Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1کله چې شائول د فلسطینیانو سره د جنګ کولو څخه وروسته راستون شو، هغه خبر شو چې داود د عین جدي په دښته کې دی.
2شائول په اسراییلو کې د ډېرو ښو عسکرو څخه درې زره نفره واخیستل او لاړ چې د غرنۍ وزو ګټونو ته نژدې داود او د هغه سړي ولټوي.
3هغه په لاره کې د پسونو د پنډېدلو ځای ته نژدې یوې سمڅې ته ورغی او لاړ چې خپل حاجت رفع کړي. دا هماغه سمڅه وه چې داود او د هغه سړي په کې په اخرنۍ څنډه کې پټ شوي وو.
4د داود سړیو هغه ته وویل: داود غلی لاړ او بې له دې چې شائول پوه شي د هغه د چپنې څخه یې یوه ټوټه غوڅه کړه.
5وروسته بیا د داود وجدان نا ارامه شو، ځکه چې یې د هغه د چپنې ټوټه غوڅه کړې وه.
6هغه خپلو نفرو ته وویل:
7په دې خبرو داود خپل سړي ورټل او هغوی یې پرېنښودل چې په شائول باندې حمله وکړي. شائول سمڅه پرېښودله او په خپله لاره لاړ.
8داود هم د سمڅې څخه راووت او شائول ته یې غږ کړ: کله چې شائول شاته وکتل، داود د درناوي په خاطر خپل ځان ځمکې ته ټیټ کړ.
9هغه شائول ته وویل:
10تاسو په خپله ولیدل چې همدا اوس په دې سمڅه کې څښتن ماته په لاس راکړئ. زما ځینو نفرو زه تشویق کړم چې تاسو ووژنم، مګر ما درباندې رحم وکړ. هغوی ته مې وویل: زه به هیڅکله خپل بادار ته زیان ونه رسوم، ځکه چې څښتن هغه غوره کړی دی چې پادشاه شي.
11وګوره، ای زما پلاره، زما په لاس کې څه شی دی! لیدلی شې چې دا ستا د چپنې یوه ټوټه ده. ما کولی شول چې تا ووژنم، مګر د هغې په ځای مې یوازې ستا چپنه غوڅه کړه. یقین وکړه چې زه ستا په ضد د یاغي توب یا تاته د زیان رسولو په فکر کې نه یم. ما ستا سره غلطي نه ده کړې، مګر ته زما د وژلو په لټه کې یې.
12څښتن دې قضاوت وکړي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی! څښتن دې ستا څخه د هغو بدو کارونو بدله واخلي چې زما سره دې کړي دي، خو سره له دې به زه ډېر کم زیان هم تاته در ونه رسوم.
13لکه چې پخوانی متل دی: بد کارونه یوازې د بدو خلکو په وسیله ترسره کیږي، نو زه به تاته زیان ونه رسوم.
14د اسراییلو پادشاه د چا په ضد وتلی دی؟ تاسو څوک تعقیبوئ؟ مړ سپی؟ یا ورږه؟
15څښتن به قضاوت کوي او هغه به دا پرېکړه کوي چې زمونږ څخه کوم یو ملامت دی. هغه دې دا موضوع وڅېړي، زما دفاع دې وکړي او ستا د لاس څخه دې ما وژغوري.>
16کله چې داود خپلې خبرې خلاصې کړې، شائول پوښتنه وکړه: او په لوړ اواز یې په ژړا پیل وکړ.
17شائول زیاته کړه:
18تا نن وښودله چې زما سره دې ښېګڼه وکړه، ځکه سره له دې چې څښتن زه تاته تسلیم کړم مګر تا ونه وژلم.
19کله چې یو نفر خپل دښمن پیدا کړي آیا هغه به بې له زیا�� رسولو پرېږدي؟ د هغې رویې په سبب چې نن دې زما سره وکړه څښتن دې تاته اجر درکړي.
20اوس زه په دې باندې یقین لرم چې ته به پادشاه شې او ستا پادشاهي به په اسراییلو باندې ټینګه شي.
21مګر زما سره د څښتن په نوم قسم وخوره چې زما اولاده به نه وژنې او زما نوم به زما د پلار د کورنۍ څخه له منځه نه وړې.>
22نو داود د شائول دپاره قسم وخوړ. وروسته له هغه شائول خپل کور ته ستون شو، مګر داود او د هغه سړي خپل محفوظ ځای ته لاړل.