Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1یوه ورځ داود ته خبر ورسېد چې فلسطینیانو د قعیلې په ښار باندې حمله کړې ده او درمندونه لوټوي.
2نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن ځواب ورکړ:
3مګر د داود نفرو هغه ته وویل:
4داود یو ځل بیا د څښتن څخه پوښتنه وکړه او څښتن هغه ته ځواب ورکړ:
5نو داود د خپلو سړیو سره قعیلې ته لاړ او د فلسطینیانو په ځواکونو باندې یې برید وکړ. د هغو څخه یې زیات ووژل او د هغوی څاروي یې یوړل. په دې ډول داود د قعیلې ښار وژغوره.
6کله چې ابیاتار د اخیملک زوی وتښتېد او په قعیله کې د داود سره یوځای شو، مقدس پېشبند یې له ځان سره راوړ.
7شائول ته خبر ورسېد چې داود قعیلې ته تللی دی، هغه وویل:
8نو شائول خپل ټول ځواکونه د جګړې دپاره راوغوښتل چې قعیلې ته لاړ شي او داود او د هغه سړي محاصره کړي.
9کله چې داود واورېدل چې شائول په هغه باندې د حملې کولو نیت لري، هغه ابیاتار کاهن ته وویل:
10داود دعا وکړه:
11آیا د قعیلې ښاریان به ما شائول ته وسپاري؟ آیا لکه څنګه چې مې اورېدلي دي شائول به په رښتیا سره راشي؟ ای څښتنه، د اسراییلو خدایه، زه تاته زاري کوم چې ځواب راکړه!>څښتن ځواب ورکړ:
12داود پوښتنه وکړه: څښتن وویل:
13نو داود او د هغه سړي چې شمېر یې شپږسوه تنه وو د قعیلې څخه لاړل او د یو ځای څخه به بل ځای ته تلل. کله چې شائول ته خبر ورسېد چې داود د قعیلې څخه تښتېدلی دی، نو هغه خپل د تګ پلان پرېښود.
14داود د زیف د دښتې په غرنۍ سیمه کې په محفوظو ځایونو کې اوسېده. شائول تل هڅه کوله چې هغه پیدا کړي، مګر خدای داود هغه ته په لاس نه ورکاوه.
15کله چې داود په حورش کې د زیف په دښته کې ؤ، هغه پوه شو چې شائول د هغه د وژلو دپاره راوتلی دی.
16د شائول زوی یوناتان حورش ته د داود لیدلو له ورغی او هغه ته یې ډاډ ورکړ چې خدای ستا مل دی.
17یوناتان وویل:
18هغوی دواړو د څښتن په حضور کې تړون وکړ. وروسته بیا یوناتان کور ته لاړ مګر داود په حورش کې پاتې شو.
19د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او ورته ویې ویل:
20اعلیحضرته! اوس نو کله چې ستاسو خوښه وي راشئ او مونږ د دې مسئولیت په غاړه لرو چې هغه تاسو ته وسپارو.>
21شائول ځواب ورکړ:
22شائول زیاته کړه:
23د هغه د پټېدلو ټول ځایونه معلوم کړئ او د واضیح معلوماتو سره بېرته ماته راشئ. وروسته له هغې به زه ستاسو سره لاړ شم، که چېرې د یهودا د سیمې په هر خېل کې وي زه به یې پیدا کړم.>
24نو دوی رخصت شول او د شائول څخه مخکې زیف ته لاړل. داود او د هغه نفر د معون په دښته کې وو یعنې د یهودا د دښتې د جنوبي برخې په یوې درې کې.
25شائول او د هغه نفرو په لټولو شروع وکړه، کله چې داود ته په دې هکله خبر ورسېد هغه یو لوی ګټ ته چې د معون په دښته کې ؤ لاړ او هلته پاتې شو. کله چې شائول دا واورېدل، داود پسې د معون دښتې ته لاړ.
26شائول د یو غره یوه اړخ ته او داود او د هغه سړي د غره بل اړخ ته تلل او بیړه یې کوله چې د شائول څخه وتښتي. څنګه چې شائول او د هغه ځواکونه داود او د هغه سړیو ته نژدې کېدل چې دوی ونیسي،
27یو استازی شائول ته راغی او ویې ویل:
28نو شائول د داود تعقیبول پرېښودل او لاړ چې د فلسطینیانو سره وجنګیږي. له دې کبله دا ځای د تېښتې د ګټ په نوم یاد شو.
29داود لاړ او د عین جدي په محفوظ ځای کې اوسېده.