Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1هغه وخت راورسېد چې سموئیل مړ شو. ټول اسراییلیان راغونډ شول او د هغه دپاره یې ویر وکړ. هغه یې په رامه کې په خپله ځمکه کې ښخ کړ. وروسته له هغه داود د فاران دښتې ته لاړ.
2-
3په هغه ځای کې د کالیب د خېل څخه یو سړی ؤ چې نابال نومېده. هغه د معون د ښار څخه ؤ او د کرمل ښار ته نژدې یې خپله ځمکه درلودله. نابال ډېر شتمن سړی ؤ او درې زره پسونه او زر وزې یې درلودلې. د هغه ښځه ابیجایل ښکلې او هوښیاره وه مګر نابال سخت او بد خویه سړی ؤ.نابال په کرمل کې خپل پسونه سکولودل
4او داود چې هغه وخت په دښته کې ؤ دا خبره یې واورېدله.
5نو لس تنه ځوانان یې د دې امر سره واستول چې کرمل ته لاړ شي، نابال پیدا کړي او د ده سلامونه هغه ته ورسوي.
6داود هغوی ته امر وکړ چې نابال ته ووایي:
7ما واورېدل چې د پسونو د سکولودلو وخت دی. کله چې ستاسو شپانه زمونږ سره وو، مونږ د هغوی سره بده رویه نه وه کړې. ټول وخت چې هغوی په کرمل کې وو د هغوی څخه هیڅ شی ورک نه شو.
8د خپلو خدمتګارانو څخه پوښتنه وکړئ او دوی به درته ووایي. نن خاصه ورځ ده. له دې کبله زما د ځوانانو سره مهربانه اوسئ. لطف وکړئ څه چې راکولی شئ مونږ او خپل زوی داود ته یې ورکړئ.>
9د داود نفر راورسېدل او د داود په نوم یې نابال ته پیغام ورکړ. بیا هغوی د ځواب دپاره منتظر شول.
10نابال د داود خدمتګارانو ته په ځواب کې وویل:
11آیا هغه ډوډۍ، اوبه او غوښه چې د خپلو پسونو سکولودونکو دپاره مې تیار کړي دي واخلم او هغو خلکو ته یې ورکړم، چې زه یې نه پېژنم د کوم ځای څخه راغلي دي؟>
12نو د داود خدمتګاران بېرته هغه ته ورغلل او هرڅه چې نابال ویلي وو ورته بیان یې کړل.
13داود خپلو نفرو ته امر وکړ: نو دوی خپلې تورې وتړلې او داود خپله توره وتړله. شاوخوا څلور سوه نفره د داود سره لاړل او دوه سوه نفره د لوازمو سره پاتې شول.
14د نابال د خدمتګارانو څخه یو نفر د نابال ښځې ابیجایل ته وویل:
15بیاهم د داود سړي زمونږ سره ډېر ښه وو. هغوی زمونږ سره بده رویه نه ده کړې او ټوله موده چې په دښتې کې د هغوی سره نژدې وو زمونږ هیڅ شی ورک نه شو.
16په ټوله موده کې چې مونږ د دوی تر څنګ رمې څرولې، لکه د دېوال په شان یې شپه او ورځ زمونږ ساتنه کوله.
17اوس په دې باره کې فکر وکړه او وګوره چې ته څه کولای شې، ځکه چې زمونږ په بادار او د هغه په ټوله کورنۍ باندې مصیبت راروان دی. هغه دومره بد خویه سړی دی چې هیڅوک ورسره خبرې نه شي کولای.>
18ابیجایل وخت له لاسه ورنه کړ، هغې دوه سوه دانې ډوډۍ، د شرابو دوه ژي، پنځه تیار شوي پسونه، پنځه پیمانې وریتې شوې غلې دانې، د ممیزو سل کلچې او د وچ شویو اینځرو دوه سوه کلچې یې واخیستلې او هغه یې په خرو باندې بار کړې.
19وروسته بیا هغې خپلو خدمتګارانو ته وویل: مګر هغې خپل میړه نابال ته څه ونه ویل.
20هغه په خپل خره باندې سپره وه او د غره لمنې ته راکوزېدله چې ناڅاپه یې داود او د هغه نفر ولیدل چې د هغې خواته راروان وو.
21داود لږ مخکې ویلي وو:
22خدای دې ما ووژني که چېرې زه د سهار څخه مخکې د نابال خلکو څخه آخري نارینه هم ونه وژنم.>
23کله چې ابیجایل داود ولید، هغه په بیړه د خپل خره څخه راکوزه شوه او د هغه د درناوي په خاطر ځمکې ته ټیټه شوه.
24هغه د داود پښو ته پرېوتله او ویې ویل:
25زما بادار دې دغه بې کاره سړي نابال ته توجه نه کوي، هغه کټ مټ د خپل نوم په شان احمق سړی دی! ای باداره، کله چې ستاسو خدمتګاران راورسېدل زه په هغه ځای کې نه وم.
26دا څښتن دی چې تاسو یې د خپلو دښمنانو څخه د بدل اخیستلو او وژلو څخه منع کړي یئ. اوس زه تاسو ته د ژوندي څښتن په نوم او ستاسو په سر قسم خورم چې ستاسو دښمنان او هغوی چې غواړي تاسو ته زیان ورسوي لکه د نابال په شان به سزا ومومي.
27مهرباني وکړئ، دغه سوغات چې تاسو ته مې راوړی دی قبول کړئ او خپلو سړیو ته یې ورکړئ.
28ای ښاغلیه، هیله لرم کومه خطا چې زما څخه شوې ده هغه راته وبخښئ. څښتن به تاسو او همدارنګه ستاسو اولاده هم پادشاهان کړي، ځکه چې تاسو د هغه دپاره جنګېږئ او ترڅو پورې چې ژوندي یئ، بد کار به ونه کړئ.
29که چېرې څوک په تاسو باندې حمله وکړي او ستاسو د وژلو هڅه وکړي، ستاسو څښتن خدای به تاسو داسې خوندي وساتي لکه څوک چې د یوې قیمتي خزانې ساتنه کوي. خو ستاسو دښمنان به لېرې ګوزار کړي لکه څنګه چې څوک تیږه په مچنوغزه باندې ګوزاروي.
30او څه وخت چې څښتن هغه ټول ښه کارونه چې ستاسو سره یې وعده کړې سرته ورسوي او تاسو د اسراییلو مشر وټاکي،
31نو باداره! ستاسو وجدان به د بې ځایه وژنې یا د بدلې اخیستلو د پښېمانۍ احساس نه کوي. او کله چې څښتن تاسو ته بری درکړي نو ما هېره نه کړئ.>
32داود ابیجایل ته وویل:
33ستا د ښه قضاوت دپاره دې د خدای شکر وي چې زه دې نن ورځ د وینې تویولو او زما په خپل لاس د بدلې اخیستلو څخه وساتلم.
34څښتن پرېنښودم چې تاته زیان ورسوم. مګر زه د اسراییلو د ژوندي خدای په نوم قسم خورم چې که چېرې تا زما د لیدلو دپاره بیړه نه وای کړې، نو تر سهاره پورې به د نابال ټول نارینه وژل شوي وای!>
35وروسته بیا داود هغه څه قبول کړل چې هغه ته یې راوړي وو او ورته ویې ویل:
36ابیجایل بېرته نابال ته ورغله، هغه په کور کې ؤ او یوه داسې میلمستیا یې جوړه کړې وه لکه څنګه چې د پادشاه دپاره جوړیږي. هغه نېشه ؤ او خوشاله ؤ. نو هغې تر سبا سهاره پورې ده ته هیڅ څه ونه ویل.
37نو وروسته له هغې چې نابال په سهار کې د نېشې څخه په حال شو، هرڅه چې پېښ شوي وو، هغې ورته وویل. په هغه باندې د زړه حمله راغله او هغه بېخي فلج شو.
38نابال لس ورځې په همدې حال کې ؤ او وروسته څښتن د هغه ژوند پای ته ورساوه.
39کله چې داود واورېدل چې نابال مړ شو، هغه وویل: وروسته له هغې داود ابیجایل ته پیغام واستاوه او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د ده سره واده وکړي.
40د هغه خدمتګاران کرمل ته لاړل او ابیجایل ته یې وویل:
41ابیجایل په ځمکه باندې پړمخې پرېوتله او ویې ویل:
42هغه ژر پاڅېده او په خپل خره باندې سپره شوه. پنځه وینځې یې ورسره روانې شوې، هغه د داود د خدمتګارانو سره لاړله او په دې توګه د هغه ښځه شوه.
43همدارنګه داود د اخینوعم سره چې د یزرعیل څخه وه هم واده کړی ؤ او دوی دواړه د هغه ښځې شوې.
44خو شائول خپله لور میکال چې د داود ښځه وه فلتي د لایش زوی ته چې د جلیم څخه ؤ ورکړه.