Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1بیا د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او هغه ته یې وویل:
2نو شائول د اسراییلو د درې زره غوره شویو عسکرو سره د داود د لټولو دپاره د زیف دښتې ته لاړ.
3شائول د حخیله په غره کې چې دښتې ته مخامخ په لاره کې دی خپلې خېمې ودرولې، مګر داود په دښته کې پاتې شو. کله چې هغه خبر شو چې شائول د هغه د لټولو دپاره راغلی دی،
4هغه جاسوسان واستول او پوه شو چې شائول په رښتیا رارسېدلی دی.
5داود سمدستي هغه ځای ته روان شو چې شائول په کې خپلې خېمې ودرولې وې. نو داود هغه ځای ولید چې شائول او د هغه د لښکرو قوماندان ابنیر د نیر زوی په کې ویده وو. د شائول نفر د ده په شاوخوا کې پراته وو او شائول د هغوی په منځ کې پروت ؤ.
6نو داود د حیتي اخیملک او د یوآب د ورور ابیشای څخه (د دوی مور زرویه وه) پوښتنه وکړه: ابیشای ځواب ورکړ:
7بیا د شپې په وخت داود او ابیشای د شائول قرارګاه ته ورغلل او ویې لیدل چی شائول د هغې په منځ کې ویده دی او نېزه یې خپل سرته نژدې په ځمکه کې ټومبلې ده. ابنیر او عسکر د هغه په شاوخوا کې ویده وو.
8ابیشای داود ته وویل:
9مګر داود ابیشای ته وویل:
10داود زیاته کړه:
11څښتن دې داسې نه کړي چې زه دې هغه چاته د زیان رسولو هڅه وکړم چې څښتن پادشاه کړی دی! اوس هغه نېزه او د اوبو کوزه چې د ده سرته ایښې دي راواخله او ځه چې لاړ شو.>
12نو داود نېزه او د اوبو کوزه چې د شائول سرته ایښې وې راواخیستلې او هغه او ابیشای لاړل. هیچا ونه لیدل او پوه نه شول چې څه پېښ شول او هیڅوک راویښ نه شو. هغوی ټول ویده وو، ځکه چې څښتن په هغو ټولو باندې دروند خوب راوستی ؤ.
13بیا داود د درې بلې خواته تېر شو او د غونډۍ په سر باندې ودرېد. د دوی ترمنځ زیاته فاصله وه.
14داود ابنیر او د شائول لښکرو ته نارې ووهلې: ابنیر ځواب ورکړ:
15داود ځواب ورکړ:
16ای ابنیره! ته په خپله وظیفه کې ناکام شوې، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ وړ یئ، ځکه چې تاسو د خپل بادار چې څښتن هغه پادشاه کړی دی ساتنه نه ده کړې. وګوره! چېرته ده د پادشاه نېزه؟ چېرته ده د اوبو هغه کوزه چې د هغه سرته ایښې وه؟>
17شائول د داود اواز وپېژانده او ویې ویل: داود ځواب ورکړ:
18او هغه زیاته کړه:
19ای اعلیحضرته، زما خبرې واورئ، که چېرې داسې وي چې څښتن تاسو زما په ضد لمسولی یئ، نو یوه نذرانه دې قبوله کړي. مګر که چېرې دا د ځینو خلکو کار وي، نو د څښتن لعنت دې په هغوی باندې نازل شي. ځکه چې هغوی زه د څښتن د وطن څخه چېرته چې زما کور ؤ بل هېواد ته وشړلم. یعنې دا چې هغوی ما مجبوروي چې د پردیو خدایانو عبادت وکړم.
20اوس مه پرېږدئ چې د څښتن د حضور څخه لېرې په پردۍ خاوره کې ووژل شم. د اسراییلو پادشاه د څه دپاره راوزي چې زما په شان یوه ورږه ووژني؟ هغه ولې لکه د یوې زرکې په شان ما لټوي؟>
21شائول ځواب ورکړ:
22داود ځواب ورکړ:
23څښتن هر هغه چاته اجر ورکوي چې نېک او وفادار وي. هغه نن ته ماته په لاس راکړی وې مګر ما ونه غوښتل هغه چاته زیان ورسوم چې څښتن د پادشاه په توګه غوره کړی دی.
24لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند وژغوره، نو څښتن دې هم زما ژوند وژغوري او ما دې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړي.>
25نو شائول داود ته وویل: نو داود په خپله لاره لاړ او شائول خپل کور ته ستون شو.