Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1وروسته له هغې چې داود خپلې خبرې د شائول سره پای ته ورسولې، د شائول زوی یوناتان او داود سمدلاسه ډېر ښه دوستان شول او داود په یوناتان باندې د خپل ځان په شان ډېر ګران شو.
2له هماغې ورځې څخه شائول داود د خپل ځان سره وساته او هغه یې پرېنښود چې د خپل پلار کور ته لاړ شي.
3یوناتان د داود سره د ملګرتوب تړون وکړ ځکه چې د هغه سره یې د خپل ځان په شان مینه کوله.
4یوناتان هغه چپنه چې په تن کې یې وه وویستله او داود ته یې ورکړه، خپلې زغرې، حتیٰ خپله توره، لینده او کمربند یې هم هغه ته ورکړل.
5هر چېرته چې به شائول داود د هر کار دپاره لېږه هغه به یې په بریالیتوب سره سرته رساوه. شائول هغه د اردو لوړ افسر وټاکه. په دې باندې ټول قوم او د شائول ماموران خوشاله شول.
6کله چې داود جلیات وواژه او عسکر بېرته خپلو کورونو ته راستنېدل، د اسراییلو د ټولو ښارونو څخه ښځې د خوشالۍ په سندرو ویلو، ګډېدلو او د چمبو او رڅپرکیونو په غږولو سره د شائول پادشاه د هرکلي دپاره راووتلې.
7په داسې حال کې چې ښځې ګډېدلې هغوی به دا سندره ویله:
8دا سندره د شائول خوښه نه شوه او هغه ډېر په قهر شو، ویې ویل:
9نو له هماغه وخت څخه شائول په داود باندې بخیلي کوله او په هغه شکمن شو.
10د هغې ورځې په سبا د خدای له خوا په شائول باندې بده ارواح نازله شوه او هغه په خپل کور کې لکه د لېوني په شان بدرد ویل. داود لکه د هرې ورځې په شان رڅپرکی غږاوه او د شائول په لاس کې نېزه وه.
11شائول خپله نېزه د داود خواته ورګوزاره کړه، د خپل ځان سره یې وویل: مګر داود دوه ځلې خپل ځان بچ کړ.
12شائول د داود څخه وېرېده، ځکه چې څښتن د داود سره ؤ خو شائول یې پریښی ؤ.
13نو هغه داود د خپل ځان نه لېرې کړ او هغه یې په زرو تنو باندې قوماندان کړ. داود به په جنګي عملیاتو کې د خپلو لښکرو مشري کوله.
14داود به په خپلو ټولو کارونو کې بریالی ؤ، ځکه چې څښتن د هغه سره مل ؤ.
15کله چې شائول ولیدل چې داود دومره بریالی دی نو د هغه څخه نور هم ووېرېده.
16مګر داود د اسراییلو او یهودا په ټولو خلکو باندې ګران ؤ ځکه چې هغوی ته به یې په جنګي عملیاتو کې لارښودنه کوله.
17یوه ورځ شائول داود ته وویل: شائول د خپل ځان سره فکر کاوه:
18مګر داود شائول ته وویل:
19هغه وخت چې داود تیار شو چې د شائول د لور میراب سره واده وکړي، شائول خپله لور عدر ئیل ته چې د محولا د ښار څخه ؤ ورکړه.
20خو د شائول بله لور میکال په داود باندې مینه وه، کله چې شائول دا خبره واورېده هغه خوشاله شو.
21هغه د خپل ځان سره وویل: نو شائول د دوهم ځل دپاره داود ته وویل:
22نو بیا شائول خپلو خدمتګارانو ته حکم وکړ:
23هغوی دا خبرې داود ته تکرار کړې، مګر داود ورته وویل:
24د شائول خدمتګارانو هغه څه چې داود دوی ته ویلي وو شائول ته بیان کړل.
25شائول هغوی ته حکم وکړ چې داود ته ووایي: دا د شائول پلان ؤ چې داود د فلسطینیانو په لاس ووژل شي.
26د شائول خدمتګارانو چې داود ته دا خبرې وکړې هغه په دې خوشاله شو چې د پادشاه زوم شي. نو مخکې له دې چې ټاکلی وخت پوره شي،
27داود د خپلو نفرو سره لاړ او دوه سوه فلسطینیان یې ووژل. د هغوی د سنتۍ پوستکي یې راوړل او پادشاه ته یې پوره حساب وړاندې کړ ترڅو هغه د پادشاه زوم شي. نو شائول خپله لور میکال هغه ته په نکاح کړه.
28شائول په دې صفا پوه شو چې څښتن د داود سره دی او دا چې د هغه لور میکال په هغه مینه ده.
29نو شائول د هغه څخه نور هم ووېرېده او د ژوند تر پایه پورې د هغه سره دښمن ؤ.
30د فلسطینیانو قوماندانان به په دوامداره توګه راتلل او جګړه به یې کوله. مګر په هرې جګړې کې به داود د شائول د نورو عسکري منصبدارانو په پرتله بریالی ؤ او په ډېر درنښت یادېده.