغه د خپلو لښکرو د قوماندان ابنیر څخه پوښتنه وکړه: ابنیر ځواب ورکړ:
56پادشاه وویل:
57نو څنګه چې داود د جلیات د وژلو څخه راستون شو، ابنیر هغه شائول ته راوست. داود لا د جلیات سر په لاس کې نیولی ؤ.
58شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه: داود ځواب ورکړ: