Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1خو داود د خپل ځان سره فکر وکړ:
2نو داود د خپلو شپږسوه نفرو سره د اسراییلو د سرحد څخه تېر شو او د جت پادشاه آخیش ته چې د معوک زوی ؤ ورغی.
3داود او د هغه نفر په جت کې د آخیش سره ځای په ځای شول. د هر سړي سره خپله کورنۍ وه. همدارنګه د داود سره خپلې دوه ښځې یعنې یزرعیلي اخینوعم او د نابال کونډه ابیجایل کرملي وې.
4کله چې شائول واورېدل چې داود جت ته تښتېدلی دی، هغه د داود د لټولو هڅه پرېښوده.
5داود آخیش ته وویل:
6نو آخیش په هغه ورځ داود ته د صقلغ ښار ورکړ او له دې کبله د صقلغ ښار تر نن ورځې پورې د یهودا د پادشاهانو دی.
7داود یو کال او څلور میاشتې د فلسطینیانو په خاوره کې ژوند وکړ.
8په دې دوران کې به داود او د هغه نفرو په جشوریانو، جرزیانو او عمالیقیانو باندې حملې کولې. دغه قومونه د ډېرې اوږدې مودې راپدېخوا په هغه خاوره کې چې د شور څخه تر مصر پورې رسېده اوسېدل.
9کله به چې داود په یوې سیمې باندې حمله کوله نو یو سړی یا ښځه به یې هم ژوندی نه پرېښود. همدارنګه د هغوی پسونه، غوایان، خره، اوښان او حتیٰ کالي به یې اخیستل. بیا به بېرته آخیش ته راستنېده.
10کله به چې آخیش پوښتنه کوله: داود به ورته ویل: یا یا
11داود به هر یو سړی او ښځه وژل، ترڅو چې هیڅوک ونه شي کولای بېرته جت ته لاړ شي او خبر ورکړي چې داود او د هغه سړیو په رښتیا سره څه کړي دي. تر هغه وخته پورې چې داود په فلسطین کې اوسېده همداسې به یې کول.
12آخیش په داود باندې باور کاوه او د ځان سره به یې ویل: