Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1اداود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول.
2هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول شول او هغه د دوی مشر شو. شاوخوا څلورسوه سړي د هغه سره وو.
3داود له هغه ځای څخه د موآب مصفې ښار ته لاړ او د موآب پادشاه ته یې وویل:
4نو داود خپل مور او پلار د موآب پادشاه ته بوتلل او دوی د هغه سره تر هغه وخته پورې پاتې شول ترڅو پورې چې داود په محفوظ ځای کې پټ ؤ.
5یوه ورځ جاد نبي داود ته وویل: نو داود لاړ او د حارث ځنګل ته ورغی.
6یوه ورځ شائول په جبعه کې په یوه غونډۍ باندې د غز د ونې لاندې نېزه په لاس ناست ؤ او ټول افسران یې د هغه په شاوخوا کې ولاړ وو. هغه ته خبر ورغی چې داود او د هغه سړي پیدا شول.
7هغه خپلو افسرانو ته وویل:
8آیا د دې دپاره تاسو زما په ضد دسیسه جوړوئ؟ تاسو یو هم ماته ونه ویل چې زما خپل زوی د داود سره لاس یو کړی دی. هیڅوک نشته چې په ما زړه وسوزي یا ماته ووایي چې زما خپل سړی داود همدا اوس زما د وژلو دپاره فرصت لټوي او زما زوی هغه هڅولی دی!>
9مګر ادومي دواغ چې د شائول د افسرانو سره ولاړ ؤ وویل:
10اخیملک د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې داود باید څه وکړي او وروسته هغه داود ته یو څه خواړه او د فلسطیني جلیات توره ورکړه.>
11نو شائول پادشاه د اخیتوب زوی اخیملک کاهن او د هغه د پلار ټوله کورنۍ چې هغوی هم په نوب کې کاهنان وو راوغوښتل او د ده حضور ته حاضر شول.
12شائول وویل: هغه ځواب ورکړ:
13شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه:
14اخیملک په ځواب کې وویل:
15هو، ما د هغه دپاره د خدای سره مشوره کړې ده او دا لومړی ځل نه دی. تر کومه ځایه چې ستاسو په ضد د دسیسې خبره ده، نو تاسو اعلیحضرت باید په ما او همدارنګه زما په کورنۍ باندې تور ونه لګوئ، د دې خبرې څخه زه هیڅ خبر نه یم!>
16پادشاه وویل:
17په دې وخت کې پادشاه هغه ساتونکو ته چې د ده په څنګ کې وو حکم وکړ: مګر د پادشاه ساتونکو ونه غوښتل چې د څښتن په کاهنانو باندې لاس پورته کړي او هغوی ووژني.
18نو شائول ادومي دواغ ته وویل: او دواغ هغوی ټول ووژل. په هغه ورځ یې پنځه اتیا کاهنان چې کتاني مقدس پېشبندونه به یې اغوستل، ووژل.
19وروسته نوب د کاهنانو ښار ته لاړ او د کاهنانو کورنۍ د ښځو او سړیو نه نیولې تر کوچنیانو او تي رودونکو ماشومانو پورې یې ټول ووژل. حتیٰ غوایان، خره او د هغوی پسونه یې هم ژوندي پرېنښودل.
20مګر ابیاتار چې د اخیملک د زامنو څخه او د اخیتوب لمسی ؤ وتښتېد او لاړ چې د داود سره یوځای شي.
21هغه داود ته خبر ورکړ چې شائول د څښتن کاهنان ووژل.
22داود ابیاتار ته وویل:
23زما سره پاتې شه او مه وېرېږه. هغه سړی چې غواړي تا ووژني، هغه غواړي چې ما هم ووژني. ته به زما سره خوندي یې.>