Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1په هغو ورځو کې فلسطینیانو خپل ځواکونه راغونډ کړل چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. آخیش داود ته وویل:
2داود وویل: آخیش ځواب ورکړ:
3په دې وخت کې سموئیل مړ شوی ؤ او ټولو اسراییلیانو د هغه دپاره ویر کړی ؤ او هغه یې په خپل ښار یعنې رامه کې ښخ کړی ؤ. شائول کوډګران او هغه خلک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کولې د اسراییلو څخه شړلي وو.
4د فلسطینیانو لښکرې سره راټولې شوې او د شونیم ښار ته نژدې یې خېمې ودرولې. شائول ټول اسراییلیان راغونډ کړل او د جلبوع په غره کې یې خېمې ودرولې.
5کله چې شائول د فلسطینیانو ځواکونه ولیدل هغه ووېرېد او زړه یې سخت رپېده.
6نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې څه وکړي، مګر څښتن هغه ته نه د خوبونو، نه د اوریم په استعمالولو او نه د نبیانو په وسیله ځواب ورکړ.
7نو شائول خپلو درباریانو ته حکم وکړ: هغوی ځواب ورکړ:
8نو شائول خپله څېره بدله کړه، نور کالي یې واغوستل او د خپلو دوه نفرو سره د شپې په تیاره کې هغې ښځې ته ورغی. هغه ورته وویل:
9مګر ښځې هغه ته وویل:
10شائول هغې ته د ژوندي څښتن په نوم باندې قسم وخوړ او ویې ویل:
11نو ښځې پوښتنه وکړه: هغه وویل:
12کله چې هغې ښځې سموئیل ولید، په لوړ اواز یې چیغې ووهلې. هغې شائول ته وویل:
13پادشاه هغې ته وویل: ښځې په ځواب کې وویل:
14هغه پوښتنه وکړه: هغې وویل: نو شائول پوه شو چې سموئیل دی، هغه د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.
15سموئیل شائول ته وویل: شائول وویل:
16سموئیل وویل:
17څښتن هغه څه کړي دي چې زما په وسیله یې تاته ویلي وو. هغه ستا څخه پادشاهي اخیستې او داود ته یې ورکړې ده.
18تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه او د هغه قهر او غضب دې عمالیقیانو ته ونه ښود. نو ځکه څښتن دا ورځ په تا باندې راوستې ده.
19پرته له دې ��ه څښتن اسراییل او تا دواړه فلسطینیانو ته په لاس ورکړي او سبا به ته او ستا زامن زما سره یئ. څښتن به د اسراییلو لښکر هم فلسطینیانو ته تسلیم کړي.>
20شائول سمدلاسه پرېوت او په ځمکه باندې اوږد وغزېده. د سموئیل له خبرو څخه ډېر ووېرېده. هغه خپل قوت له لاسه ورکړی ؤ ځکه چې هغه ټوله ورځ او ټوله شپه هیڅ شی نه ؤ خوړلی.
21کله چې هغه ښځه شائول ته ورغله او ویې لیدل چې هغه ډېر وېرېده، هغې ورته وویل:
22اوس مهرباني وکړئ څه چې زه وایم هماغسې وکړئ. اجازه راکړئ چې ستاسو دپاره یو څه خواړه تیار کړم. تاسو باید څه وخورئ ترڅو د سفر دپاره پوره قوت پیدا کړئ.>
23شائول انکار وکړ او ویې ویل: مګر د هغه نفرو او هغې ښځې هغه وهڅاوه او هغه د دوی خبره ومنله. هغه د ځمکې څخه راپورته شو او په کټ باندې کښېناست.
24هغې ښځې په کور کې یو چاغ سخوندر درلود، هغه یې په بیړه سره حلال کړ. وروسته هغې یو څه اوړه راواخیستل، ویې اغږل او فطیره ډوډۍ یې پخه کړه.
25بیا یې هغه خواړه د شائول او د هغه د نفرو په مخ کې کېښودل او هغوی وخوړل. په هماغه شپه هغوی پاڅېدل او روان شول.