Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
42 verses
1وروسته داود د نایوت څخه چې په رامه کې ؤ وتښتېد، یوناتان ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
2یوناتان ځواب ورکړ:
3مګر داود قسم وخوړ او ویې ویل:
4یوناتان وویل:
5نو داود وویل:
6که چېرې ستا پلار زه یاد کړم ورته ووایه چې داود زما څخه ډېره هیله وکړه چې په بیړه خپل ښار بیت لحم ته لاړ شي. هلته د هغه د ټول خېل دپاره د کلنۍ قربانۍ کولو وخت دی.
7که چېرې هغه ووایي: ډېره ښه ده نو زما خیر به په کې وي، خو که چېرې هغه ډېر په قهر شو نو ته به پوه شې چې هغه نیت لري چې ماته زیان ورسوي.
8زما سره احسان وکړه او په هغه تړون باندې چې د څښتن په نوم دې زما سره کړی ؤ ودرېږه، مګر که چېرې زه ګناهکار یم نو ته مې په خپله ووژنه! خپل پلار ته دې ولې ما ورولې چې ووژل شم؟>
9یوناتان وویل:
10داود پوښتنه وکړه:
11یوناتان ځواب ورکړ: ، نو هغوی یوځای هلته لاړل.
12بیا یوناتان داود ته وویل:
13که چېرې هغه تاته د زیان رسولو اراده لري نو څښتن دې ماته سخته جزا راکړي که تاته مې په دې هکله خبر درنه کړ او ته مې په سلامتۍ سره لېرې ونه لېږلې. څښتن دې ستا سره وي لکه څنګه چې زما د پلار سره ؤ.
14-
15ستا دې په یاد وي، وروسته له دې چې څښتن ستا ټول دښمنان د ځمکې له مخ څخه ورک کړل، د څښتن په شان دوستي او مهرباني نه یوازې ماته بلکه له ما نه وروسته زما اولادې ته هم ښکاره کړې.>
16نو یوناتان د داود د کورنۍ سره تړون وکړ، ویې ویل:
17یوناتان یو ځل بیا داود مجبور کړ چې خپل قسم تائید کړي چې د هغه سره مینه لري. ځکه چې په یوناتان باندې داود دومره ګران ؤ لکه څنګه چې خپل ځان ورباندې ګران ؤ.
18هغه وخت یوناتان هغه ته وویل:
19سبا نه بل سبا ماښام هغه ځای ته ژر لاړ شه چېرته چې ته مخکې پټ شوی وې او هلته د تیږو د ډېرۍ تر شا انتظار کوه.
20زه به درې غشي د هغې په څنګ کې دروولم چې داسې ګمان وشي چې زه یوه نښه ولم.
21بیا به زه یو هلک ولېږم او ورته به ووایم: لاړ شه او غشي راپیدا کړه. که هغه ته مې وویل چې ګوره، غشي تاته نه دي رسېدلي، ورشه هغه دلته راوړه، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاته به خطر نه وي.
22مګر که زه هغه ته داسې ووایم چې غشي ستا څخه تېر شوي دي، نو دا به دا معنیٰ ولري چې څښتن غواړي چې تا لېرې ولېږي، نو ته باید لاړ شې.
23هغه تړون چې زما او ستا ترمنځ شوی دی یاد ساته. څښتن به تر ابده پورې زما او ستا ترمنځ شاهد وي.>
24نو داود په پټیو کې پټ شو. کله چې د نوې میاشتې اختر راورسېد، پادشاه د ډوډۍ خوړلو دپاره راغی
25او هغه د خپل عادت له مخې د دېوال سره په خپل ځای کې کښېناست. یوناتان مخامخ او ابنیر د شائول تر څنګ ناست وو، مګر د داود ځای خالي ؤ.
26خو شائول په هغه ورځ هیڅ ونه ویل، ځکه هغه فکر کاوه:
27مګر په راتلونکې ورځ چې د میاشتې دوهمه ورځ وه، د داود ځای بیا خالي ؤ. نو شائول د خپل زوی یوناتان څخه پوښتنه وکړه:
28یوناتان په ځواب کې وویل:
29داود وویل: ماته اجازه راکړه چې لاړ شم، ځکه چې زمونږ کورنۍ په ښار کې قرباني کوي او زما ورور ماته حکم کړی دی چې هلته واوسم. که ته زما څخه خوشاله یې، ما پرېږده چې لاړ شم ترڅو خپل خپلوان ووینم. نو ځکه هغه د پادشاه دسترخوان ته نه دی راغلی.>
30شائول په یوناتان باندې ډېر په قهر شو او هغه ته یې وویل:
31آیا په دې نه پوهېږې تر هغه چې د یسي زوی ژوندی وي، ته به هیڅکله د دې ملک پادشاه نه شې؟ نو اوس څوک ولېږه او هغه دلته راوله، ځکه چې هغه باید ووژل شي!>
32یوناتان پوښتنه وکړه:
33په دې وخت کې شائول خپله نېزه په یوناتان پسې ګوزاره کړه چې هغه ووژني او یوناتان پوه شو چې په رښتیا د ده پلار پرېکړه کړې ده چې داود ووژني.
34یوناتان په ډېر قهر د دسترخوان څخه پاڅېد او د میاشتې په دوهمه ورځ یې ډوډۍ ونه خوړله، ځکه چې هغه په دې باندې غمجن شو چې د ده پلار داود سپک کړ.
35لکه څنګه چې دوی یو د بله سره موافقه کړې وه، د بلې ورځې په سهار یوناتان پټیو ته لاړ چې د داود سره وګوري. یوناتان یو ځوان هلک د ځان سره یووړ
36او هغه ته یې وویل: هلک منډه کړه او یوناتان یو غشی وویشت چې د هلک څخه تېر شو.
37کله چې هلک هغه ځای ته ورغی چې غشی په کې لوېدلی ؤ، یوناتان په هلک باندې غږ وکړ:
38بیا یوناتان د هغه هلک پسې چیغې کړې: هلک غشی راپورته کړ او خپل بادار ته راستون شو.
39هلک پوه نه شو چې دا څه معنیٰ لري. یوازې یوناتان او داود پوهېدل.
40نو یوناتان خپلې وسلې هغه هلک ته ورکړې او ورته ویې ویل:
41وروسته له هغې چې هلک لاړ، داود د تیږو د ډېرۍ له شا راپاڅېده، په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او درې ځله د درناوي په خاطر یوناتان ته ټیټ شو. کله چې هغوی یو بل ښکلول نو هغوی دواړو ژړل، د داود خفګان د یوناتان نه هم زیات وو.
42یوناتان داود ته وویل: له هغې وروسته داود لاړ او یوناتان بېرته ښار ته ستون شو.