Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1شائول خپل زوی یوناتان او خپلو ټولو درباریانو ته وویل چې داود ووژني، مګر داود په یوناتان باندې ډېر ګران ؤ
2او هغه ته یې خبرداری ورکړ:
3زه به ووزم او په هغه پټي کې چې ته هلته پټ یې د خپل پلار سره به ودرېږم. زه به د هغه سره ستا په باره کې خبرې وکړم او هرڅه چې ما معلوم کړل تا به خبر کړم.>
4په بل سهار یوناتان شائول ته د داود هغه ښه کارونه ور په یاد کړل چې د هغه دپاره یې کړي وو. بیا هغه وویل:
5کله چې هغه جلیات واژه خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ او څښتن اسراییلو ته لوی بری ورکړ. کله چې تا دا بری ولید خوشاله شوې. نو ولې اوس غواړې چې د یو بې ګناه انسان په وینو لاس ولړې او داود بې سببه ووژنې؟>
6شائول د یوناتان په خبرو باندې قانع شو او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې هغه به داود نه وژني.
7نو یوناتان داود راوغوښت او هغه ته یې د ټولو خبرو اترو بیان وکړ. داود یې شائول ته راوست او هغه د پخوا په شان د شائول خدمت کاوه.
8یو ځل بیا د فلسطنیانو سره جګړه شروع شوه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او هغوی ته یې داسې پوره ماتې ورکړه چې وتښتېدل.
9یوه ورځ شائول په خپل کور کې ناست ؤ او نېزه یې په لاس کې وه چې د څښتن له خوا ورباندې بده ارواح نازله شوه. په دې وخت کې داود رڅپرکی غږاوه.
10شائول هڅه وکړه چې په خپله نېزه باندې هغه د دېوال سره مېخ کړي، مګر داود د هغه څخه خپل ځان بچ کړ او نېزه په دېوال کې ننوتله. په دې شپه داود په منډه وتښتېد.
11شائول د داود کور ته نفر ولېږل چې د هغه څارنه وکړي او سهار یې ووژني. مګر د داود ښځې میکال هغه ته خبر ورکړ:
12نو میکال داود د کړکۍ له لارې کوز کړ او هغه په منډه وتښتېد.
13وروسته هغې کورنی بت راواخیست، د داود په کټ باندې یې څملاوه، د وزو ویښتان یې د بت په سر باندې کېښودل او بړستن یې ورباندې واچوله.
14کله چې شائول نفر ولېږل چې داود ونیسي میکال هغوی ته وویل:
15مګر شائول هغوی بېرته ولېږل چې داود وګوري، هغوی ته یې حکم وکړ:
16مګر کله چې هغه خلک ورننوتل، وې لیدل چې په کټ کې بت ؤ او په سر باندې یې د وزو ویښتان وو.
17شائول د میکال څخه پوښتنه وکړه: میکال په ځواب کې ورته وویل:
18په دې توګه داود وتښتېد، خپل ځان یې سموئیل ته چې په رامې کې ؤ ورساوه او هغه څه چې شائول ورسره کړي وو هغه ته یې بیان کړل. بیا هغه او سموئیل نایوت ته لاړل او هلته پاتې شول.
19شائول ته خبر ورسېد چې داود د رامې په نایوت کې دی.
20نو هغه نفر ولېږل چې داود ونیسي، مګر کله چې دوی ولیدل چې د نبیانو یوه ډله د سموئیل تر مشرۍ لاندې نبوت کوي د خدای روح د شائول په نفرو باندې نازل شو او دوی هم په نبوت پیل وکړ.
21شائول ته په دې ا��ه خبر ورسېد او هغه نور نفر ولېږل او دوی هم نبوت وکړ. د دریم ځل دپاره شائول نفر ولېږل او دوی هم نبوت وکړ.
22آخر هغه په خپله رامې ته روان شو او کله چې هغه لویې څاه ته چې په سیخوه کې وه ورغی پوښتنه یې وکړه: هغه ته خبر ورکړای شو چې هغوی د رامې په نایوت کې دي.
23څنګه چې هغه نایوت ته روان ؤ، د خدای روح په هغه باندې هم نازل شو او په تللو کې یې نبوت کاوه ترڅو چې هلته ورسېد.
24هغه خپل کالي وویستل او د سموئیل په مخ کې یې نبوت کاوه، هغه ټوله ورځ او ټوله شپه لوڅ پرېوت. له دې کبله خلک وایي: